کور / علمي / خام توکي یا خام مواد د راتلونکي لپاره

خام توکي یا خام مواد د راتلونکي لپاره

ترمخ تر دې چي نوو خامو توکو(مواد) ته راسو؛ یوه کتنه د کیمیا د عناصرو پر پِریَدّ(period) باندي کوو.کیمیایي پِریَدّ د ټولو کېمیایي عناصرو لپاره یو منظم جدول دی. دغه عنصر سوکه سوکه د کېمیاپوهانو له خواپیدا  سوي او په دغه منظم جدول کي یې ځای ورکړی. تراوسه په دغه جدول کي (۱۱۸) عنصر د کیمیا پوهانو له خوا پدا سوي او یا په مصنوعي توګه  جوړسوي دي. هر عنصر په جدول کي تر سمبول  لاندي و چپه خواته یوه شمېره لري، چي دغه شمېرې ته اتوميک نمبر (atomic number) وایي ، چي ټول کېمیایي عنصر په دغه ترتیب په دغه جدول کي داخل سوي دي. دغه اتومي نمبر تعداد دپروتونو (protons) دی په هسته (nuclear) کي دیوه عنصر. په (۱۹۶۰ز ک) کي لاد دغو کېمیایې عنصرو شمير (۸۹) وو. دغه عنصر کرار کرار نور هم پسې پیداسوه، چي اوس یې شمېره و(۱۱۸) ته رسېدلې. دغه عنصر په ډول ډول رقمو سره وېشل کېږي. خو دلته يې دمتالوژۍ له مخه  وېشو او کتنه پر کوو. ټول کېمیایې عنصر پر درو برخو ويشل سوي. فلزات (metal) دي، غیري فلزات  (non-metal)دي او نیمه عایق یا نیمه فلزات دي.  چي دغیرو فلزاتو شمېره (۱۶) ته رسي او نیمه عایق فلزاتو شمېره و (۹) ته رسي؛ پاتي نور  ټوله فلزات دي. نور تقسمات هم لري خو تر هغوتقسیماتو تېریږو.
 تر اوسه چي په صنعتي دنیا کي دفلزاتو څخه کار اخستل کېږي او و ټولو ته هم څرګنده دي؛ هغه لکه: اوسپنه (Fe)، مس (Cu)، المونیم (Al)، جست (Zn)،مګنیزیم (Mg)،قلعي (Sn)،طلا (Au)،سپن زر (Ag)،پلاتین (Pt)،کالسیم (Ca)،تیتان (Ti)،سلیزیوم (Si) ،نیکل (Ni)،کوبالت (Co)، ګرمانیوم (Ge)،اوُران  (U) او پلوتونیوم  (Pu)اونور. دا هغه فلزات دي،چي د دغو څخه په نېغه توګه او یا د دغو دمخلوطاتو څخه په صنعتي نړۍ کي کار اخسته یا تر اوسه کار اخلي.
دا هغه فلزات دي،چي ټوله په مسلکي اوتخنیکي لهذ په ښوونځیو او لوړو زده  کړو کي لوست کېده او کېږي. خو دا نوي فلزات چي دي په صنعت کي ډېر پټ کار ځیني اخست کېده. اوس چي اړتیاورته ډېره سوه او استعمال يې هم په تخنیک کي ډېرسو نو را ووتل؛ نومان یې ښکاره سوه او د دغو نوو فلزاتو په کار وړل هم وښوول سوه.
نوي خام توکي (مواد):
دغه نوي فلزات په ځمکه کي ډېر لږ دي او په هر ځای کي هم نه پيدا کېږي. دې فلزاتو ته ځکه نوي وايي،چي نوي و تخنیکي ډګر ته راوتلي دي. دغه پخواهم په کېمیایي جدول کي شتون لاره. دغه توکي یا فلزات په لاندي ډول دي: نیودیم (Neodym  Nd) وزنمخصوصه یې (7 g/cm3)،درجه د ذوبان یې
 ( ٔ1024C) سانتي ګرادده.
 بل یې دیسپروزیوم (Dysprosium  Dy) دی،چي وزنمخصوصه یې
(8,6g/cm3 )،درجه د ذوبان یې( ٔ1407C ) سانتي ګراد ده او رنګ یې سپین نقر یې دی. ایندیوم  (Indium  In) وزنمخصوصه یې     (7,31g/cm3 )،درجه دذوبان یې ( ٔ157C) سانتي ګراد ده. دغه فلز ډېر نرم او ډېر کم پیدا دی، چي د ټوله دنیا تولید په یوه کال کي څه ناڅه (500 t) دی. ډېره برخه یې له چینه څخه راځي. چي داهم مخ پر لږېدو دی. بل فلز لیتیوم (Lithium Li) دی؛ وزنمخصوصه ې (0,534g/cm3 ) او درجه یې د ذوبان (180Co)سانتي ګراد ده . دغه فلز ډېر نرم، ډېر سپک او درجه د ذوبان يې ډېره لږ ده.
 بل يې تانتال (Tantal Ta) دی، وزنمخصوصه یې (16,65g/cm3 ) ده او درجه د ذوبان یې ( ٔ3017C) سانتي ګراد ده. ډېر یو کلک فلز دی،چي درجه د ذوبان یې ډېره لوړه ده یاني د حرارت په وړاندي مقاومت لري.معدني ډبرو ته یې کولتان (Coltan) وایي. په مرکزي افریقا کي یاني کانګو کي یې معدن دی.
تانتال یوډېر قیمتي فلز دی. په کال ۲۰۰۰ رم کي د یوه کیلوګرام تانتال قیمت ۴۸۰ امریکاي ډالره وو بیایې قیمت په ۲۰۰۵ کي راټیټ سو،چي دیو کیلوګرام تانتال قیمت ۸۰ ډالر سو. تانتال څرنګه چي زهري (Toxin) نه دی نو په جراحۍ کي یې د هډوکو د  پیوند  لپاره په کار وړي. او دمکرو الکترونیکي شیانو  لپاره لکه کندکسر (برقي خازن)  دجوړولو لپاره کار اخلي. دګروپانو دجوړولو لپاره یې هم کار ځیني اخست خو اوس د هغه پر ځاي  د ولفرام د فلزڅخه کار اخلې.                                                                                              دليتیوم (Lithium Li) معدن په چیلې کي دی، چي دا اوس یې راباسي او خرڅوي یې. بل د لیتیوم معدن په بولیفین  کي سته، چي د بولیفین دبحر په ساحل کي مالګه ده په دغه مالګه کي لیتیوم سته اوراباسي یي.
په افغانستان کي یې معدن سته،چي تر اوسه و کښلو ته نه دی تیار.
نیودیم (Neodym Nd) اودیسپروزیوم (Dysprosium Dy) معدنونه په چین کي دي. دغه معدنو ته نادره خاوره وایي. تر اوسه چين و نورو صنعتي هېوادوته خالص نیودیم  او دیسپروزیوم ور کول. چي صنعتي هېوادو له دغو  فلزاتو څخه دبادي جنرېترو لپاره دایمي مقناتیس جوړول، چي دغه مقناطیس څلویښت واره تر نورمال مقناطیس هم قوي دی او هم پایه داره دی. د ددغو فلزاتو څخه په کومپیوترانو کي هم کار اخلي. اوس داسي ښکاري، چي چین غواړي په خپله له دغو فلزاتو څخه کار واخلي او نورو صنعتي هېوادو ته په دغه پېمانه چي پخوایې لېږدول اوس  لکه چي دغه اندازه لږ ه وي. د دغو فلزاتو صادر کونکی ۹۷ په سلو کي چین دی او څه لږ د استرلیا څخه صادریږي. دغه پورته یادسوي خام توکي په صنعتي هېوادو کي لږ او یابېخي نسته؛ نشتوالی یا کموالی د دغوپورته نوي فلزاتویواقتصادي،تخنیکي او د پرمختک د مخنیوي یو ډول فشار جوړه وي. ترمخ داسلحې دجوړولو رقابت  سوړ جنګ جوړ کړی وو اوس کمښت د خامو  موادو چي یو ځای سته اوبل ځای نسته یا په هغه اندازه چي دوی یې غواړي او نه ور رسي؛ نو دخامو موادو سوړ جنګ منځ ته راځي. دموټر جوړه ولو کمپنۍ غواړي،چي بړقي موټران  جوړکړي او ځانونه د پطرول او ډېزلو څخه یوڅه لږ خلاس کړي. خو د دغه تخنیک لپاره بترۍ پکار دي. درې ډوله بټرۍ سته: سربي بټرۍ، دنیکلواو کادمیوم بټرۍ او دلیتیوم بټرۍ. تر ټولو چي ښه کار کوي او سپکه هم ده د لیتیوم بټرې ده. موټر جوړونکو کمپنیو تر اوسه په دغه بټریو د ۱۳۰ بیا تر۱۵۰کېلومتره واټن  پوري بې چارچه  اضافه نه دی وهلی. خو په دا اخرو کي یاني د  ۲۰۱۰ زک   د  اکتوبر  په میاشت کي د مونشن څخه بیا تر برلن پوري چي واټن يې ۶۰۵ کېلومتره  کېږي د  (Aude A2) برقي موټرچي کړندیتوب یې په ساعت کي ۱۳۰کېلومتره وو،وهلی دی. له دې نه څرګنديږي،چي د ليتیوم بتریو ته اړتیا ډېره لیدل کېږي.

اخځونه:
 ۱:- ویکیپېدیا ( Wikipedia
 (Zdf   )      – : ۲ د المان تلویزون