کور / تازه خبرونه / اوباما: امريکا ستاسو ملګرې ده

اوباما: امريکا ستاسو ملګرې ده

د امريکا ولسمشر باراک اوباما د جنوبي کوريا حکومت ته ډاډ ورکړى چي امريکا يې ترڅنګ ولاړه ده.
ولسمشر اوباما په داسي حال کي جنوبي کوريا ته د ملګرۍ ډاډ ورکړى، چي پرون شمالي کوريا پر جنوبي کوريا باندي حمله وکړه.
اوباما له خپل کوريايي سيال سره په تلېفوني خبرو کي ويلي دي چي که ممکنه جنګ وموښلي امريکا د دې هيواد هر راز مرستو ته تياره ده.
شمالي کوریا پرون د جنوبي کوریا پر یوه جزیره باندي راکټي برید وکړ، چي له امله يې ۷۰ کورونه وران، لس کسه مړه او شاوخوا لس کسان ټپيان سول.