ولسمشرۍ ماڼۍ دبهرنيوچارو وزارت په وړانديز د افغانستان د يو شمير نويو سفيرانوله ټاکلوڅخه خبر ورکوي.
دولسمشرۍ مانۍ په يوه خبرپاڼه کې راغلي د روغتيا پخوانى وزير سيدمحمدامين فاطمي په جاپان کې، د لوړو زدکړو پخوانى وزير نورمحمد قرقين په قرغزستان کې، عبدالرحيم اوراز په بنګلديش کې، سهراب علي سفرې په قزاقستان کې عنايت الله نبيل په هالينډ کې، صلاح الدين رباني په ترکيه کې، د لوړو زدکړو وزارت ته رد شوى وزير عبيدالله عبيد په ايران کې او سيدمحمد ګيلاني په اردن کې دسفيرانو په توګه ټاکل شوي دي.
ولسمشرکرزي له دې سفيرانوسره په ليدنه کې له هغوى څخه وغوښتل چي دافغانستان او ددغه هيوادونو ترمنځ د ديپلوماتيکو اړيکو دښه والې لپاره جدي هڅې وکړي .