د جمعيت علماء اسلام مولانا فضل الرحمان وئيلي دي چې د پيپلز ګوند او مسلم ليګ ( ن ) په شمول اکثريت تر لاسه کوونکي ګوندونه د حکومت جوړولو حق لري او زۀ د هر ډول اندېښنو برسېره انتخابي پائيلې منم ، دغه څرګندونې مولانا فضل الرحمان په اسلام آباد کښې د پيپلز ګوند مرستيال مشر اصف زرداري سره په ليدنه کښې وکړې ، په ليدنه کښې دواړه مشرانو د انتخابي پائيلو په حقله خبرې وکړې ، مولانا فضل الرحمان پر انتخابات ګټلو باندې اصف زرداري ته مبارکي ورکړه ، د راپورونو تر مخه د مولانا فضل الرحمان سره پدغه ملاقات کښې د صوبه سرحد تېر وزير اعلى اکرم دراني هم موجود وه ، مولانا فضل الرحمان اصف زرداري سره د بېنظير بوټو پر شهادت فاتحه هم ورکړه.