کور / شعر / دوې مينې

دوې مينې

تل چي يې نوم زما په مخ كې ياد شي
د مخ ګونه مي ناببره واوړي
لكه ماشوم بس ناكرار غوندې شم
غلى له ځانه سره وايم
تر نامه يې جار شم
خلكو ته و ګورم شكمن غوندې شم
وايم كه چا ويل
تر چا جارېږې
ورته به وايم چي جانان يادوم
زما جنت، زما ايمان يادوم

***

كله چي ناست يم له جانانه سره
هر څه مي هېر وي
خو هغه مي په ياد
د هغه مينې مي رګ- رګ نيولى
راشي او سترګو ته مي و درېږي
رنګ د څېرې مي بيا بدل غوندې شي
د جانان څنګ ته هم لمبه- لمبه شم
په زوره وايم
تر نامه يې جار شم
جانان مي ناببره لاس ونيسي
او په نمجنو سترګو ووايي
تر چا جارېږې؟
زه ورته وايمه جانان يادوم
زما جنت، زما ايمان يادوم

***

هغه مي ټينګ تر ګرېوانه و نيسي
په ډكو سترګو وايي: ژر ووايه
دا پټه مينه، پټ جانان دي څوك دى؟
سترګې يې ښكل كړم
وايم جار دي شمه
ته خفه نه شې زه دوې مينې كوم
نن دا خبرې درته سپينې كوم
ته كه مي ساه يې خو هغه مي ژوندون
پړينګ په ژړا شي
وايي څوك يادوې
زه ورته وايم يو جانان مي ته يې
او بل جانان افغانستان يادوم
زما جنت، زما ايمان يادوم.


۱۵ اګست ۲۰۱۱م كال
كوټه