کور / تازه خبرونه / سويلي کوريا: امنيتي سلاکار د دفاع وزير په توګه وټاکل شو

سويلي کوريا: امنيتي سلاکار د دفاع وزير په توګه وټاکل شو

دسويلي کوريا ولسمشردشمالي کوريا لخوا پردغه هيواد دبريدونو وروسته خپل يوامنيتي سلاکار د دفاع دنوې وزيرپه توګه ټاکلى دى .
رپوټونه وايي پرسويلي کوريا دشمالې کوريا له بريدونو وروسته د دغه هيواد دواکمن او مخالفو ګوندونو د ډيرى سياستوالو غوښتنې دپخواني وزير دګوښه کيدو او پرځاى دنوې کس دټاکل کيدو لامل شوي دي .
ديادونې وړده دشمالي کوريا له لورې دتيرې دوشنبې په ورځ په سويلي کوريا دتوپونو بريد وشو چې له امله يې دوه سرتيرې او دوه ملکې وګړې ووژل شول اويوشمير نورټپيان شوه .