هيله او اميد د انساني ژوند تر ټولو ستر محرک دى. پيغمبران چې د بشريت تر ټولو ستر لارښوونکي وو؛ هم هيله ورکوونکي او وېروونکي (بشير او نذير) نومول شوي دي او ځکه د جنت هيله او له دوزخ وېره تر ټولو لوى هڅوونکي فکټورونه دي، چې يو انسان ورته خپل ژوند وقف کړي . د انساني ژوند په باب نهيلي فيلسوفان هم په دې ټينګار کوي، چې بايد بشريت ته ډېرې ښې هيلې او اميدونه ورکړل شي .
د پخواني يونان يوه کيسه ډېره مشهوره ده، وايي چې “پاندوره” يوه شهزادګۍ وه . يو دېو پرې مَېن شو او ويې تښتوله . پاندوره به ټول وخت غمګينه، په ژړا او واوېلا وه او يوه شېبه ارامه نه وه . دېو چې پوه شو، پاندوره له ده سره ګوزاره او ګډ ژوند نکوي؛ نو پرې يې ښوده او يو بکس يې په تحفه کې ورکړ . دېو پر پاندورې باندې دا شرط کېښود، چې بکس به هېڅکله نه خلاصوي . انساني فطرت دى، چې له کوم شي منع شي، هماغه کار کوي . پاندورې بکس خلاص کړ؛ خو څه ګوري؟ ماران، لړمان، غونډلان او نور وحشي حشرات . پاندوره په چيغو شوه او نه پوهېده، چې څنګه ترې وتښتي؛ خو چې ټول ماران او لړمان راووتل؛ نو د بکس په تل کې يو روښانه او ځلېدونکى غمى و، هغه غمى هيله وه .
د افغانستان مظلومو او پتمنو خلکو ته دا دېرش کاله د ښکليو نومونو او عالي شعارونو په بکسونو کې همدغسې ماران او لړمان او آفتونه او زيانونه ورکول کېږي؛ خو متاسفانه هغه څه، چې پکې نشته؛ هغه هيله او اميد دى .
په ۱۹۹۲ز کال ما په پېښور کې د افغان مهاجرينو او کوزو پښتنو مقايسه کوله . افغان مهاجرين به له ټولو ستونځو سره- سره خوښ، خوشحاله او روښانه ښکارېدل؛ خو زموږ کوز وروڼه به وارخطا، په بيړه او الوتو بڼو کې ښکارېدل؛ خو وروسته نهيلي په دې خوا کې هم عامه شوه .
په ۲۰۰۲ز کې بیا خلکو ته اميد او هيله بيا پيدا شوې وه، خپل اولادونه يې په شوق په ښوونځيو کې شاملول او د ژوند، سولې او نېکمرغۍ لپاره اميدواره وو؛ خو ورو- ورو هيلې په نهيليو بدلې شوې او اوس، چې له هر تعليم يافته افغان سره کېنې؛ همدا يوه خبره به ترې اورې : “دا وطن نه جوړېږي، اين وطن جور نمى شود”. دا فکر کیږي، چې ددې نهیلۍ په زیږولو کې کومه ژوره توطیه رول لري . هيله په افرادو، ملتونو او ټولنو کې پر ځان باور زېږوي او نهيلي بې باوري، ویره او ماته .
که څه هم د ABC, BBC او يو بل جرمني چېنل وروستۍ سروې وښوده، چې په افغانانو کې د هيلې کچه لوړه شوې او تر ۷۰٪ خلک هيله لري، چې هېواد يې ښه لوري ته روان دى، له بلې خوا د ايشيا فاونډېشن نوې سروې هم ښايي، چې د افغان ولس د هيله مندۍ کچه لوړه شوې ده؛ خو لومړنۍ سروې د ۲۷ ميليونه افغانانو له منځه يواځې له (۱۵۰۰) کسانو او دويمه د ۶۸۰۰ کسانو د ځوابونو په نتيجه کې تر سره شوې ده. دغه سروې ګانې موږ نه ردوو؛ خو د ټولنې واقعيت ډېر بدل دى او دومره کوچنۍ بېلګې (سمپل سايزونه) د يوه ملت په کچه دومره لويې مسئلې ته ځواب نشي ويلاى .
د ولسمشر کرزي ځینې نژدې ملګري هم وایي چې دوی دې مسلې ته ډېر تشويش لري، او وایي چې ملت ته هيله نه شي زېږولاى او دې مسلې پر حکومت د خلکو د بې باورۍ په زیاتوالي کې ډیره برخه لرلې ده .
په هر حال، موږ د متمدنو انسانانو په توګه مسووليت لرو، چې خپل ملت ته هيله وزېږوو، پر بري یې ډاډمن کړو او د روښانه راتلونکي واقعبینانه طرحې یې مخې ته کیږدو. تر ټولو ډیره دا زموږ د مشرانو دنده ده .
هيله تشه خوشبيني او خوش باوري نه ده . هيله داده، چې يو فرد، يوې ټولنې او يوه ملت ته دا وښيي، چې له ټولو ستونځو سره- سره، چې په مخ کې یې پرتې دي او ټولې ستونځې او چېلنجونه، چې را روان دي، بريالي کېږي او د نېکمرغۍ او هوساينې لپاره یې تکلونه عملي کېږي .
ګاندي د هند مړ ژواندي ملت ته داسې هيله ورکړه، چې د عدم تشدد او ملکي نافرمانۍ په زور يې انګرېزان د هند له نيمې وچې واېستل .
بارک اوباما د امريکا ملت ته د اقتصادي بحران په وخت کې د بدلون او پر هيلې د باور روحيه ورکړه او بېرته يې د اقتصادي ښېرازتيا او دوامداره ثبات پر مفکوره ډاډمن کړل . ده خپل کمپاین د (Audacity of Hope) د کتاب له لیکلو پیل کړ .
عقيده، اميد او هيله د ملت جوړونې، ثبات، پر بري او نېکمرغۍ د باور او فکري سکون لپاره ضرورت دى . پر دولت د خلکو باور زياتوي، فعاليت او تحرک زېږوي او کار او زيار ته ولس هڅوي .
افغانان بايد بري، سولې، پرمختګ، عدالت او ملت جوړونې ته هيله من کړای شي او ددې هيلې زېږول په لومړي سر کې د دولت او تر هغه ورسته د روڼ اندو، لیکوالواو پوهانو دنده ده .
پښتو متل دى : دنيا په اميد خوړل کېږي. اميد باور زېږوي او باور وړتياوې پياوړې کوي .
راځۍ هیله من و اوسو او د پرون او نن په نسبت ډیر د سبا په باب امیدوارونکی فکر وکړو!!!