په افغانستان کي د ملګرو ملتونو د عاجلو پېښو پروړاندي د مرستو رسوني د ادارې ( يو اين او چا ) مرستيال جوزج وويل چي دوى به په سهيلي حوزه کي خپل کارونه لا پسي چټک او پراختيا به ورته ورکړي.
ښاغلي جوزج، د هغه همکار ( المپيک جمعه تايف) او په سهيلي حوزه کي د يو ناما مشر حيدر صمدوف نن تر غرمې مخکي د کندهار والي سره د هغه د کار په دفتر کي وکتل.
کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا د راغلي هيئت سره په ليدنه کي کندهار د هيواد په کچه يو له مهمو ولايتونو څخه ياد کړ او دلته يې امنيت د تير په پرتله ښه وباله او له همدې امله د زياتو مرستو غوښتنه وکړه ځکه دده په وينا چي اوس ددې شتون سته چي حتى ليري پرتو سيمو ته هم د مرستو ويش لړۍ پراخه سي.
په افغانستان کي د ملګرو ملتونو د عاجلو پېښو پروړاندي د مرستو رسوني د ادرې مرستيال جوزج د والي د خبرو په ځواب کي ژمنه وکړه چي دوى د ولايت مقام او بېړنۍ مرستو له کمېټې سره په مشوره باندي دلته خپلي مرستي لا هم ګړندۍ او پسي پراخي کړي او ډير تمرکز به يې هغو سيمو ته وي چي په وروستيو چاڼيزو عملياتو کي ځپل سوي وي.