کور / تازه خبرونه / نعيمي : له خوست نه به قومي او قبيلوي شخړې وركوم

نعيمي : له خوست نه به قومي او قبيلوي شخړې وركوم

خوست د افغانستان يو له هغو ولايتونو څخه دى چې د غرو-رغو، ځمكو، قبايلي اړيكو پر سر پكې ډېرې شخړې رامينځته كيږي او ولايتي چارواكي يې تل له ننګونو سره مخامخ كړيدي.
خود خوست ولايت والي عبدالجبارنعيمي له ژورناليسټانو سره په يوې ځانګړې ناسته كې ژمنه وكړه چې هرومرو به دغلته قومي او قبيلوي ستونزې له مينځه وړي او جرړې به يې وباسي.
ښاغلي نعيمي وويل : (( چېرته چې مدني قوانين نه وي، هلته قبيلوي قوانين په طبيعي ډول رامينځته كيږي چې زورمندان پكې واكمن وي او ټولې فيصلې د هغوى په ګټه سرته رسيږي او ناچاره خلك تر پښو لاندې كيږي.))
ده وويل، چې د قبيلوي ستونزو د هواري لپاره يې يو برلاسى كمېسيون له چارواكيو، قومي مخورو او ديني عالمانو څخه جوړ كړى چې تر اوسه يې د يو شمېر ټبرونو ترمينځ شخړې هوارې كړي او د د نورو د هواري لپاره تابيا نيسي.
نعيمي وويل چې د خوست قبايلي (( خپلمنځي شخړو د خوست ولس ترمينځ نفاق او جګړې رامينځته كړي چې ډېر خلك پكې وژل شوي هم دي.))
ده زياته كړه : (( همدې تربګلوۍ په خوست كې د پرمختيايي چارې ننګولي او چارواكي له ډول-ډول ستونزو سره مخامخوي.))
د خوست د منګلو يو تن اوسېدونكى صالح محمدمنګل وايي چې خوست ولايت كې قبيلوي شخړې زياتې دي او كه هوارې شي نو خلك به ايله د خپل ژوند بهبود ته وزګار شي.
دى د قومي شخړو د هواري دستاينې ترڅنګ وايي چې پخوا دې ستونزو ته چارواكيو پاملرنه نده كړې او لايې په پړسولو كې يو يا بل لورى حمايه كړي دي.
ښاغلى منګل وايي، ددې ستونزې اصلي لامل په لويه پكتيا، په ځانګړې توګه په خوست كې د كار او دندو نشتوالى او كلك ټولنيز تړون دى، چې په نتيجه كې پر لږه ځمكه يا څو ونو لويه شخړه رامينځته كيږي.
د خوست پوهنتون يو تن استاد ښاغلى شفق شينوارى، د خوست والي دا ګام مؤثر بولي او وايي چې زياتره چارواكيو له دې امله قبيلوي شخړې نه ختمولې چې شخصي ګټو ته يې زيان رسېد.
دى وايي: ((په نظام كې داسې چارواكي شته چې يواځې په نظام ځان او شخصي ګټې ساتي خو د دې والي هلوځلو ته چې ګورو دى نظام ساتي او ښايي ددې لپاره يې دا ګام اخيستى وي.))
د خوست ښار يو بل اوسېدونكى، عبدالرحمن ذهين سعادت دا چاره مهمه بولي خو يادونه كوي كه د شخصي او قبيلوي ستونز و په هواري كې له احتياط نه كار وانخيستل شي نو چارواكيو ته ډېرې ستونزې هم پيدا كېدلاى شي.
دى وايي : (( ځيني قومي مشرانو ته د خپلو قبيلو دشتمنو او زورواكانو لخوا باقاعده ددې شخړو ددوام او ګټنې لپاره مياشتني معاشونه او زياته اندازه پيسې وركول كيږي…دغه مشران به ددغسې شخړو د حل په وړاندې ډېر خنډونه ولاړ كړي.))
سعادت يادونه كوي، كه خوست ولايت كې چارواكي دا شخړې هوارې كړي نو خوستوال به يې نوم د تل لپاره له ياده ونه باسي.