کور / تازه خبرونه / لوى پاسوال خان محمد د کندهار نوى امنيه قومندان وټاکل سو

لوى پاسوال خان محمد د کندهار نوى امنيه قومندان وټاکل سو

د کندهار ولايت يو تن پخوانى شخصيت او د مزارشريف مخکنى امنيه قومندان لوى پاسوال خان محمد مجاهد نن د يولړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کي چي پکښي د والي مرستيال ، اجرائيه رئېس ، د ٤٠٤ ميوند زون قوماندان ، ولايتي شورا رئېس او کندها ر ميشتو خبريالانو او ګڼ شمېر سپين ږيرو ګډون کړى وو د مل پاسوال سردارمحمد ځاځي پر ځاى د کندهار د نوي امنيه قومندان په توګه وټاکل سو.
خان محمد په داسي وخت کي د کندهار د امنيه قومندان په توګه ټاکل سوى چي دلته په زرګونه افغان او بهرني سرتيري د وسله والو پر وړاندي په ښار او ولسواليو کي په چاڼيزو او محاربوي عملياتو بوخت دي.
مل پاسوال ځاځي په کندهار کي خپله ١٤ مياشتنۍ ننګونکې کاري موده په داسي حال کي نوي امنيه قوماندان ته پرېښوده چي لا اوس هم دلته د امنيت، ښې حکومت دارۍ او پرمختيا په برخه کي لوى کارونه کول غواړي.
ځاځى ١٤ مياشتي وړاندي دلته ( په کندهار کي) د وخت امنيه قومندان مطيع الله قاطع پر ځاى امنيه قومندان ټاکل سوى وو.
په کندهار کي د ٤٠٤ ميوند زون د پوليسو قومندان پاسوال شفيق فضلي په امنيه قومندانۍ کي امنيتي چاوراکو ته د نوي قومندان په توګه د خان محمد مجاهد د معرفي کوني په جوړ سوي خبري کنفرانس کي د ځاځي کاري دوره د يوې ارزښتناکي اوله حياتي اهميته ډکي دورې په نوم ياده کړه.
د کندهار والي مرستيال ، اجرائيه رئېس، د ولايتي شورا او ملي امنيت رئېسانو هر يوه په خپل نوبت سره د خپلو خبرو پر مهال د ځاځي د کار ستاينه کول .