ډګروال ميرويس د کندهار ولايت په کليدي ولسوالي پنجوايي کي د عامه نظم د ميشتي لومړۍ لواء د نوي قومندان په توګه د يولړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کي وټاکل سو .
په غونډه کي لومړى د دې ولسوالۍ ولسوال حاجي باران خاکسار د لومړۍ لواء نوى قومندان ډګروال ميرويس د غونډي برخوال ته ورپېژندى او له هغوى څخه يې غوښتنه وکړه څو له نوي ټاکل سوي قومندان سره هم د تېر هغه په شان هر اړخيزه مرسته وکړي.
تر ولسوال وروسته ډګروال ميرويس هم غونډي ته وينا وکړه او خلکو ته يې مشوره ورکړه څو د ښه امنيت درلودو لپاره په خپل منځ کي شورا ګاني جوړي وکړي او پر دې فکر وکړى چي څه ډول کولاى تاسو د خپلي سيمي په امنيت ساتنه کي مثبت رول ولوبوى ځکه دده په وينا چي امنيت راوستنه د حکومت او ساتنه يې په خلکو پوري تړاو لري.