په پښتونخوا كي په سيلاب ځپلو افغاني کډوالو د كوهاټ ددري كيمپونو مرستي وويشلي:
د خادم الحرمين الشريفين مرستندويه كمپاين په پښتونخوا كي د كوهاټ ددري كيمپونو اوبلن ، شينډنډ ، غلام بانډي په يو لړ افغانانو باندي خوراكي توكي چي د غنمو اوړه ، وريژي، دال ، خوراكي تيل( غوړي) ، بوره ، چاي او خرما څخه عبارت دي وويشلي.
يادي شوي مرستي چي د تقسيم چاري يي د افغانانو لپاره د سعودي مرستندويه كميټي (SRCA ) په غاړه لرلي د افغان كمشنري سره په همغږي د افغاني ګډوالو په 1200 كورنيو چي مجموعي قيمت يي شپږ ديرش لكه روپي وي وويشلي شوي .
د دغه مرستو د ويشلو په وخت كي د افغانانو لپاره د سعودي مرستندوي ټولني SRCA د پيښور ددفتر د علاقات عامه مدير ښاغلي حاجي عبد الله خان هم ګډون لرلو ، نوموړي د خپلي اداري په نمايندګي وويل چي دغه مرستي د هاغه مرستو يوه ګړي ده كومي چي د خادم الحرميين الشريفين په غوښتنه د سعودي مسلمان اولس د خپلو سيلاب ځپلو وروڼو دپاره راستولي دي او زياته يي كړه چي SRCA تر اوسه پوري خيبر پښتونخواه په ايالت كي په مجموعي شكل څه د پاسه پينځه ديرش زره سيلاب ځپلو كورنيو سره د خوراكي توكو مرسته كړي ده، چه د پښتونخوا پر اوسېدونکو سربېره يې پکې ميشت افغان کډوالو ته هم پكي برخه وركړي او په دي لړ كي يي د مهاجرينو په زياتو پنډ غالو مرستي وويشلي او دغه لړۍ لا دوام لري.