د افغانستان لويي څارنوالۍ د انتخاباتو د خپلواک کمېسون د وياند نورمحمد نور او د شکايتونو د کمېسون د وياند احمدضياء رفعت دندي تر امر ثاني پوري ځنډولي دي.
د افغانستان لوى څارنوال دغه دواړه وياندويان له رسنيو سره په مرکو کي د ملي ګټو خلاف په بې پروايۍ باندي تورن کړل، خو دا يې ونه ويل چي هغوى د ملي ګټو خلاف څه ويلي دي.
بلي خوا ته د انتخاباتو د خپلواک کمېسون وياند نورمحمد نور د آزادۍ راډيو ته وويل چي د لويي څارنوالۍ له دې پرېکړي څخه د مطبوعاتو له لاري خبر سوئ دئ، خو د لويي څارنوالۍ له خوا يې د دندي د ځنډ په باب رسمي خبر نه دئ ورکړل سوئ.
نوموړي وويل چي د انتخاباتو کمېسون يوه خپلواکه اداره ده، او ده چي هرڅه ويلي دي د دې کمېسون د صلاحيتونو په چوکاټ کي يې دپېښو او مسايلو په هکله د کمېسون نظر څرګند کړى دئ.