د افغانستان د سولي په هکله د مالډيف د غونډي تنظيموونکى همايون جرير چي ځان د حزب اسلامي استازى بولي وايي دغه دوې ورځنۍ غونډه بې نتيجې پاى ته ورسېده.
همايون جرير طلوع تلوېزون ته ويلي چي غونډه ځکه بې نتيجې پاى ته رسېږي، چي د افغان حکومت استازي ګډون نه وو پکښي کړى.
جرير وايي که موږ سوله غواړو نو بايد په خبرو کي د ټولو اړخونو استازي ګډون ولري.
همايون جرير د مالډيف په غونډه کي د طالب استازو په هکله وويل چي په دې هکله د طالبانو دريځ څرګند دئ، چي هغوى د خارجيانو له وتلو پرته خبرو ته نه حاضرېږي، خو دلته راغلي کسان د هغوى استازي نه، بلکي ورته نيژدې کسان دي.
د همايون جرير له خوا تر دې دمخه هم په مالډيف کي دوې غونډي جوړي سوي وې، چي طالبانو او د حکمتيار اسلامي حزب د خپلو استازو ګډون پکښي رد کړى وو.
د مالډيف په غونډوکي د افغانستان د پارلمان ځينو وکيلانو هم برخه اخيستې ده.