نن ماښام شاوخوا شپږ نيمي بجي ناپیژاندو وسلوالو د کندهار ښار په زړه شهيدانو چوک کي دوه تنه پوليس په ډزو سره سخت ټپيان کړه .
يوه امنتي سرچينه د نوم نه ښـودلو په شرط وايي چي دوو تنو ناپیژاندو وسلوالو پر پوليسو ډزي وکړي چی په ترڅ کی دوه تن پولیس ټپیان کړه او دپولیسوله لوری په ځوابی ډزو کی يو بریدکونکی هم ټپی سوی .
سرچینه زیاتوی چی ټپی سوی بریدکونکی دنورپولیسو له لوری نیول سویدی.
خو د کندهار امنتي چارواکي له پيښي څخه نا خبري ښی او وایی چی تردی دمه دویته داسی راپور نه دی رسیدلی.
خو دميرويس روغتون یو تن کارکونکی بیا وايي چي د يادي پيښي دوه تنه ټپيان يي چي پوليس دي روغتون ته ور وړل سوی او ددي تر څنګ د ارغنداب ولسوالی د چهارباغ له سيمي څخه هم دوه تنه پوليس چي مړه دي روغتون ته ور وړی دي .
په دی اړه کومی ډلی څه نه دی ویلی .