د خوست ولایت په صبریو ولسوالئ کې د موټر بم په چاودنه کې د ملي اردو دوه سرتیري وژل شوي او شپږ نور ټپیان شویدي .
دغه برید نن غرمه د دولسو بجو په شاوخوا کې د صبریو ولسوالئ د یعقوبیو په سیمه کی د ملي اردو په یوه امنیتی پوسته ترسره شوی .
په خوست کې د دوه سوه درې تندر قول اردو د لومړی پلی لوا قوماندان جنرال محمداسرار وایی د موټر بم دغه برید چی د صبریو ولسوالی د یعقوبیو په سیمه کې د ملی اردو په پوسته باندې ترسره شوی چی په ترڅ کې یې دوه دملي اردو سرتیری وژل شوي او لس نور ټپیان شویدی .
اسرار زیاتوی چی د ملی اردو دیادی پوستی ودانی په بشپړه توګه له منځه تللي .
نوموړی وویل چې په ټپیانو کی د شپږو سرتیرو روغتیا حالت نازک او څلور نور یی د ټپی کیدو وروسته بیرته خپلو دندو ته ګرځیدلی .
جنرال اسرار زیاتوي چی د موټر بم د چاودیدو وړاندې وسلوالو طالبانو په همدغه پوسته وسلوال برید هم کړی خو د ځواکونو لخوا په شا تمبول شوی وو.
دی وایی چی د برید وروسته ځواکونو د عملیاتو پرمهال یو تن د لاسی بم سره نیولی او د ځواکونو سره په بند کې دی .
د سیمی اوسیدونکی ولی شاه د غږ دنه خپرول په شرط وویل چی چاودنه ډیره زوروره وه او تر یو کیلو متری پوری د کورنو ښیښی یی هم ماتی کړي .
بلخوا په سیمه کې د وسلوالو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایی چی برید د جمال الدین په نوم د دوط یوه طالب ملګري د هینو موټر په واسطه د افغان او ناټو ځواکونو په ګډ نظامی مرکز ترسره کړی .
مجاهد ادعا کوی چی پدې برید کې یې درویشت افغان او بهرنی سرتیری وژلی او له لسو زیات ټپیان دی . خو ځایي افغان چارواکي دا ادعا نه مني.
دابداسې حال کې ده چې بدې وروستیو به خوست کې دنا امنئ پیښې زیاتې شوي او دا دتیرو ۱۵ ورځو راهیسې دریم دموټربم ځانمرګی برید دی چې دخوست په بیلابیلو سیموکې په افغان او بهرنیو ځواکونو ترسره کیږی.