کور / خبرتیا او پيغامونه / د افغانستان د سوله ايز بدلون ټولني اعلاميه

د افغانستان د سوله ايز بدلون ټولني اعلاميه

خپلواکي    ټولنيزعدالت   ولسي نظام


 



د افـغــانـستـان د سـولــه ايـز بـد لــون ټـولـنــه


د ۱۳۸۹ لمريز هجري ه ش کال د لړم دمیاشتې په ۱۳ نېټه چې د ۲۰۱۰ میلادي کال د نومبر د میاشتې له ۴ نېټې سره سمون خوري، په کابل کې د هيواد له مرکز او ولاياتو څخه تقريبا زر تنه جيد علما، قومی سپين ږيري، روڼ آندي، پوهان، ادیبان، فرهنګیان،  ځوانان، میرمنې او ژورنالستان راټول شوي وو.  غونډې ته  ډاکټرفاروق اعظم دافغانستان د بحران دحل لپاره خپله هغه نسخه وړاندې کړه چې له تیرو دوه نیم کالو راهیسې یې په هیواد کې دننه په ډير شمير ولاياتو او له هیواد څخه بهر په اروپا، امریکا، خلیج او پاکستان  کې  له میشتو افغانانو او نورو ذیدخلو عناصرو سره ترسلا مشورو وروسته جوړه کړې ده.  په غونډه کې تر ډاکټرفاروق اعظم وروسته  دغونډې یو شمیر ګډونوالو خبرې وکړې، د ډاکټر فاروق اعظم له هڅو یې مننه او ستاینه وکړه او ورسره یې  د نوموړي  له وړاندې شوې طرحې څخه ملاتړ اعلان کړ.


د ډاکټر فاروق اعظم لخوا وړاندې شوې طرحه، دوو عمده پوښتنو ته ځواب وايي:


لومړی:       مونږ څه غواړو؟ اویا په بل عبارت څرنګه افغانستان غواړو؟


دوهم:         دغو غوښتنو ته څنګه رسیدلای شو؟ او یا په بل عبارت له کومو لارو ځانونه رسول غواړو؟


د ډاکټر فاروق اعظم په نسخه کې لومړۍ پوښتنې ته د ځواب ویلو لپاره، لاندې څلور ټکي په پام کې نیول شویدي: 


1.      په افغانستان کې وضعیت یو ناورین حالت ته رسیدلی دی، او داځکه چې یو زیات شمیر افغانان او غیر افغانان پدې باور دي چې امريکا اوس په افغانستان کې د دوست او انډيوال پرځای د يو اشغالکر قوت په توګه شتون لري. دا حالت څرنګه ژرترژره رفع کيدای شي؟  


2.      که خارجیان له ملکه ووزي، دا امکان شته چې خپل منځي جګړې و نښلي.  په افغانستان کې څه ډول يو حکومت بايد رامنځ ته شي چي د هيواد د وګړو وسيع اکثريت يې خپل وګڼي، پرې مطمئن وي او ملاتړ يې وکړي او کوم کسان او لږکي چي يې خپل نه ګڼي دومره ځانونه محروم احساس نکړي چي ټوپک پسې راواخلي او کورنۍ جګړې پیل شي.


3.      دهیواد په اوسني ناورین کې ګاونډیان هم خپل رول لري.  هغوي هم خپلې ګټې لري او هم حرص. موږ څنکه هغوی مطمئنولای شو چی مشروع ګټي يې په نظر کی نيسو خو حرص ته يې نه پريږدو. موږ خپل ګاونډيان څنګه د اوسنی مضر رقابت پر ځای همکارۍ ته هڅولای او راماتولای شو.


4.      نړیواله ټولنه او په سرکې امریکا په افغانستان کې خپلې ګټې لري. موږ پداسي حال کي چي دهيچا غلامي نه منو، خو د يو معزز ولس په توګه دنړيوال کلی يو کور يو. د يو ازاد هيواد په حيث څنګه نړيوال مطمئنولای شو چی افغانستان دنړيوالې ټولنې يو فعال غړی او د باور وړ بزنس پارټـنر دي.


پورته یادو شویو څلورو  ټکیو ته د رسیدو لپاره سوله ایزې او منطقي لارې چارې لټول شويدي او په لاندې  ډول یې لنډيز وړاندې کیږي:


لومړی: د افغانستان لپاره د سوله ايز بدلون  ټولنه يا حرکت جوړول


په هيواد کې حالات او د وړاندي شوې نسخې تطبيق دا ايجابوي چی په سوله ايزو لارو په هيواد کې د سالم بدلون لپاره يو ټولنيز تحريک او خوځښت روان شي.  که څه هم زموږ هيواد مشران لري خو د ملي زعامت تشه پرځای ده او هر افغان ځوروي. همدا راز، اوس په هيواد کي د قانون حاکميت تر ډيره حده بيکسه او د عدالت تأمين بيوسه دی. ددولت ډير عالي رتبه مامورين قانون نه تطبيقوي او يا د خپل موقف څخه ناوړه ګټه اخلي. پخپله په دولت کې دننه هم مختلفې مافياوې دي چي د عدالت پايې يې کمزورې کړيدي. سربيره پردې، دا مافيايي کړۍ د خپلو شخصي ګټو لپاره په افغانستان کې د بهرنيانو ناروا ګټو ته هم خدمت کوي. که دا فاسدې کړۍ همداسی پريښودل شي، نو افغانستان به نه يوازې ښه ورځ ونه ګوري بلکې د ټولو لپاره به يو مصيبت وي. موږ د افغاني ټولنې د اصلاح په منظور يو ټولنيز، خو سوله ايز خوځښت پرمخ بيايو چی د ولس لخوا داسې ټولنيز فشار توليد شي چی د سالمې دولتدارۍ د رامنځ ته کولو سره مرسته وکړي، څوک پرينږدي چي قانون په لاس کې واخلي، سوء استفاده ځينې وکړي او دا ملت د خپلو شخصي ګټو يرغمل کړي


دوهم: د افغانستان د بحران د سياسی حل لپاره منځګړيتوب کول


خارجيان او داخليان ټول په دې عقيده دي چی جنګ د افغانستان د مشکل حل ندی او بايد دې بحران ته يو سياسي حل پيدا شي. دولت د سولې عالي شورا په همدې منظور جوړه کړيده. که څه هم ډير خلک دې شورا ته خوشبين ندي خو د ددولت لخوا د تفاهم په منظور د يوې معينې ادارې توظيفول خپله يو مثبت ګام دی چی د خبرو ضرورت په ګوته کوي. خو څرنګه چی د سولې عالي شورا ددولت لخوا ټاکل شوې او ددولت ممثله ده نو ښائي په روان کړکيچ کي ديوې بيطرفې ادارې په توګه کردار ادا نکړای شي. په وطن کې اصلاح زموږ د ټولنې له وظائفو څخه ده او موږ ددا ډول سولې د راوستلو اوږده تجربه لرو. زموږ ټولنه د پيژندل شویو صالحو، مؤثرو او بې طرفو افغانانو يو هيئت جوړوي چی د تلپاتې سولې د راوستلو لپاره د دولت او مسلحو مخالفينو ترمنځ وګرځي او مستقيمو،  بې قيده او شرطه خبروته لاره هواره کړي. پدې باره کې به مفصله طرحه او مشخص وړانديزونه په نږدې راتلونکي کې وړاندې شي.


دريم: د قومي شخړو او ټولنيزو ستونزو اصلاح 


زموږ د هيواد ځينې لویې پرګنې، د يو قوم خلک او حتی نژدې خپلوان او تربرونه د خپلمنځي اختلافونو ښکارګرځیدلي او د دښمنۍ په اور کې سوځي. دا اختلافات ددوی ټولنه ځوروي او د يو هوسا او پرمختللي ژوند په لاره کي یې لوی خنډونه دي. دا تباه کوونکی اور نور هغه وخت تند او تيز شي چی پردي زمونږ هیواد ته راشي او پردغو اختلافونود خپلو استعماري اهدافو او ګټو لپاره تيل وپاشي. مونږ به ډیر ژر د هيواد د هغو جيدو علماؤ، سيدانو، منلیو مشائخو او متنفذو قومي مشرانو څخه وفدونه جوړ کړو چي د سيمې نرخونه پيژني او د مرکو او جرګو تجربه لري ترڅود ټولنې د اصلاح لپاره  کلي په کلي و ګرځي او د خلکو سره د هغوی د قومي شخړو او ټولنيزو ستونزو په حل کې مرسته وکړي.  دغه مصلحين به په کليو کې د بندو مدرسو د بيا فعاليدو ستونزو ته هم لار پيدا کوي. د مدرسو او ښوونځيو بنديدل نه يوازې د افغان ولس د اولاد او د هيواد د راتلونکي لپاره يوه نه جبران کيدونکې صدمه ده بلکې د حکومت او مسلح مخالفينو پر مشروعيت هم لویه ضربه واردوي.  دا عمليه اوږده خو ډيره ګټوره ده او يو څوک يې بايد له يوځايه پیل کړی. دا د خير کار موږ کوو.


څلورم:  د جهاد د معلولينو او د شهيداانو د کورنيو او د سياسي بنديانو سره مرسته کول


د دين او وطن ویاړلیو مدافعينو د خپل ځان او اولاد په بيه د معاصر تاريخ شهکاري وکړه چی زموږ او زموږ راتلونکي نسلونه بايد پرې ووياړي،  خو متأسفانه ددغو مجاهدينو د زخمي وجود او پاتې شویو اولادونو چا سمه پوښتنه ونکړه او ځينو خو تجارت ورباندې وکړ. زموږ کونډې او زموږ معلولين هرڅوک چی دي زموږ ملاتړ ته احتياج لري او دا زموږ دنده ده چی د هغوی سره خواخوږي وکړو.


همداراز، بنديان په عام ډول او سياسی بنديان په خاص ډول د ټولنې له ځينو مشروعو امتيازاتو محروم وي. کله چی په يو دولت کې د قانون حاکميت کمزوری او د عدالت تأمين دمشکلاتو سره مخ وي، په سياسی بنديانو کې عقده توليديږي.  دا عقده هغه وخت نوره خطرناکه کيږي چی بندي له بنده راووزي، د يوې حلالې ګولې د پيدا کولو موقع ونلري، د کورنۍ پر کمزورو اوږو بار شي او خصوصا چي په دولت کې د ځينو مضرو عناصرو لخوا ازار هم شي. پدې ډول بنديانو کې د عقدو د تشولو لپاره د انتقام حس تقويه کيږي او په تشدد لاس پورې کوي چی دا د ټولنې لپاره ښې پايلې نلري. اوس په افغانستان کې په زرګونو سياسي بنديان  شته او څرنګه چی جنګ روان دی نو داشمير به نور هم ډيريږي. د هرې ورځې په تيريدوسره  د عقده مندو خلکو فوځ ډيريږي او ټولنه د زياتيدونکي کړاو سره مخ کوي. ددغسې يوې فاجعې د مخنيوي لپاره د بنديانو پرمخ د علم دحصول او د کسب د زده کړي دروازې خلاصول يو ډير ضروري کار دی. زموږ ټولنه به معلولينو، د شهيدانو اولادونو او بنديانو ته په دننه بنديخانه او تر بنديخانې سمدستي وروسته ديني تعليم، ليک او لوست او کسب  ورزده کوي او بيا به د کسب د وسایلو او د کار د پيداکيدو مرسته ورسره کوي. د بنديانو په حال به ذيعلاقه مراجع خبريږي او په بنديخانه کې به بشري حقونو ته د چارواکو پام وراړول کيږي. په دغه باره کي مشخص وړانديز راسره شته چې په نږدې راتلونکي کې به وړاندې شي.


په درناوي


ټيلفون:    0703550080
بریښنالیک:   farouqazam@hotmail.com