کور / تازه خبرونه / هند: د مسلمانانو خلاف هندو ترهګر مشر ونيول سو

هند: د مسلمانانو خلاف هندو ترهګر مشر ونيول سو

د هند حکومت وايي هغه هندو سخت دريځى ترهګر يې نيولى دئ، چي د مسلمانانو پر ضد يې د چاودنو په دسيسو کي لاس درلودئ.
حکومت وايي اشيما نند چي اصلي نوم يې جتن چړجي د يوې سخت دريځي هندو ډلي مشر دئ، چي د اجميرشريف د زيارت او حيدرآباد د مکه مسجد په ګډون يې د مسلمانانو په څو مقدسو ځايونو کي په چاودنو کي لاس درلودئ.
پر نوموړي باندي تور لګېدلى دئ چي په يادو سويو ځايونو کي يې د چاودنو پلانونه جوړ کړي وو او د دې موخي دپاره يې مالي اسانتياوي برابري کړي وې.
پر اشيمانند باندي دا تور هم لګېدلى دئ چي د ګجرات په ډنګ ولسوالي کي يې يوه داسي ډله هم جوړه کړې وه، چي ځايي عيسويان يې په زوره هندوييزم ته را اړول.
چارواکي وايي اشيمانند يې په اترکنډ کي د هندوانو په يوه مذهبي ځاى کي نيولى دئ. نوموړى د اجمير شريف د زيارت په بمي چاودنو کي د لاس لرلو په تور د روان کال د مارچ راهيسي د حکومت تر تعقيب لاندي وو.