لراوبر ته د کندهار ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر څخه په يوه رالېږل سوې خبرپاڼه کي راغلي چي ناپېژاندو وسله يو تن تېره شپه د سنځري په کلي وژلى . په خبرپاڼه کي راغلي چي وژل سوى کس په دې کلي کي د ويالو او لښتيانو د پاکوني د پروژې کارکوونکى وو چي تېره شپه ناپېژاندو وسله د خپل کور څخه ايستلى او بيا يې وژل دئ . په خبرپاڼه کي د پيښي پړه پر وسله والو طالبانو اچول سوې خو تر اوسه خپله وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي .