د افغانستان د انتخاباتو د کمېسون وياند نورمحمد نور د آزادۍ راډيو ته ويلي چي سبا د پارلماني انتخاباتو نهايي نتايج اعلانېږي.
نوموړى پر داسي مهال د نهايي نتايجو د اعلان خبر ورکوي، چي د هيواد په ګوټ ګوټ کي اوس هم په انتخاباتو کي د درغليو پر ضد د کانديدانو له خوا مظاهرې او نيوکي رواني دي.
بلي خوا ته نن د افغانستان د مشرانو جرګې د شکايتونو د کمېسون مشر ډاکټر زلمي د انتخاباتو له کمېسون څخه غوښتنه وکړه، چي د نهايي رايو اعلان تر هغه وخته وځنډوي چي د ناکامو وکيلانو نيوکو ته د قناعت وړ جواب ورکول کېږي.