کور / تازه خبرونه / ولسي جرګې ته د کندهار او ننګرهار بريالي کانديدان

ولسي جرګې ته د کندهار او ننګرهار بريالي کانديدان

د افغانستان ولسي جرګې نن د سنبلې د مياشتي د پارلماني انتخاباتو نهايي پايلي اعلان کړې، چي د کندهار او ننګرهار ولايتونو بريالي کانديدان په لاندي ډول دي.
د کندهار له ١١ کاميابو وکيلانو له جملې څخه خالد پښتون، عطاءالله حبيب، محمدنعيم لالى، محمدعمر ننګيالى، ملاسيدمحمد، تورن عبدالخالق، ډاکټرمحمود، عبدالرحيم ايوبي، شکيبا هاشمي،بي بي حميده او فريبا احمدي په برياليو کانديدانو کي دي.
خالد پښتون او عطاءالله حبيب په لومړنيو نتايجو کي ناکام وو، چي د حشمت کرزي او حاجي نيازمحمد( اميرلالي) د رايي په باطلېدو سره د کاميابو کانديدانو ليست ته راپورته سول.

ننګرهار:
د ننګرهار ولايت له ١٤ برياليو کانديدانو څخه فرشته انوري، ميرويس ياسيني، عبدالظاهر قدير، فريدون مومند، قومندان حضرت علي، ډاکټر عصمت الله شينوارى، سايمه خوږياڼۍ، آرين يون، انجينر سيداکرام، خيربخش ګرديوال، ليلما ولي حکيمي، اميرجان دولتزى، اميرخان يار او انجينر عبدالغفار بريالي سوي دي.

د نورو ولايتونو نتايج له لاندي لينک څخه کتلاى سئ:
http://www.iec.org.af/results_10/pashto/