د جرمني حکومت ويلي چي د دوى استخباراتو داسي راپورونه ترلاسه کړي چي يوه نيمه يا دوې مياشتي پخوا دې هيواد ته دوه پاکستاني بريدکوونکي ننوتلي دي.
د پوليسو په وينا دغه کسان د ترکيې له لاري د يوه ترکي همکار په مرسته دې هيواد ته ننوتلي دي.
پوليسو ويلي چي د يادو سويو کسانو په باب نور معلومات نه لري، خو دونه خبر دي چي دغه کسان په وزيرستان کي روزل سوي دي.
د جرمني پوليسو د دې خبر تر خپرېدو وروسته په ترانسپورټي مرکزونو، دولتي دفترونو او د ګڼي ګوڼي په ملکي سيمو کي امنيتي تدابير سخت کړي دي.