کور / تازه خبرونه / کندهار: د ښکارپور دروازې ناقانونه ودانۍ ونړول سوې

کندهار: د ښکارپور دروازې ناقانونه ودانۍ ونړول سوې

د ښکارپور دروازې په سيمه کي جوړ ي سوي ناقانونه ودانۍ ونړول سوې.
د کندهار ښار په جنوبي سيمه ښکارپور دروازه کي پر دولتي مځکه جوړي سوي ناقانونه کورونه او دوکانونه نن سهار مهال د کندهار ښاروالۍ له خوا ونړول سول.
کندهار ښاروالي په پلان کي لري چي ددغو ٥٢ دوکانونو او ٨ کورونو پر ځاى په ښکار پور دروازه کي څلوېښت متره سړک، پياده روونه او ګلدان جوړ کړي.
کندهار ښاروال غلام حيدر حميدي خبريالانو ته وويل (( کندهار ښاروالي په پلان کي لري چي ددغي مځکي او دوکانونو مالکينو ته د ورځي په قيمت د مځکي او تعمير جوړوني پيسې ورکړ،ي څو هغوى په کوم بل قانوني ځاى کي خپل ځان ته سرپناه او د تجارت لپاره دوکانونه جوړ کړي)).
ښاروال وايې دوى په پلان کي لري دلته د ښاروالۍ په بوديجه ددرې اوونۍ په اوږدو کي څلوېښت متره پوخ سړک، پياده روونه او د سړک په منځ کي ګلدان ورغوي څو دلته د ګڼه ګوڼي مخه نيول سوې وي.
کندهار ښاروالۍ له دې وړاندي هم په ښار کي پر دولتي مځکو باندي جوړي سوي ودانۍ نړولي او پر ځاى يې عام المنفعه تائسيسات جوړ کړي دي.
کندهار ښاروالۍ څو مياشتي د ولايت مقام شاته د مزليانو غير قانوني مارکيټ ونړاوه، چي اوس د تيمور شاهي په نوم د انجونو او هلکانو لپاره د عالي ليسې د جوړوني چاري په چټکۍ سره رواني دي .