کور / تازه خبرونه / اسياد: د ملي سرود پر ځاى درى سندره وږغول شوه

اسياد: د ملي سرود پر ځاى درى سندره وږغول شوه

د اسيايي لوبو (اسياد) شپاړسمې سيالۍ چې همدا څو ساعته وړاندې د چين په ګونګژو کې پيل شوي، د افغانستان د لوبغاړو د تېرېدو پر مهال د افغانستان د ملي سرود پر ځاى درى سندره وږغول شوه.
په دې سياليو کې ۱۲۷ افغان لوبغاړي هم ګډون کوي.
د اسىاد ۲۰۱۰ د پيل په مراسمو کې چې د افغانستان په وخت نژدې پنځه بجې پيل سول، نژدې اوه زره نڅاګرو برخه واخيسته.
دا مراسم د سپورت په تاريخ کې بې ساري و او د لومړي ځل لپاره تر لوبغالي د باندې ترسره شول.
مراسم پر مځکه او سيند دواړو کې ترسره شول.
کله چې د ګدونکوونکو هېوادونو د لوبغاړو د تېرېدو وخت راغى افغانستان لومړى هېواد و، چې د نژدې سل زره کسانو په وړاندې تېر شو.
په کار دا وه چې د افغانستان د لوبغاړو له تېرېدو سره د افغانستان ملي سرود ږغېدلاى واى، خو د ملي سرود پر ځاى د دري د يوې سندرې موسيقي وږغول شوه.
مراسم لا هم روان دي، او د هر هېواد د لوبغاړو له تېرېدو سره د هغوى د هېواد ملي سرود ږغيږي.