د ننګرهار ولايت په شيرزادو ولسوالي کي د افغان او ناټو ځواکونو د عملياتو پر مهال ١٧ طالب جنګيالي وژل سوي دي.
د اسوشيېټيډ پريس آژانس د ناټو ځواکونو په حواله وايي چي ياد عمليات د يوه طالب قومندان د نيولو په موخه پيل سوي وو، خو هغوى مقاومت کړى او په ترڅ کي يې ١٥ وسله وال طالبان وژل سوي دي.
راپور وايي په دې پېښه کي د ملکي کسانو د مرګ ژوبلي ادعا د چا له خوا نه ده سوې، خو طالبانو لا په دې باب څه نه دي ويلي.