په نيوزلينډکې دسکرو په کان کې د دوو پرلپسو چاودنو له امله نهه ويشت تنه په کان کې بند پاتي شوي .
درارسيدلو رپوټونو له مخې په دغه کان کې دبلې اټکلي چاودنې له ويرې دژغورونکې ډلې کارونه هم له ستونزو سره مخ کړي .
ويل کيږي دنوموړې هيواد پوهان په دې هڅه کې ده چې دېوې طرحې له مخې بند پاتې شوې کسان وژغوري .
ديادونې وړده يادشوى کان يوسلو اته متره ژور دى او ويره ليدل کيږي چې دهوا دنشتون له امله په کې ټول بند پاتي شوې کارکوونکې وژل شوي وي .