کور / هراړخیز / د هند په لویه وچه د افغانانو حکومت (یو تاریخې ناول۲۰ )

د هند په لویه وچه د افغانانو حکومت (یو تاریخې ناول۲۰ )

د هند په لویه وچه  د افغانانو  حکومت (یو تاریخې ناول۲۰ )
سلطان علاؤالدین  خلجیي 
تاسو ددې  ناول  شلمه برخه  لولئ….

۳۹
د زمکې اواسمانونوپه   قافلو کې  د خداې تعالې  د جاه اوجلال  مظهر  او ښکاروندوې ، لمر ،  د سترګو  څخه  د غبار  په  تیارو کې  ورکیده  ، د اسمان  په غاړو   د اور  په څیر  ځلیدونکي  سوروالې  په چټکۍ سره خپریده  ،  ګل  په ګل  ګرزیدونکې  پرپرکې  ،  هګۍ  څکونکې مرغان ،  داوږدو  اوږدو  پروازونو   ستر ستر مرغان  د خپلو ستړیاو  د  ورکولو  له پاره  خپلو خپلو ځالو ته را ګرزیدل.
 په همدې  وخت کې  ملک  کافور  دخپل لښکر سره  یو ځاې  کله   چې د مالوه  شاوخوا  ته  ورسید، نوکمال الدین اوعین الملک  د هغوې  ډیر  ښه  او په زړه  پورې  استقبال وکړ. ملک  کافور  هم دهغوې  دواړو په کتلوسره د آسه  را ښکته شو، کمال الدین اوعین الملک هم دخپلو  اسونو څخه  را کیوتل ، دوې  ټولو  بیا بیا  یودبل سره  غاړه  غړۍ  شول ، بیا ملک  کافور  دواړو  ته  وویل :
 زما  ورونو!  زه هیله من  یم  چې د  سلطان پیغام به  تاسو دواړو ته  در رسیدلې وي ، دهغه په دې خبره باندې  عین الملک  په سوالیه  توګه  کما ل الدین  ته وکتل اوبیا کمال الدین  ملک کافور ته  وویل :
ملک کافوره !  ستا وینا  سهی ده ، هغه قاصدان  چې سلطان  زمونږ له پاره  را  استولی و  نو هغوې مونږ ته  دهغه پیغام را رسولې  دې .  بلکه  هغه  قاصد  چې  د ګجرات دحاکم   الخ خان  په لور  استول  شوې دې  نوهغه هم دهمدې  لارې    تللې  . اودهغه په واسطه  چې سلطان کوم پیغام  هغه ته لیږه  مونږ دهغه څخه  هم خبر شوی یو. اودهغوې  څخه  تر ټولو مهم  خبر دادې  چې ددکن د راجه  رایکرن    لور   دیولدی  باید  په هر صورت   را پیدا اودهلی ته یی د سلطان خدمت  ته ولیږو . اودا ځکه  چې دا  د دیولدی  د مور   کنول دیوی  تر ټولو ستره  هیله ده . ملک کافوره !  اوس  ته نور وایه  چې څه  به  کوو ؟
ملک کافور !  په زوره  و خندل  ، اوویی ویل چې  له  ماسره ددې نه زیات  نور  څه نه شته. ددې مطلب داشو  چې تاسو ته ټولې خبرې  زما له راتلو دمخه  در رسیدلې دی.  زه  به له تاسې  سره څو  ورځی دلته په مالوه کې  تم کیږم. زه  به دهمدې ځایه د دکن  د راجه ګانو په لور  قاصدان  لیږم  اوهغوې ته  به  په سمې  لارې  د راتلو  بلنه  ورکوم، که چیرې  هغوې و منله ،   نو د جنګ  مخه   به و نیول شي ، اوکه   سرکشي یی وکړه  نو بیا به د جنک او ټکر کولو پرته   بله لار  نه  وي.
لکه څنګه چې  تاسې  دواړو ته دسلطان پیغام  لا  د پخوا څخه  در رسیدلې دې نو په دې  مهم  کې به تاسې دواړه زما  سره یو ځاې یاست .  دسلطان حکم دادې چې  کمال الدین  به د الخ  خان سره یوځاې کار کوی  اوعین الملک  ،زما  ورور ،  به زما سره یو ځاې وی . کما ل الدین اوعین الملک  د ملک  کافور ددې  وړاندیز  سره اتفاق وکړ  اوبیا یی د هغه لښکریان  اوهغه پخپله د مالوه د ښار په لور  بوتلل .
په مالوه کې د تم کیدو په وخت کې  ملک  کافور  ددیوګړ  راجه   رام دیو ، ددکن  راجه  رایکرن   نه  علاوه  نورو  راجګانو ته   پیغامونه و لیکل  او ویی  لیږل ، او  ورڅخه  یی غوښتنه وکړه  چې هغوې دې  دسلطان علاؤالدین  مطیع او فرمانبرداره  وګرځي .  هغه  د دکن راجه  رایکرن  ته  په ځانګړې  توګه  دا پیغام و استاوه  چې  هغه دې دخپلې لور  دیولدی  د هلی ته د لیږلو  انتظام  هم  وکړي . ځکه  چې  د دیولدی  مور  کنول دیو ی دخپلې لور سره دکتلو  له پاره نارامه  ده .
دا پیغامونه د  ګړندیو  قاصدانو په لاسو  و لیږل  شول ، کله چې ددکن  ټولو  راجه ګانو د سلطان  علاؤالدین د فرمانبردارۍ  څخه  انکار وکړ  اوتر څنګ  یی   ددکن  راجه  رایکرن  د خپلې  لور  دیولدی  دهلی ته د استولو  څخه  انکار  وکړ ،بیا نو ملک کافور  ، کمال الدین ،  عین الملک  خپل  متحده لښر  سره یو ځاې د مالوه څخه  حرکت وکړ  ، د مالوه  څخه د حرکت کولو تر مخه  هغوې ته د ګجرات  دحاکم  الخ خان  له اړخه  هم یو قاصد  راغې ، الخ  خان  هغوې ته یو پیغام را  استولې و   چې هغه  به دخپل لښکر  سره یو ځاې د مکلانه  په سیمه کې ددوې  انتظار کوی، ددې پیغام سره سم  ، ملک  کافور ، کمال الدین او عین الملک دخپلو لښکرو سره یو ځاې  مکلانه  په لور  حرکت و کړ .
کله چې ملک  کافور ، کمال الدین اوعین الملک  د خپل  متحده لښکر سره یو ځاې  د مکلانه سیمې ته ورسیدل  نو هغوې وکتل  چې هلته  الخ خان   لا دپخوا څخه  دخپلو  فوځونو سره یو ځاې خیمه  وهلی ده  او   انتظار کوی . ملک  کافور ،کمال الدین اوعین الملک هم  خپل لښکر ته  دهغه دلښکریانو  تر څنګ  د پړاو کولو حکم وکړ .  الخ خان دهغوی  درې واړو سره  په یوې خیمی کې ور ننوت .
کله چې دوې څلور  واړه  خیمه کې کیناستل  نو ملک کافور د الخ خان په لور وکتل او  ورنه  یی وپوښتل :
درونده  الخ خانه ! ایا تر اوسه پورې  د راجه  رایکرن  ، ، رام دیو  یا بل کوم راجه  له  اړخه  کوم خبر  راغلی دې   چې هغوې  ولې  زمونږ پر خلاف   په حرکت  راځی ،  دهغه په  دې خبره  الخ خان وویل :
ملک کافوره  وروره ! کما ل الدین  ، او عین الملک   ستاسو  ددواړو  د راتلو تر مخه ، ما خپل  ټول  مخبران  د راجګانو په سیمه کې  خپاره کړی دی ،  راجه رایکرن   یو ډیر ستر لښکر تیار کړې دې  اوزمونږ د مقابلې  له   پاره  تیار  دې  .  د دیوګړ  را جه  رام دیو  سره هم  همدومره لښکر  شته ، اوهغه هم د جنګ  له پاره تیار  ناست دې. دغه  دواړو راجه ګانو  نور  واړه  او غټ  راجه ګان  هم له ځانه سره یو ځاې کړې دې  او  غواړې  زمونږ  پر خلاف  دوه  محاذونه  پرانزي ، اوغواړې  په دې توګه  زمونږ  ځواکونه  په  دوو  برخو  په ویشلو باندې  څه ګټه  تر لاسه کړي .
بل خبر  چې ددې نه  هم  مهم دې  هغه د رایکرن د لور  دیولدي   په اړه دې .  زما مخبرانو  ماته  خبر راکړې  دې  چې د دیوګړ   راجه  رام دیو  زوې  سنګل دیو ،  د څه  وخته راهیسې    دیولدی  خوښوې  او مینه  ورسره  کوی . او خبر ویونکې وایی  چې  هغه  د دیولدی   لیونې  عاشق  ګرزیدلې دې. غواړې دهغې  سره واده وکړې ، په دې اړه  سنګل دیو  څو  ځلې خپل  پلار  ،  رام دیو  ، ته هم یادونه کړې ده . خو څرنګه  چې  هغه  په  خټه  مرهټه  دې نو په دې خاطر   رامدیو  نه غواړې  د راجپوتانو کومه نجلۍ  یی کور  ته را ننوځي ، نو په دې خاطر  هغه دخپل  ځوې  سنګل دیو  دا غوښتنه  په یوه بهانه او بله باندې  شاته  غورزوي.
اوس  چې زمونږ لښکر په  دکن اودیوګړ   باندې  د حملې  له پاره  راوتلې دې  نو سنګلدیو  ددې  حالاتو نه  په ګټې اخستلو سره  دخپل  پلار  د اجازې   پرته  دبهیم دیو   په لاسو  ډیرې  سترې  سترې  تحفې   او تحایف  د راجه رایکرن   په لور  لیږلی  دی.  او هغه ته یی دا پیغام هم ور  لیږلې دې  چې د مسلمانانواو هندوانو تر منځ د مذهب  په بنسټ  چې کوم   اختلافات دې  هغه ټول  ډاګیزه  دي  او اوس  چې مسلمانانو  په دکن  باندې  یرغل  راوړې دې  نو غوره به داوي  چې  خپله لور  دیولدی  دې ، چې  دهغې په وجه  دا ټوله   جنګ  جګړه  صورت  نیسي ،  له ماسره    واد ه  ته تیاره  کړې . ددې  پایلې  به داشې  چې  مسلمانان  به   ناهیلی  شی   او ستا سره به د جنګ  څخه  لاس واخلی او بیرته  به ستانه  شي .
اوس  مې اوریدلې دې  چې راجه  راېکرن  د  را جه  رام دیو  څخه  د  کومک  غوښتنه کړې ده ، نو په دې خاطر هغه  مجبورا  د  سنګلدیو  غوښتنه هم منلې ده  او په دې  راضی شوې دې  چې  خپله لور  دیولدې  دهغه سره واده کړي. تر څنګ  یی دسنګلدیو د ورور  بهیم دیو  سره   دیوګړ  ته  د  خپلې  لور  دیولدی د لیږلو  انتظام  هم کړې دې . اوس  مونږ  باید  په هر صورت  چې کیږي دیولدی  پیدا  او  ددهلی  په  لور یی ولیږو ، ځکه په دې  باندې  زمونږ سلطان هم خوشحالیږی  ا و دهغه د  غوښتنې  تکمیل  به مو هم کړې وي.
د الخ خان ددې  څرګندونو  په اساس  کمال الدین ، عین الملک او ملک کافور  تر یوه   وخته  پورې   خاموشه  ناست و . بیا ملک  کافور  دا خاموشي ماته  کړه  او ویی ویل .
الخ خانه !  ددې دواړو  راجه ګانو   پر خلاف  د حرکت  کولو له پاره له تاسره  څه  پلان  شته . خو واوره  !  هغه پلان  چې سلطان د لښکر  له پاره مونږ ته راکړې  لمړۍ په هغې ځان خبر کړه  او هغه دا چې  د سلطان  غوښتنه داوه  چې  زما ورور  کمال الدین  له تاسره یو ځاې کار وکړی ، او عین الملک  زه  له ځانه  سره  یوځاې کړم .
دملک  کافور  ددې خبرې وروسته  الخ خان  سمدستی  وویل :
ملک  کافوره  ! دا  خو زما له پاره د عزت  اوسعادت  ځاې دې  چې دکمال الدین په څیر  یوسالار  زما سره کارو کړی . زه او  کمال الدین به  د  رایکرن  سره  ټکر ته ورځو   خو تاسې  دواړه ،  عین الملک او ملک  کافور ، به د  دیوګړ  د راجه   رام دیو  په لور  ورخو زیږئ،  په دې توګه  که  مرهټیان او راجپوتان  غواړی  زمونږ  لښکر  په  دوو  برخو باندې  وویشي  نو مونږ  به  هغوې  ته  دا  ثابته کړو چې  په دوو برخو  باندې د ویشلو سره سره  بیا هم  مونږ  هغوې  په خپل مخکې   دمغلوبولو  توان  لرو .
ددې پریکړې نه وروسته ، کمال الدین ،ملک  کافور  ، الخ خان اوعین الملک  دخپلو  فوځونو سره یو  ځاې دوه ورځی   نور هم  هملته په  بکلانه  کې  قیام وکړ . بیا ملک  کافور او عین الملک  د  دیوګړ  د راجه  رامدیو  د ځپلو  له پاره او کمال الدین او الخ خان د  دکن  د  راجه  رایکرن  د ځپلو له پاره روان شول .
الخ  خان اوکمال الدین به  نیمایی  لاره وهلې وه  چې یو ناڅاپه یی خپل فوځونه  تم کړل او هملته  یی  پړاو وکړ ،  ځکه   چې  دهغوې  تر مخه د  دکن راجه  رایکرن   لښکر  ټوله  لاره بنده کړې وه  اوهملته یی پړاو کړې و . هغه دخپل  لښکر  شاته  تر ډیره  پورې د خیمو  یو ښار ګوټې  اباد کړې و . الخ خان او کما ل الدین  په دې پوه شوې و چې  راجه  رایکرن  غواړې  همدا ځاې  د جنګ  میدان  وګرځی ،  په دې اساس  هغوې  هم په ډیره بیړه  سره  هملته  پړاو وکړ د خپل لښکر  ټول شیان  یی منظم کړل  او بیا یی دخپلو لښکرو   صفونه  منظم کړل  ، ځکه  چې  د راجه رایکرن  لښکر  لا دپخوا څخه د جنګ  ډول  درباوه .
 دواړو  لښکر و په ډیره بیړه  خپل  صفونه   درست کړل   اوبیا دهغه   وروسته دحملې پیل  ددکن  راجه رایکرن  په قومندې باندې وشو .  راېکرن  خپل  فوځ  په پوره حوصلې او جرئت سره رامخته کړ  او دکمال الدین اوالخ خان په  فوځونو یی  توپانې  یرغل  پیل کړ .
دا  حمله ډیره خطرناکه  او سخته وه  ، اوتر څنګ  یی د راېکرن  د لښکرو  شمیره   هم د الخ خان اوکمال الدین  د لښکرو   څخه  زیاته وه ،  خو ددې سره سره بیا هم  الخ خان  اوکمال  الدین  د ډیر ې  زیات  جرئتمندۍ  او زړه ورتیا نه کار واخست ، لمړۍ هغوې دواړو د راجه  راېکرن  دغه  مهیبه  او خطرناکه  حمله  شاته کړه  اودهغه  وروسته  کمال الدین  په خپل  کار پیل وکړ.
کمال الدین دخپلې  دفاع  د مکمل کیدو  نه وروسته  اړخ  واخستت ، اوبیا یی  ځوابی  حمله  پیل کړه .
دکمال الدین څخه وروسته  الخ خان  هم خپل  رنګ  و ښود، هغه هم شاته پاته نه شو ، خپله دفاع  یی پریښوده  او  په جارحیت  یی  پیل وکړ، او دهمدې  جارحیت  په  اساس  د  رایکرن  په لښکر کې  لکه دسیلاب  په څیر ور ننوت .
د دکن  راجه  راې کرن  هلیه من و  چې هغه  به  کمال الدین  او   الخ خان  په  همغه  لمړۍ  وهله  کې مات کړی ، هغه  په  خپل  لښکر  کې دا مشهوره کړې وه  چې   ددهلی  سلطان علاو الدین د هغه د لور   دیولدي  غوښتونکې دې او غواړې   په زور  یی   دهلی  ته یوسې ، نو څرنګه  چې دیولدې  دهغه دسلطنت  ابرو  ،  عزت  او  غیرت دې  نو دهغې دخوندې  ساتلو په  خاطر  به  زما د سلطنت  یو  یو  زوې  او  لور  ځان  ځار وی..
ددې نه  علاوه ددکن راجه رایکرن  په خپلو   فوځونو کې دا خبره هم مشهوره کړې وه   چې ددښمن  د لښکرو شمیره  ډیره   کمه ده  اود بله اړخه د علاؤالدین  کوم  لښکر  چې  زمونږ پر خلاف د  جنګ  له پاره راغلې و هغه  په دوو برخو  ویشل  شوې دې، دهغوې  یوه برخه د  ملک کافور او عین الملک  په  قومندې کې  د دیوګړ   د راجه  رامدیو  پسې د جنګ  له پاره تللې دې   اوبله برخه یی دادې زمونږ  پر خلاف   جنګ ته راغلي دي . زه خپل لښکر ته   ډاډ ورکوم  چې هغه  لښکر  چې د دیوګړ  د راجه  رام دیو  اودهغه د زوې  سنګلدیو   په لور د  ملک   کافور  او عین الملک   په قومندې ورغلی  ډیره بده  ماتې  به  وخور ې   ،  او بیا  به د  راجه   رامدیو  لښکرې د شا  له اړخه  په کمال الدین او الخ خان  باندې یرغل راوړې او دوې ته به    ډیره بده ماتې ورکړي   او نیست اونابود  به یی کړي.  نو په دې  اساس   هغه  په همغه  پیلامه کې  خپلو  عسکرو ته په کمال الدین او الخ  خان باندې د یوې  قوی  حملې له پاره   حکم وکړ .
دخپل لښکر په منځ کې ولاړ   ددکن  راجه رایکرن     چې کله دخپل  لښکر   دغه  زوروره  حمله  او دهغې  نتایج وکتل  نو حیران پاته شو ، هغه  وکتل  چې دهغه د لښکرو  حملې  په کمال الدین  او  الخ خان  باندې   دومره بې ضرره  ثابتیږی    لکه څنګه  چې د یادونو  قیدې   په دریاب  باندې الوتې د سرو  زرو د مرغانو  په نیولوکې  ناکامیږي .  ددې  نه  اخوا  راجه راېکرن  داهم وکتل   چې  دهغه  دلښکر په مقابل کې  دکمال الدین  اوالخ خان  لښکرې   په ډیر متانت  او هوډ  سره   مخته  راځی  او د  مخکې  صفونو څخه  را وځی او  وروستیو  لیکو ته ځانونه را  رسوی .  هغه  دا هم وکتل  چې  د مسلمانانو  په حملو کې دومره  تازه والې  او   دومره  همت او  جرئت  دې  چې  نمونه  یی  نه  کتل کیږي  .
کله  چې   کما ل الدین او الخ خان  وکتل  چې  د راجه  رایکرن  لښکر  ددومره  سختې حملې   سره سره  دوې ته هیڅ  ډول  زیان  و نه رساوه  نو بیا   دواړو  خپلو  خپلو لښکرو ته حکم وکړ  چې  په  دښمن  باندې  یرغل نور  هم ځواکمن  کړي   ددې حکم سره سم  د  کمال  الدین اوالخ خان لښکر  یو نا څابه  د بیېدونکې  لاوې  په څیر  په دوشمن  باندې  ور توې  شوې . هغه  وکتل  چې دهغه  لښکرې   تر فشار  لاندې  راغلې   او په مقابل  کې یی د الخ خان او کما ل الدین لښکرې  په  پوره متانت  سره  فضا  ته یو  نوې  رنګ  ورکړې  او  په پوره  ځواک او جوش  او خروش  سره   جنګیږی .
دکمال الدین او الخ خان د لښکرو  د ځوابې  حملې  په کتلو  سره   ددکن راجه  رایکرن   و کتل  چې دهغه دلښکرو حالت   هره  شیبه خرابیږی  اود عسکرو  مخونه  یی  د غم  د دریمی تورې شپې ،  د جنازه ځاې  څخه  د راستنیدونکو  غمژنو  څیرو … په  شان  ګر زیدلې  دی .
ددکن  د راجه له پاره دا حال  د سختې اندیښنې  وړ  و . هغه په ډیره  بیړه   وروستې  صفونه  مختې  را ټیلوهل   خو اوس دهغه په لښکرو کې  یو ډول   افراتفري   او  ویره   راپیدا شوې وه. د وروستیو  صفونو  خلک  په ډیره  ناخوښۍ  سره  مخکې  صفونو ته راتلل ، دزړه  نه یی  جنګ  نه شوکولې ،ځکه چې هغوې  کتل  چې   مخکې  صفونه کمال الد ین او الخ  خان   په مکمله ته  ګه  تباه او برباد کړی دی .
اوس نوهره ګړۍ اوهره شیبه   د رایکرن  لښکر  د تباهي اوبربادۍ  په لور  روان و . او د لښکرو  شمیره یی  ورو ورو  کمیده ، دخپل  لښکر ددې  غارتګرۍ په کتلو سره  راجه رایکرن   پریکړه  وکړه   چې خپله ماتې و منی  اودخپل پاته لښکر سره یو ځاې   و تښتی .  خو کمال الدین اوالخ خان په ډیره  بهادرۍ سره  د ماتې خوړلې  راجه   لښکر  تعقیب  کړ، اوبیا  بیرته د  جنګ  ډګر ته   را ستانه شول ، راجه  رایکر ن  په خپل  ښار کې  ځان محصور کړ.
الخ خان  او کما ل الدین   تر هر څه لمړۍ  په جنګ  کې دخپلو مړو  شوو   تجهیز اوتکفین وکړ ، دزخمیانودمرهم پتۍ  غم  یی وکړ ،بیا یی د ماتې خوړلې  راجه  راېکرن  په  پړاو  قبضه وکړه ، ددې پړاو  څخه  هغوې  ته زیات شمیر خیمی ، ځناور  او په  خیمو کې دننه  وسلې اومهمات   اودخوراک  سترې  ذخیرې په لاس  راغلې .  د رایکرن   په پړاو  د قبضې نه وروسته  الخ خان او کما ل الدین  خپلو لښکریانو ته دارام  کولو  له پاره  هملته  د پړاوکولو  حکم  وکړ .
۴۰
دبلې خوانه کله چې ملک کافور اوعین الملک  د رام دیو سره  د ټکر کولو له پاره دیو ګړ  لورې  ته ولاړل  نو هلته یی هم وکتل  چې  راجه  رام دیو هم  د راجه راې کری   په څیر   د خپل لښکر سره یو ځاې  ډیر مخته  راغلې و  اوهلته یی  د خیمو یو ستر  ښار  جوړ کړې و خو دوې  خپلو عسکرو  ته  د   خیمو د  نصبولو  امر   ورنه   کړ  . او نه  رامدیو  هغوې ته دداسې کار دکولو  له پاره موقع  او فرصت  ورکړې و . ځکه  هغه وخت  چې  ملک   کافور اوعین الملک هلته  ور  ورسیدل  نو  هغوې سمدستي  د خپل لښکر تر منځ  د  جنګ  ډول وواهه.
د رامدیو د لښکر حالت دا وه  چې دهغوې  تر شا د خیمو  یو ستر ښار  جوړ کړل  شوې و  اوداسې بریښیدله   چې هلته  دوې د څو  ورځو را په دیخوا   اوسیږی   اود ملک کافور او عین الملک   منتظر دی .   بیا کله چې د ملک کافور اوعین الملک   لښکر  د پړاو کولو اراده وکړه  نو  درامیدو د خپلو لښکرو  صفونه  درست کړل  ، ملک کافور اوعین الملک  هم   دخپلو  لښکرو  د صفونو په درست کولو باندې  پیل وکړ.
کله چې  رام دیو وکتل  چې ملک کافور   اوعین الملک   خپل لښکر په دوو برخو باندې ویشه  نو هغه هم  خپل لښکر  په دوو  برخو  وویشه ، هغه دخپل لښکر یوه برخه پخپله   واخسته  او بله یی خپل (خپل زوې  سنګلدیو)   ته  چې  یووینه تویونکې  قومندان  و ، ورکړه . دا همغه  سنګلدیو و چې د  راېکرن   د ښایسته او حسینی  لور  عاشق  و.او  هڅه یی کوله چې په هر صورت  چې  شونې وې  هغه تر لاسه کړي .
 ملک کافور  خپل  ځان د  راجه رامدیو   په  مخکې  و دراوه   ،په داسې حال کې چې  عین الملک  یی د سنګلدیو  تر مخه و دراوه ،  ددکن په سیمه کې  د سنګلدیو  جرئت  ، بهادری  او بیباکې  اوتیغ وهلو  مقابل  څوک  نه و . هغه  به خپل  دښمنان  په څو  لمحوکې  لاندې کول ، عین الملک  هم     په ډیره  خوشحالۍ سره  دهغه  سره مقابله و منله .
بیا جنګ  پیل شو .   د  جنګ  پیل پخپله  ددیوګړ  د راجه رامدیو  ځوې  سنګلدیو  وکړ . هغه  د  سور  اور   د انګار په څیر   مخته راغې  او په ډیره وینه تویونکې  توګه  یی  په عین الملک  باندې   حمله وکړه .
 دخپل زوې  سنګلدیو په څیر  د دیوګړ  راجه  رامدیو   هم  په  تباه کونکی توګه  د ملک  کافور  په لښکر  باندې  ور وغورزید .
عین الملک  او ملک کافور دسنګلدیو او رام دیو د دغه  وینه تویونکو  حملو  څخه  ویرنه  ونه کړه بلکه  په  پوره ځواک سره  یی دهغوې  مقابله وکړه اود هغوې ددې  سترې  حملې  په مقابل کې  تم شول . هغوې په ډیره اسانۍ سره  د پلار اوزوې  دغه  وحشت  دفع کړ  ،خوکله چې د سنګلدیو   د حملې  ټول  ځواک  استعمال  کړل شو او پایلې  یی  دهغه  له پاره  ګټورې  نه وې  ،نوپه همدې  وخت  کې د عین الملک  له اړخه  هم  داسې  غبرګونې ګذار   پرې  را غبرګ  شو  چې  د سنګلدیو  د لښکرو   ساه  اخستل  یی ورته ګران کړل .
د عین الملک  نه وروسته  ملک کافور  هم هغسې  رنګ  و ښود   لکه څنګه  چې  عین  الملک  حمله کړې وه . هغه هم په  راجه  رام دیو  باندې په نڅا  او خوشحالۍ کې ور پریوت .
د دیوګړ  شهزاده  رامدیو اودهغه  زوې  سنګلدیو  ته شاید تر اوسه پورې  ددکن  څخه  درایکرن د ماتې په اړه  خبر نه ور  راسیدلې  ،ځکه  خویی  حوصلې  ډیرې  سترې  وې  اودا هیله یی درلوده  چې که چیرې  راېکرن   کمال الدین او  الخ خان  ته ماته ورکړې  نو بیا  به داوړه پلار او زوې    ملک کافور او عین الملک  ته هم  په ماته  ورکولو  سره بریالی  شي  او ددې  وروسته به  بیا  په دنیا کې هیڅ ځواک  ددکن او  دیوګړ  سیمو ته په بده سترګه  د  کتلو  جرئت  و نه شي کولې . خو داسې بریښیده  چې قدت د  دکن  په میدانوکې  څه  نور ه  پریکړه کړې وه  چې د راجه  رایکرن  ، رامدیو   او سنګلدیو  دمزاج  اوفکر په  خلاف  وه .
رام دیو  او سنګلدیو  د سمندر  د تیزو   چپو  په څیر   په ملک کافوراوعین الملک  باندې  پر لپسې  حملې کولې ، تر څنګ  یی خپلو  لښکریانو ته  په لوړ  اواز   جرئت ورکاوه   او دهغوې  جوش اوحذبه  به یی  زیاتوله .هغوې  به یی  را پارول ،  ددوې په ځواب کې به یی  لښکریانو  هم د تیزو توپانو په څیر دملک  کافور او عین الملک  په لښکرو  باندې  ورتلل  ، خو دهغو ې  دا ټول  ټکر داسې  بریښیده  لکه د سمندر  تیزې  څپې  چې   د اوسپنیزو  غرونو  سره   د ډغر وهلو وروسته  بیرته   ناهیلې  ستنیږې .
دجنګ  ډګر اوس د  قهرمانیت او بهادرۍ  د بحر  صورت   خپل کړې و . پرې شوې  لاسونه، ټوټې  ټوټې  شوې  بدنونه ، د  انسانیت   ټول  تقدس  یی   پایمالول.  د جنګ  څپو  هر شې تر پښو لاندې  کاوه .
راجه رامدیو  اودهغه زوې  سنګلدیو  ناهیلې  شوی و . هغوې خو دا امید کاوه  چې  دجنګ  دپیل سره سم  به  هغوې  ملک کافور او  عین الملک  تر پښو  لاندې کړي  او تر سختې  ماتې وروسته به یی  یا  و نیسي اویا به  یی  تیښتې اوشا تګ ته  اړ کړی . خو څومره  چې  جنګ اوږدیده   نو دهغوې  د  هیلو  غوټۍ  مړژواندې کیدې
رامدیو او سنګلدیو ته دا هیله وه  چې  ملک  کافور او عین الملک ته به د ماتې  دورکولو وروسته  ، هغوې دکمال الدین   او  ملک الخ خان  په  خلاف  د   راېکرن   دلښکرو کومک  ته  ور زغلی. سنګلدیو  د عین الملک  اوملک کافور  د ماتې  له  پاره ډیر    نا ارامه و  ،  ځکه هغوې  غوښتل  چې دهغه ورور  بهیم دیو ژر  تر ژره   دراېکرن  په لور ولاړشې  اودهغه  لور  دیولدی  ترې   له ځانه سره رواړې  . په دې خاطر یی  په  هر صورت  غوښتل  چې  د رایکرن  سره د مدد  له پاره  لاره  پیدا  او  عین الملک اوملک  کافور  سره  و ځپوې .  خو دهغه  هره  غوښتنه د ملک  کافور اوعین الملک  له اړخه  په وینو سره  او دنا هیلیو  سره مخ  شوې وه .
څومره  چې  جنګ  اوږدیده ، نو ملک کافور اوعین  الملک  د خپلو لښکرو په میړانه او ملاتړ     د رام دیو او سنګلدیو  د لښکرو  صفونه سره  څیرې کول ،  د ملک کافور او عین الملک دا قدم  د رامدیو اوسنګلدیو  له پاره  د اندیښنې او نازړه  توب   سبب وګرزید.
بیا نو  کلار  کلار  ملک کافور اوعین الملک  د رامدیو اوسنګلدیو   متحده  لښکر  مخکنې  صفونه  یو په بل پسې  مات کړل ،  اوپه  پوره  جرئتمندۍ  او  بهادرۍ سره یی  د تکبیر  غږونه پورته کول اودهغوې   وروستې  صفونه باندې  یی  یلغار کاوه  او په دې ترتیب  د رامدیو او سنګلدیو  لښکرې د ډیرې  بدې ماتې سره مخ  شوې  اوهغوې  هم د جنګ  دمیدان  څخه  د دیوګړ  په لور  په تیښته و تښتیدل .
ملک کافور او عین الملک  تر  ډیره  ځایه دهغوې  تعقیب  وکړ  اوبیا بیرته راستانه شول او ددښمن  په پړاو  یی  ولکه وکړه  اودهغه  هر شی  یی  په خپله ولکه  کې واخست ، خپل  ځانونه یی نور  هم مستحکم کړل ، ځکه د رامدیو او سنګلدیو   کومې   لښکرې  چې په تیښته  بریالۍ  شوې وې  نود هغوې  شمیره اوس  هم د ملک کافوراو  عین الملک د لښکرو دشمیرې  څخه ډیره وه . په هر حال  ملک  کافور او عین الملک   رامدیو او دهغه ځوې  سنګلدیو  ته ډیره   بده او دذلت  نه په  ډکې  ماتې  ورکولو  باندې بریالی  شوې و.
۴۱
ددکن  راجه ته د ډیرې  بدې ماتې ورکولو  وروسته  کما  الدین   او الخ خان  دواړو   یو ځاې  د  دیولدی  لټون  پیل کړ. خو  هغوې  ناهیلی  شول .  هغوې  ته دا خبر راغلې و  چې ددکن  راجه رایکرن   خپله  لور دیولدی   دسنګلدیو سره د واده کولو  له پاره دهغه   ورور  بهیم دیو  ته  حواله کړې ده . د بهیم دیو سره یو ستر لښکر هم  شتون  درلود .  چې دهغې  په ساتنه کې  بهیم دیو  دیولدی  د راجه رایکرن  د ځایه   د رامګړ   په لور  بوتلله .
ددیولدی د تر لاسه کولو  له پاره  الخ خان او کما الدین   د بهیم  د لښکر په لټه کې  شول  ، خو د بهیم دیو لښکر  هغوې ته په هیڅ  ځاې کې په لاس ور نه غې . په همدې خاطر هغوې ډیر اندیښمن و  ځکه هغوې  په   هر  صورت  چې کیده د سلطان علاؤالدین د حکم  تکمیل یی کاوه  او  دیولدی  یی  تر لاسه کول  غوښتل .  خو تر اوسه  پورې   هغوې  ددې امر   په تکمیل کې  د ناکامۍ  سره مخ شوې  و.
ددې حال  په کتولو سره  کمال الدین  او الخ خان دواړه ډیر زیات  ناهیلی  شوی و .  خو یو نا څاپه  قدرت  ددوې  په دغه ناهیلۍ  باندې رحم  راغې  او  دهغه  څه پسې چې دوې دواړه   ګرځیدل نو هغه نا څاپه  په ګوته  کړل  شو اوهغوې د دیولدی  په تر لاسه کولو کې بریالی  شول.  پیښه داسې مخ ته راغله .
یوه  ورځ  الخ خان  دخپلې خیمی  مخې ته  ځآنته  ناست و ، چې کما لالدین  خپل آس  په چټکۍ  سره هلته  راوړ  او  ودرید.  الخ  خان دهغه په کتلو سره  دخپله   ځایه را پورته شو ، کمال  الدین  دخپله آسه  را ښکته شو   د الخ خان  لور ې ته راغې  د هغه سره یی روغبړ  وکړ او په ډیر ه  مینه یی هغه ته وویل :
الخ خانه ، زما اوستا ددواړو د لښکرو  څه سپاهیان   غواړې     ایلورا  ووینی . ما خو هغوې ته ډیر وویل   لیکن  هغوې  ضد کوي  او وایی چې اوس  چې  مونږ دې سیمی ته  راغلی  یو  نو غواړو د ایلوره  کنډر   اوددې سیمی  شاوخوا  ووینو  ،  په  دې کې  به څه  ستونزه  وی . هغوې دا هم  وایی  چې بیا  معلومه نه ده  چې  هغوې  ته به بیا ددې سیمی د راتللو  له پاه  زمینه برابره  شی او که نه .  نوهغوې ته اجازه ورکړئ   چې ددې سیمی  سیل اوتفریح وکړی .  که څه هم ما دهغوې سره کومه وعده نه ده کړی  ما هغوې ته همدا ویلی دی  چې زه به  په دې لړ کې د الخ خان سره خبره وکړم   اودهغې  وروسته  به تاسې ته  اخری  ځواب  درکړم .
الخ خان  لږ څه  فکر وکړ او بیا  یی وویل :
کمال الدینه وروره ! که  چیرې  عسکر  داسې غوښتنه کوی  نو زما په فکر   چې دهغوې دا غوښتنه باید مسترد نه  کړل  شي .  ایا ته ویلې  شې  چې دداسې  عسکرو شمیره  به څومره کسان وی ، دهغه په دې خبره کمال الدین  وویل  :  تر هغې  چې  زه فکر کوم   دداسې  عسکرو  شمیره به څلور  پنځه زره کسان وي ،  الخ خان ورته وویل :
کما ل الدینه  وروره !  واوره ! زه  به دخپل لښکر سره همدلته په پړاو کې پاته شم ،  ته داسې وکړه  چې هغه عسکر  چې د ایلور  کتل  غواړې   دهغوې سره یو ځاې  هلته ولاړ شه ، خوګوره  وروره  !  چې  ژر  بیرته  را ستون شې، زه به  په ډیره  بیړه  ستاسې د بیرته راتللو  انتظار کوم ،  ځکه کیداې  شی  چې رایکرن  خپل ځواک یو ځل بیا  را ټول کړي  او زمونږ سره د ټکر کولو  هڅه وکړی ،ددې پریکړې وروسته کمال الدین دهغه ځایه ولاړ  اودهغه  سره د  تلونکو  عسکرو  شمیره  نیزدې  پنځه زره  کسان و . دوې  ټولو غوښتل  ایلوار  ووینی . دوې  ټول د کمال الدین تر قومندې  لاندې  ددریاب  په  غاړه  غاړه  روان و .   په همدې وخت کې د هغوې  سترګې په یوه  لښکر و نښتې ، کمال الدین ا و دهغه ملګرو  دا  فکر وکړ  چې کیداې  شی دا لښکر د رایکرن د مات  شوې  لښکر کومه  تښتیدلې  برخه وی اویا به درامدیو دلښکر  هغه برخه وې  چې د عین الملک او ملک  کافور   په  مقابله کې مات شوی وي  نو په دې خاطر دهغوې  دماتولو   له پاره کمال الدین په ډیره بیړه  هغه  لور ې ته ور وخوزید.
خو مخته پروت  لښکر نه د رامدیو دلښکر  برخه  وه او نه د  رایکرن د مات  شوې  لښکر  تښتیدلې کسان و. بلکه هغه د رامدیو  دزوې  بهیم دیو   لښکر و  اودا هماغه  لښکر و  چې د بهیم دیو په مشرۍ  یی د راجه راېکرن  د لور دیولدی  پسې  راغلې  و  او غوښتل یی دیولدی  له ځانه  سره  یوسې اوپه دیوګړ کې یی  سنګلدیو ته  واده کړی .
کله  چې  بهیم دیو  وکتل  چې  د مخامخ  لورې  ورته د مسلمانانو  لښکر  را روان دې  نوډیر زیات  اندیښمند شو  ځکه  هغه په دې پوهیده چې  مسلمانان  په ډیره    ناارامۍ  سره د دیولدی  په لټه کې دی، خوکله  یی  چې  مخته راتلونکې  لښکر وکوت   نو ډاډمن  شو  چې دهغوې  شمیره دده  دلښکر  څخه ډیره کمه ده .  په دې  خاطر  بهیم دیو د  وخت  نه په ګټې اخستلو سره  پریکړه  وکړه  چې لمړۍ  حمله  وکړی ، په همدې  خاطر یی خپلو لښکرو ته د کمال الدین په لښکر  باندې دحملې کولو  حکم وکړ .
د بهیم  دیو د حکم د اورید و   وروسته دهغه لښکر  د نفرت اوکرکې  نه ډک  د ویرې او وحشت  سره یوځاې  داور  د سکروټو  په څیر   د کمال الدین  په لښکر  باندې  یرغل وروست  . خو د بهیم دیو  لښکر په دې  نه  پوهیده  چې ددې  مقابل لورې   دکمال الدین  لښکردې.  چې کاږه  سموي ، او دتر لاندې کونکو د تر  لاندې کولو په مهارت  ښه  پوهیږي ، نو ځکه  کمال الدین هم دډیر  ستر جرئت  نه په ګټې  اخستو سره  د   بهیم دیو دلښکر تر مخه د  عزم  او استقلال  نه په  استفادې سره  تم شو  اوبیا   د  بهیم دیو په  لښکر  د اور  د لمبو په  څیر   په  پوره  هوډ  سره  ور پریوت ،
د بهیم دیو  لښکر  په ډیر دم  خم  سره  د کمال الدین په لښکرو  باندې  یرغل راوړې  و  خو د کمال الدین  خونخوار ې حملې     دهغوې  حالت   ویجاړ  کړې و .
په  سخت  ، وینه تویونکې  او بې رحمانه  جنګ  کې د بهیم دیو  نیمایی  لښکر  له منځه تللې و . نا څاپه یو غشې  چې یو مسلمان  عسکر  ویشتلې و په  هغه   آس  باندې ولګیده چې  دیولدی پرې  سپره  وه ، هغې  خپله مخ   پټ کړې و خو دهغه  اس  په غشي باندې  پوره  سخت  زخمی  شوې و  نو په  دې  اساس   آس  د زخمونو  تاب  را نه وړ او پر  زمکه  را پریوت . د اس  په را پریوتو سره   دیولدی  هم  په  زمکه  را پریوته ، دهغه  له مخه  نقاب  پریوت ، څوکسه مسلمانو  عسکرو  هغه وکتله ، خو څرنګه چې  ددې نه مخته هغوې  دیولدی  نه وه کتلې  نو په دې اساس  یی  هغه و نه پیژندله .
په همدغه وخت کې   مسلمان عسکر د دیولدې  تر  څنګ  را ټول  شوی  و ، خو د دیولدی  یوې  خدمتګارې   په  زوره   زوره  چغې ووهلی ،  ای  حمله کونکو  !  دا  د  راجه  رایکرن لور  دیولدی  ده ،دهمدې خبرې په اوریدو سره  مسلمانو عسکرو  دیولدی  په خپله  ساتنه کې واخسته ، او هغه یی فوراکمال الدین  ته  ورسوله ، دبهیم دیو لښکرو  دلته  سخته  ماتې وخوړه   اوهر یوه یی دخپل  ځان  دخوندیتوب  په خاطر  اخوا د یخوا  ځانونه  پټ کړل .کله چې دیولدی  دکمال الدین حضور ته راوستل شوه  نو کما ل الدین  وکتل  چې  د شهزادګۍ  دیولدی  حسن اوښایست   او دهغه  ښه صورت  د روښانتیا د یوه سیلاب  په څیر  ښکاریدل. دهغې دغړو  ښایست او جمال ، دځوانۍ د طغیان  جوش  او جنون ،  دهغه  درنګ او نګهت   فشار و .
 ددیولدی  د تر لاسه کولو وروسته  کمال الدین  ډیر زیات خوشحاله و ، په دې خاطر  چې هغه پوهیده   چې د دیولدی تر  لاسه کول د سطان علاؤالدین  له پاره  ډیر  زیات  ارزښت  درلود نو په دې اساس  هغه   ایلواره  ته  د تللو پر ځآې بیرته د خپلو لښکریانو  سره    دخپل  پړاو  په لور  را  ستون   شو .
کله چې کما ل الدین  د خپل لښکر سره یو ځاې  دیولدې  د خپله ځانه  سره  خپل  پړاو ته راوستله  نو الخ خان  ته  هم په همدې وخت کې  د دیولدی  د  تر لاسه  کیدو خبر وکړل شوې  ، په دې خاطر هغه  په ډیره   شانداره توګه د کمال الدین   ښه راغلاست وکړ . دالخ خان دخوشحالۍ  هم  انتها  نه وه  ځکه  چې د دیولدی  تر لاسه کیدل   داسې  وو  لکه دسلطان  د خوشحالۍ  تر لاسه  کول . بیا الخ خان دیولدی  خپلې  خیمی ته یوړه ، کمال الدین هم ورسره ملګرې و.  هلته یی دیولدی په ډیر عزت او احترام سره په یوه     ډیر  ښه ځاې کینوله . بیا الخ خان دیولدی ته  وویل :
دیولدی  ! ته زما د لور په ځاې یی . اودا مخته  درته  ولاړ  سالار، چا چې ته  تر دې ځایه راوړې یی  ، کمال الدین نومیږي  اودا  دسلطان علاؤالدین د لښکر و  سپه سالار دې .
زما لورې  واوره !  ستا تر لاسه کول  زمونږ د  ددې  مهم  مقصد  و، مونږ  به  تاته هیڅ  ډول  زیان  و نه رسوو . هغه وخت   چې زمونږ  لښکر  دکن  ته  د جنګ   له پاره راغې  نو ستا مور کنول دیوی  د سلطان علاؤالدین  څخه غوښتې و  چې هغه  ته  هرڅنګه  چې کیدې  شي  دهغه لور ، دهغه  د ځګر  ټوټه  ،دیولدی   حاضره کړی . دیولدی  لورې !  مونږ  ته  دخپلې مور   کنول دیوی  له پاره تر لاسه کړې یی. اومونږ  به ستا د مور  د غوښتنې په اساس تا دهلی ته ولیږو ، ووایه !  ایا ته  په دې اړه کوم  اعتراض  لرې ؟
د الخ خان  په دې خبرو  باندې  دیولدی  ډیره زیاته خوشحاله شوه او ویی ویل :  تا ماته خپله لور وویله ، ددې نه مخته   په  لاره کې د سفر کولو  په وخت کې  سالار کمال الدین  ماته  خپله خور  ویلې ده ، او په لاره کې مې د کمال الدین  سره دخبرو  په وخت کې  دا هم ډاګیزه کړه  چې زما ورور  کمال الدین  د راجه  رتن  سین  د لور شهزادګۍ  کیتهل سره  مینه لری ، زه هیله لرم  چې یوه ورځ نه یوه  ورځ به شهزادګۍ کیتهل  دکما ل الدین سره یو ځاې  شي ، زه  ستاسې د ټولو  ډیره ممنونه  یم  چې تاسې  زما سره دا   وړ   سلوک   وکړ . زه دهلی  ته دخپلې  مور جانې د کتلو  له پاره تللو ته بلکل تیاره یم . خو ددې سره سره زما یوه غوښتنه ده  چې اوس تاسې  زما په پلار  راجه رایکرن  باندې  یرغل مه  کوئ.
الخ خان په  ډیر غور سره  کمال الدین ته وکتل  ، په دې وخت کې کمال الدین  دیولدی ته وویل  :
دیولدی  خورې ! زما  او د الخ خان  مقصد  ستا تر لاسه کول و . ستا پلار  ته مو دهیڅ  ډول  زیان رسولو  اراده  نه درلوده، ستا پلار  راجه رایکرن  ددې تر مخه   زما او  د الخ خان په لاسو  ماتې خوړلې ، بس د هغه  له پاره همدا  سبق  کافی دې . اوس  چې ته  زمونږ لاسو ته  راغلې ،نو په  دې اساس مونږ  له تاسره وعده کوو    چې که پر  مونږ  باندې  لمړۍ  ستا پلار  یرغل  را نه وړی  نو مونږ  به پخپله دهغه په خلاف  حرکت ونه کړو . دکمال الدین د ځواب په اوریدو سره  دیولدی  ډیره زیاته خوشحاله شوه .
تر لږه ځنډه  پورې په خیمه کې  خاموشي وه  ، دهغه  وروسته الخ خان  کمال الدین ته  وویل .  کمال الدینه   زویه !  ستا  دتللو  وروسته  د سلطان  علاو الدین یو قاصد  دلته راغلې و  او یو ډیر مهم پیغام یی  له ځانه سره راوړې و. او هغه  دا چې: سلطان  ته  د خپل لښکر  سره  یو ځاې  دکوم مهم کار  له پاره بیرته دهلی ته ور بللې یی.  کیداې  شې  سلطان  تاته  بل کوم  مهم کار  دروسپارې  ، په داسې حال کې  چې ماته یی حکم کړې   چې  زه د ملک کافور اوعین الملک  کومک ته  هغه  لورې ته  ور  شم . تر څنګ  یی  سلطان  دا حکم   هم کړې دې  چې که چیرې دیولدی  تر لاسه  شوه  نو هغه د کمال  الدین  په  ساتنه کې  دهلی ته را ولیږئ ،
زما زویه !  زه   غواړم  چې ته همدا نن  دیولدی  له ځان  سره  یوځاې دخپلې  برخې د  لښکر په ساتنه کې  د  دهلی  لورې ته کوچ وکړې ،  ، زه به هم    له دې ځایه د ملک  کافور اوعین الملک   په لور  کوچ وکړم  ،  کما ل الدین  دالخ  خان ددې وړاندیز سره   اتفاق  وکړ ، بیا کمال الدین دخپل لښکر سره یو ځآې   دیولدی   له ځانه سره  را پورته کړه  ا و  ددهلی په لور یی کوچ وکړ .  ، الخ خان  دخپلې برخې د لښکر سره  د دیوګړ  په لور ولاړ. اوهغه ځاې ته  یی کوچ وکړ  چیرې چې  ملک کافور او عین الملک   په دیوګړ کې د راجه رام دیو   اوسنګلدیو  ته  دماتې ورکولو  وروسته   پړاو کړې و.
الخ خان دخپل  لښکر سره یو ځاې  دهغوې  دواړو  سره یو ځاې شو  او کله  یی  چې  هغوې  ته  د  دیولدی د تر لاسه کیدو  او بیا  دسلطان علاو الدین په حکم  کمال الدین  دیولدی   ته دخپله ځانه  سره  د وړلو خبر    واوراوه  نوهغوې  دواړه  هم پرې  خوشحاله شو، د الخ خان سره د ملک  کافور  اوعین الملک  ځواک نور هم زیات شو  ، نو په دې خاطر هغوې  خپل  پړاو  ترک کړ او د دیوګړ  په لور یی حرکت وکړ .
هلته  راجه رام دیو او دهغه  زوې  سنګلدیو  ته هم  دا خبر ور رسیدلې و   چې ملک  کافور  ، عین الملک  او الخ خان درې واړه   د دیوګړ  په لور  را روان دی  ، په همدې وخت کې  د رامدیو  بل  زوې   بهیم  دیو هم  هلته ور رسیدلې و. څرنګه  چې د بهیم دیو  څخه مسلمانانو  دیولدی   را شکولې  وه ، نو په دې اساس  سنګلدیو  د یوه  زخمې  مار په څیر  ګرزیدلې و. ځکه ددیولدی د لاسه ورکول  دهغه  په ذهن  او زړه  باندې  ډیر ناوړه  اغیز کړې و. اوهغه   په هر صورت  د یوې ځپونکې  حملې  په واسطه  غوښتل دمسلمانانو څخه خپل غچ  واخلی .
دهمدې  انتقام او دبدلې داخستلو تر فشار  لاندې  راجه رامدیو ، سنګلدیو  او بهیم دیو  چې څومره  ځواک  درلود ، ټول  یی د ښاره بیرون  را وویست  او د  ملک کافور  ، عین الملک اوالخ خان په  ځواکونو باندې ور پریوتل.
ددیوګړ  نه بیرون  راجه رامدیو  خپل لښکر په  درې  برخو وویشه ،  منځنۍ برخه یی  دخپله  ځانه سره پریښوده ، ښی  لورې ته یی  خپل  ځوې  سنګلدیو او  چپ  اړخ  ته یی   بل زوې   بهیم دیو   قومندان و ټاکه . دهغوې تر مخه  د مسلمانانو  لښکر  هم په درې برخو  وویشل  شو .  منځنۍ برخه ملک  کافور  ،  شي   اړخ  الخ خان او چپ  اړخ  عین الملک  ته پاته شو . دا  ځل  بیا هم د حملې  پیلامه  راجه  رامدیو  وکړه او پرته  له ځنډه یی د ملک  کافور  په  لښکر  باندې  راباندې کړل  ، د رامدیو  نه وروسته دهغه  زوې  سنګلدیو  هم دخپله  پلاره  کم نه و  هغه  سمدستې  داور  د بڅرکي په څیر  خپله حمله  پیل کړه ،  دهغه  ورور  بهیم دیو  هم  د ټولو ناوړتیاو سره سره  خپله توپانې  حمله  د تریخ  باد په څیر  پیل کړی وه .
د بله اړخه  د علاؤالدین  لښکر هم  همداسې  عکس العمل  و ښود ، په ځواب کې ملک  کافور  هم  د اور  د بګولو  په  څیر  دخپلو  حملو  پیل  وکړ، الخ خان  د رامدیو د زوې  بهمدیو   په لښکرو  باندې   ور  هئ کړل  په داسې حال کې  چې عین الملک   د سنګلدیو په لښکرو  باندې  داسې ضربی  پیل کړې   چې  رڼا ورځ  یی پرې  توره  تیاره و ګرزوله .
ددیوګړ  نه  بیرون    یو ځل  بیا د علاؤالدین دلښکر او د دیوګړ د راجه  رامدیو  لښکری  سره  ښکر  په ښکر وې ، سخت  وینه تویونکې  جنګ  روان و ، په دې جنګ کې  ملک  کافور  ، الخ خان اوعین الملک ،  رام دیو او دهغه  زامنو   سنګلدیو اوبهیم دیو ته   سخته  ماته  ورکړه  او ټول  بیرته  دیوګړ  ته وتښتیدل او هملته یی ځانونه  محاصره کړل .
رامدیو په دې پوهیده  چې  دا محاصره  به ډیره  پاته  نه  شي  اویوه  ورځ نه یوه ورځ  به   حمله کونکې  دیوګړ  ته   په  را ننوتلو  بریالی کیږی . په دې خاطر یی تر ټولو  لمړۍ دخپلو زامنو هریو  سنګلدیو   او بهیم  دیو سره  مشوره وکړه  ، سنګلدیو  چې ددې تر مخه   د دیولدی  له خاطره  د مسلمانانو څخه  د  وینه  تویونکې  غچ   اخسستلو په  خاطر  په  جنګ  کې ورکیوتې و  نو د دیوګړ  نه  بیرون  د ماتې  خوړلو وروسته   یخ او  منجمد شوې و .
رامدیو  اراده  درلوده  چې دمسلمانانو ترمخ  تسلیم  شی  . او دسولې  غوښتنه وکړی . سنګلدیو اوبهیم دیو  دهغې ددې  وړاندیز  ملاتړ وکړ ، بیا هغه د ښاره  بیرون  را ووت  او خپل ځان یی   ملک  کافور ، عین الملک او الخ  خان ته ور حواله کړ . ملک  کافور  ، عین الملک او الخ خان خپلې  لښکرې   دیوګړ  ته ور  ننویستې ، څو ورځی یی هلته  قیام وکړ ، دهغه ځاې نظم و  نسق  یی  سنبال کړ  اودهغې  وروسته  یی  رامدیو ، سنګلدیو  او بهیم دیو  درې واړه  له ځانه سره  یو ځاې  دهلی  ته  را  روان کړل.
پاته لري ……