دکندوز په علی ابادولسوالې کې ددوشنبې په ورځ ۷ تنه وسلوال طالبان دسولی دبهیرسره یوځای شول.
تیره ورځ ناوخته دمهمان شاه په مشرې دوسلوالوطالبانو اووه کسیزه ډله په علی اباد کې دسولې دبهیرسر ه یوځای شوه.
دکندوز امنیه قومندان مل پسوال عبدالرحمن سیدخیلې پرون ناوخته خبریالانوته دخبروپه ترڅ کې وویل”دمهمان شاه ترمشرې لاندی اووه کسیزه ډله چی دعلی اباد په ولسوالې کې دافغان دولت پرضدجنګیدله دیولړخبرواترو وروسته دسولې دبهیر سره یوځای شوه هغه ویی ویل چی یادوکسانوخپلې وسلې هم له ځانه سره راوړی اودولت ته یی تسلیم کړي هغه زیاتوی چی دوی به لدی وورسته خپل عادی ژوندته ادامه ورکوی خودایی ونه ویل چی ایاهغوی ته به دکارزمینه مساعده شې اوکه یا ؟دنوروولایتونوپه څیرکندوز یودهغوولایتونو له ډلې نه دی چې ډیرې خلک په کې بې روزګاره دی یادی ستونزی ته تراوسه افغان دولت دحل لازمه لاره ندی موندلې،ددغه ولایت ډیر ځوانان شکایت کوی چی دکارزمینه ورته نشته دی.
داهم دیادونې وړده چی تراوسه پورې وسلوالوطالبانو افغان دولت سره یوځای شویوکسانوپه اړه څه ندی ویلی خوداپه داسې حال کې ده چی نږدی دوه اونۍ دمخه هم دیادولایت دامنیه قومندانې په خبره لږترلږه ۶۰ تنه وسلوال طالبان دافغان دولت سره یوځای شوی اوخپلې وسلې یی پرځمکه ایښی وی .خوطالبانوداخبره نه منله چی ګڼی ددوی کسان دی دولت سره یوځای شوی وی.
که څه هم دسولې دبهیرسره دوسلوالوطالبانودیوځای کیدورپوټونه وخت ناوخته دیادولایت نه ورکول کیږی خوبیاهم وسلوال طالبان په یادولایت کې کله ناکله افغان اوبهرنې ځواکونه دخپلوبریدونواوتهدیدلاندی راولې تیره جمعه هم دکندوز په چاردره کې دوسلوالوطالبانودسړک دغاړی دچاودنوپه پایله کې دایساف ۳ تنه سرتیرې ټپیان شول.