کور / تازه خبرونه / په کندهار او کونړ کي د وسلو زېرمي کشف سوي

په کندهار او کونړ کي د وسلو زېرمي کشف سوي

د ناټو ځواکونو په يوه خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي چي د کندهار او کونړ ولايتونو په لسو بېلابيلو برخو کي د بهرنيو او افغان ملي اردو د ځواکونو د يوې ګزمې په ترڅ کي يو شمېر چاودېدونکي توکي نيول سوي . په خبرپاڼه کي راغلي چي د يادو ولايتونو په ياد شمېر ځايونو کي يې يو شمېر د چاودېدونکو توکو لينونه ، د راکټ مرمۍ ، شپاړس فيوزونه او يو شمېر نور چاودېدونکي توکي نيولي چي ورورسته به له منځه يووړل سي .
په خبرپاڼه کي د دې توکو سره د کوم تورن کس د نيولو خبره نه ده سوې .