په تخار ولايت کې ديوموټر دچپه کيدو له امله شپاړس تنه وژل شوي اوشپږ نورټپيان شوي دي .
دنوموړې ولايت امنيه قومنداني وايي ياده پيښه دجمعې په ورځ ددغه ولايت په ورسج ولسوالۍ کې هغه مهال وشوه چې يومسافر وړونکى موټر واوښت .
نوموړى زياتوي په پيښه کې يولس ښځو،درې ماشومانو اودوو سړيوخپل ژوند له لاسه ورکړى اوشپږ نورټپيان شوي دي .
ددغه ولايت امنيه قومنداني ديادې پښې لامل دموټر چلوونکې بې پامې بولي .