کور / سپورټي / کندهار : يو شمېر فوټبال کوونکو د والي سره وکتل

کندهار : يو شمېر فوټبال کوونکو د والي سره وکتل

د هيواد له پلازميني کابل څخه راغلي ، د رسنيو له استازو جوړي د فټبال لوبډلي غړو نن ماپښين د کندهار ولايت مقام د غونډو په تالار کي د کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا سره وکتل.
د کندهار په احمد شاهي لوبغالي کي درې ورځي وړاندي د سپورټ امريت د فټبال فدارسيون په نوښت د فټبال لوبي د ودي او پرمختګ لپاره د رسنيو د استازو تر منځ يو فټبال ټورنامينټ په لاره اچول سوى چي پکښي د رسنيو د کوربه فټبال لوبډلي تر څنګ د هيواد له پلازمېني کابل، اروزګان او زابل ولايتونو څخه پکښي د رسنيو له استازو جوړي فټبال لوبډلو برخه اخستې ده.
د هيواد د پلازميني کابل څخه د رسنيو له استازو د جوړي سوي فټبال لوبډلي غړو چي زياته برخه يې ځوانان دي نن له غرمې وروسته د کندهار د سپورټ له امر محمد الله ګلالي سره يو ځاى د کندهار ولايت مقام ته راغلل او دلته يې د غونډو په تالار کي له کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا سره وکتل.
کندهار والي په دې ليدنه کي کابلي لوبغاړو ته د ښه راغلاست ويلو وروسته د هغوى دا هڅه وستايله چي د فټبال لوبي د ودي او د سپورټ لورته د ځوان نسل د ورماتوني په موخه يې کندهار ته سفرکړى .
له پلازميني کابل څخه د رسنيو له استازو څخه د جوړ فټبال ټيم د غړو په استازيتوب حشمت الله د کندهار والي او کندهاريانو له ميلمه پالۍ مننه او د کندهاري لوبغاړو د استعدادونو او سپورټي اخلاقو ستاينه يې وکړه.
هغه زياته کړه چي د کندهاري لوبغاړواو فټبال نندارچيانو نيک سلوک دې ته اړ کړي چي بيا بيا کندهار ته سفر وکړي او دلته ددې سيمي د نندارچيانو مخي ته د هغوى د لوبغاړو پر وړاندي د سيالي ډګر ته راووزي.
په کندهار کي هم د هيواد د نورو ولايتونو په څير يوازي دوه کلونه وړاندي فټبال ترټولو مخ په ودې لوبه وه خو د کرکټ د ملي لوبډلي د پرله پسې برياوو وروسته په دې ولايت کي هم ګڼ شمير ځوانانو د کرکټ لوبي ته مخه کړي .