کور / تازه خبرونه / امريکا د کابل په سفارت ٥٠٠ ميليونه ډالره مصرفوي

امريکا د کابل په سفارت ٥٠٠ ميليونه ډالره مصرفوي

په افغانستان کي د امريکا سفير آيکن بيري وايي، چي په کابل کي د دې هيواد پر سفارت باندي بۀ ٥٠٠ ميليونه ډالره مصرف کړي.
د امريکا حکومت وايي د کابل سفارت يې اوس هم په نړۍ کي تر ټولو لوى سفارت دئ، چي شاوخوا ١١٠٠ کارکوونکي لري او دغه شمېره به د کال تر پايه ١٢٠٠ تنو ته ورسېږي.
د فرانس پريس آژانس وايي د سفارت د پراختيا پروژه چي ٥١١ ميليونه ډالره ازرښت لري، د امريکا د قانون له مخي يې د پروژې د پلي کېدو قراداد کېډل په نوم له يوه ساختماني شرکت سره سوئ دئ.
راپور وايي امريکا د سفارت ترڅنګ به د ٢٠ ميليونه ډالرو په ارزښت د هرات او مزار شريف په ولايتونو کي د امريکا کونسلګرۍ هم ورغول سي.
آيکن بيري ويلي چي په امريکايي سفارت کي اوس هم ٥٠٠ افغانان د بيا رغوني په کارونو بوخت دي، چي د پروژې له پيل سره به دغه شمېر ١٥٠٠ تنو ته ورسېږي.
راپور وايي د پروژې له مخي به ٣٠٢ خوني د دفترونو دپاره، دوه اپارتمانونه چي ٤٣٣ خوني به لري د کارکوونکو د هستوګني دپاره او يو غټ پارکينګ چي پر يوه وخت به ٣٠٠ موټران پکښي درېږي جوړ سي.
راپور وايي د دې پروژې په پلي کېدو سره به افغاني ساختماني کمپنيو ته د ١٥٠ ميليونه ډالرو په ارزښت کاروبار پيدا سي.