کور / تازه خبرونه / کندهار : يو شمېر چاودېدونکي توکي نيول سوي

کندهار : يو شمېر چاودېدونکي توکي نيول سوي

د کندهار ولايت امنيتي مسئولين وايي چي د يولړ عملياتو په ترڅ کي يې يو شمېر چاودېدونکي توکي نيولي . د نوموړو مسئولينو په وينا چي ياد چاودېدونکي توکي چي پکښي ٢٠ کړۍ پرسونل ضد ماينونه او ٤ شل کېلويي د چاودېدونکو توکو ډکي ډبې موجودي وې د دې ولايت د ژړۍ ولسوالۍ په پاشمول کلي کي نيولي .
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه د وسله والو طالبانو وياند څه نه دي ويلي .