پاکستان ادعا کړې چې وسلې اوترهګر ورته له افغانستان څخه ورځي .
دپاکستان دکورنيوچارو وزير رحمان ملک ويلي چې چاوديدونکې توکې چې ددغه هيواد په چاودنوکې استعماليږي له افغانستان څخه وروړل شوي دي .
خو په عيني حال کې يې ټينګار وکړچې دغه هيواد له خپلې خاورې افغانستان ته دوسله والو دوراوښتو مخه نيسي .
پاکستان دغه ادعاپه داسې حال کې کوي چې نه يواځې افغانستان بلکې ټوله نړيواله ټولنه پراسلام اباد فشار راولي چې له خپلې خاروې افغانستان ته دسخت دريځو او تخريبې وسلو دصادرولو مخه ونيسي چې ددغه هيواد دامنيتي ارګانونو په مرسته استول کيږي .