دامريکا متحده ايالاتونه دايران داټومې فعاليتونه په اړه دترکې اوبرازيل ګډون ردوي .
دامريکا دبهرنيوچارو وزيره ميرمن هيلري کنلټن ددغه خبرې په کولوسره ټينګار کوي چې دايران داټومې فعاليتونو په اړه خبرې بايد دپنځه جمعې يوې ډلې دهيوادونو پورې تړلې وي .
دا په داسې حال کې ده چې ايران تردې وړاندې اعلان کړى چې هيله لري چې دغه خبرې په ترکې کې وشي .
محمود احمدي نژاد وايي چې يواځې دنړۍ دامنيت په خاطردغه خبرواترو ته غاړه ږدي .