کور / تازه خبرونه / کابل: امريکا له ٢٠٠٤ کال راهيسي ٥٠ ميليونه پانګونه کړې

کابل: امريکا له ٢٠٠٤ کال راهيسي ٥٠ ميليونه پانګونه کړې

دامريکا متحده ايالاتونو خصوصي برخې له دوه زره څلورم ميلادې کال راهيسې يواځې پنځوس ميلونه ډالر په افغانستان کې پانګونه کړې ده .
افغانستان کې له پانګونې څخه دملاتړ اداره وايي ددغه هيواد خصوصي برخې دنورو هيوادونو په پرتله په افغانستان کې لږه پانګونه کړې ده .
ويل کيږي ددغه پانګونو اتياسلنه دودانۍ اوخدمتونو په برخه کې ده اوپنځه سلنه يې دکروندې په برخه کې ترسره شوې .
ديادونې وړه له تيرو نهه کلنو راهيسې په افغانستان کې له اوياميلياردوډالرو څخه زياته پانګونه شوي چې امريکاله چين او ترکې وروسته په دريمه ليکه کې ده .