دپکتيا ولايت چارواکي وايي ،چې نن دغرمې مخکې ددې ولايت دزرمت په ولسوالۍ کې دسړک دغاړې دماين دچاودنې له امله څلور تنه ولسي وګړي وژل شوي او دوه تنه نور ټپيان شوي دي .
ديادې ولسوالۍ ولسوال ګلاب شاه وايي ،چې وژل شوي او ټپيان په يوه تراکتور موټر کې سپاره وو او دمموزو په سيمه کې کار ته روان وو .
له بلې خوا په سهيل خيځ زون کې بهرني ځواکونه وايي چې ددې پېښې ټپيان ېې ددرملنې په موخه له ځانه سره وړي دي .
ياده دې وي ،چې له دې وړاند هم په زرمت ولسوالۍ کې دسړک دغاړې په چاودنو کې ولسي وګړو ته مرګ ژوبله او ښتې وه.