د کابل امنيتي مقامات وايي نن د جمعې په ورځ د يوه ځانمرګي بريد له امله پر بريد کوونکي سربېره درې تنه مړه سوي او څلور نور ټپيان دي.
د کابل امنيه قومندان جنرال ايوب سالنګي وايي د پيښي هدف د بهرنيو ځواکونو يو کتار وو، خو بهرنيانو ته د اوښتي مرګ ژوبلي په هکله څه نه دي ويل سوي.
په کابل کي د آزادۍ راډيو همکار چي خپله سيمي ته تللى وو، ويل چي د ناټو ځواکونو يو ويجاړ موټر يې په سيمه کي ليدلى دئ.
دغه پېښه د دارالامان ماڼۍ کنډوالې او د افغانستان پارلمان ته نيژدې ترسره سوې ده.