افغانستان داسې بدمرغه، تقدير او جغرافيه لري، چې هر څوک په نړۍ کې زبرځواک شي، پر دې هېواد يرغل کوي او يا له دې لارې د نورو هېوادونو او سيمو پر لور د تلو هڅه کوي . لکه چې ومو ویل، که په يونان کې سکندر د نړۍ د نيولو تکل کوي او که په مغولستان کې چنګېز، که په منځنۍ آسيا کې تيمور، بابر او شيباني پيدا کېږي او که په ايران کې صفويان او نادر افشار، که مسلمان عربان غواړي جنوبي آسيا ته اسلام ولېږدوي او که نامسلمانه انګرېزان غواړي هند ته “تمدن”؛ خو يو ځل پر دې هېواد يرغل کوي او له موږ سره زور ازمايي .
د شلمې پېړۍ زبرځواک شوروي اتحاد او د يوويشتمې پېړۍ بې رقيبه زبرځواک امريکا هم بايد دلته راشي، چې د کمونېزم او ديموکراسۍ نسخې موږ ته له ګوليو، باروتو او وينو سره يو ځاى راکړي .
دا دېرش کاله هغه موده ده، چې زموږ نسل د جګړو او ورانيو اثرات پخپلو حواسو او بدنونو زغمي . اوس هم افغانان سم نه پوهیږي، چې نړیوال دلته سوله غواړي، که د جګړې دوام؟
1. روسيه: روسیې تر ماتې وروسته په افغانستان کې يو داسې حکومت پرېښود، چې يو وزر يې خلقيان وو، چې په اردو او پوليسو کې وو او بل يې پرچميان، چې په ملکي ادارو او استخباراتو کې واکمن وو. روسان ویریدل چې دغه حکومت به زر د مجاهدینو له خوا نسکور شي، نو ظاهراً یې لويې وسلې؛ لکه سکاډ، لونا او اوراګان ورکړل؛ خو د پردې تر شا يې له نړيوالو لوبغاړو سره دا سازش وکړ، چې روسي وسله بايد د روسيې او د هغې د متحدينو پر ضد ونه کارول شي او د یو افغان له خوا د بل افغان پر ضد استعمال شي . روسانو لومړى د خپل دوست حکومت لومړى وزر وایست او له دولت څخه د تڼي او دده د ملګريو د وېستلو له لارې يې د نظام د ملاتیر (اردو او پوليس) مات، بېواکه او بې اعتباره کړل .
ډاکتر نجيب، چې په ساده خوښۍ به يې تر دغه ظاهري بري وروسته ويل: “نه خلقی يم او نه پرچمی يم، يو غريب بنده د خداى يم” ، د تڼي په ماته يې ځان بې رقيبه فاتح احساساوه، خو خبر نه و چې پرچميانو ته يواځې پاتې شو .
روسانو له پخوا نه د افغانستان سياست له ايډيالوژيکي نه په قومي هغه اړولى و او ټولې قومي ملېشې او دببرک کارمل د پرچم ډله يې د شمال د ځواکونو په بڼه په يو پراخ ایتلاف کې ملګري کړل او نظام او حکومت يې له داخله داسې وپاشه، چې روسي وسله رښتيا هم د روسيې پر ضد نه؛ بلکې د يو افغان له خوا د بل افغان پر خلاف تر هغه استعمالېده، چې امريکايان راغلل .
همدا اوس په روسيه کې د افغانستان په اړه درې نظرونه موجود دي: ۱). روسي نشنلستان وايي، چې د افغانستان مسئله د روسيې لپاره د تېر تاريخ يوه برخه ده او هېڅ دلچسپي بايد پکې وانه خيستل شي . ۲). بله ډله ليکوالان او څېړونکي دي، او روسي حکومت ته سپارښت کوي، چې په افغانستان کې د يو با ثباته حکومت د ټينګېدو له لارې د خپل امنيت له تضمين سره مرسته وکړي . د دوی په نظر دا د روسیې د امنیت لپاره ښه ده چې په افغانستان کې سوله وي او په نتیجه کې بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي او د روسیې پر لور یې پرمختګ ته زمینه جوړه نه شي. ۳). درېيمه نظريه، چې حاکمه او په قدرت کې ده، هغه د روسي حکومت نظریه ده، چې غواړي افغانستان بې ثباته وي، پخپلو جګړو او لانجو اخته وي، او امريکايان او غربيان پکې مصروف وي .دوی فکر کوي چې ددې لارې به د غربيانو اقتصاد او د افغانانو ژوند له منځه لاړ شي او په دې توګه به له غربيانو هغه بدل واخلي، چې دوى ته يې د افغان- روس جګړې پر مهال ور اړولى و او له افغانانو به د خپلو عسکرو د مړينې، د خپل پوځ د ماتې، د خپلې امپراتورۍ د سقوط او د خپل حيثيت د بایلنې بدل واخلي؛ نو لا تر اوسه روسيه په افغانستان کې ثبات نه؛ بلکې د جګړې دوام غواړي . عملا روسیه غواړي امریکا او لویدیځ په افغا نستان کې په جګړو کې نښتي وي، چې د منځنۍ اسیا منابعو ته یې د لاسرسي مخه ډب کړل شي . روسیه د مخدره موادو د زیاتیدونکي سیلاب او جنګیالیو د ورتګ نه هم په ویره کې ده او دا هم د روسیې پر خلاف د غرب او امریکې یو سازش ګڼي .
2. امريکايان او نور غربي هېوادونه بېلابېلې اجنډاوې لري : ځينې هېوادونه هسې د امريکايانو د خوشحالۍ لپاره حشر ته راغلي دي، چې اساسي رول نه لري او ځینې نور یې خپلې جلا اجنډاوې لري. د امريکا په باب دوه نظره دي:۱). دوى د ۹/۱۱ حملې د انتقام لپاره راغلي او چې ددغه بريد عاملين وځپي، دنده يې ختمېږي . ۲). بله نظريه داده، چې د شوروي تر ماتې وروسته، د کلنټن د ولسمشرۍ پر وخت؛ چې امريکا دیوازيني نړيوال زبرځواک په توګه را د بره شوه؛ نو “نويو محافظه کارانو” د “نوې امريکايي پیړۍ پروژه” طرح او دولت او فکري قوتونو ته يې وړانديز وکړ، چې امريکايي مشرتابه د نړۍ د مشرتوب لپاره کافي هم ده او ښه هم . دوى داسې طرحې جوړې کړې، چې :
امریکا دې خپلې هوایي، بحري او فضایي اردوګانې پیاوړې کړي .
نوې او د دقیق هدف ویشتونکې اټومي وسلې دې جوړې کړي .
د دې وس دې پیدا کړي چې په یو وخت کې په څو جبهو کې وجنګېدای شي .
پارلمان دې نظامي بودجه زیاته کړي .
دوی دغه ډول نورې طرحې هم وړاندې کړې وې او غوښتل یې چې یو څوک باید په امریکا برید وکړي، چې دوی ته د متقابل برید زمینه جوړه شي. د ۹/۱۱ په باب ځکه داسې انګېرل کېږي، چې یا خو د امریکا یو خپل سازش دی، چې پخپله یې را منځته کړی دی او یا یې هم کم تر کمه د هغه د پېښېدو مخه نه ده نیولې . د”نوو محافظه کارانو” د ټیم زیاتره غړي بیا د بوش په حکومت کې لوړ چارواکي شول .
ددې نظريې د برياليتوب لپاره د بوش ټيم غوښتل، چې ځان په افغانستان کې پياوړى کړي، چې د نظامي اډو او استخباراتي شبکو له لارې د روسيې پر لور پرمختګ وکړي، د منځنۍ آسيا منابع خپلې کړي، چين کنټرول او وڅاري، د هند او پاکستان د اټومي وسلو څارنه وکړي او د ايران اټومي فعاليت مهار کړي . داسې ګومان کېده، چې امريکا د جګړې دوام ته په بېلابېلو بهانو تر هغې دوام ورکړي، چې خپلو ټولو ستراتېژيکو هدفونو ته ورسېږي .
بارک اوباما، چې ملت ته يې له اقتصادي بحران نه د خلاصون وعدې ورکړي دي، داسې ښکاري چې غواړي، خپلې طرحې محدودې کړي او په افغانستان کې له ديموکراسۍ او نورو ماډرنو شعارونو نه تېر او يواځې په دې اکتفا وکړي، چې القاعده شبکه مختله، دړې وړې او ماته کړي. قدرت ته د طالبانو له انحصاري راګرځېدو مخه ونيسي او بيا له منځ لاريو طالبانو سره د جوړې، او د پاکستان، سعودي عربستان او ترکيې په مشوره يو داسې دوست حکومت پرېږدي، چې نړيواله اجنډا ونه لري او دغو هېوادونو ته په ګټه وي .
کله چې په جګړه کې د امریکا سرسام آوره لګښتونو ته وکتل شي، نو په هر صورت ورته عقل دا وایي، چې په افغانستان کې سوله د امریکا په ګټه ده، او که نه وي نو په هغه موږ نه شو پوهېدای، خو د پورته یادو شوو پلانونو د رښتیاینې په صورت کې هم امریکا ته یو سوله يیز، پیاوړی او باثباته افغانستان ښه ملګری کېدای شي، نه یو کمزوری او لړزاند .
د امريکا ځینې نور ملګري بېلې اجنډاوې پر مخ بيايي، ځينې يې ممکن د امريکا د اقتصاد د کمزوي کولو له لارې ځان له امريکايي تفوق نه خلاصول په دې کې ويني، چې دلته جګړه دوام وکړي .
3. بريتانيا د هلمند په نا امنيو او د مخدره موادو په سرسام آوره زياتېدو کې متهمه ده؛ او ښکاري چې دوى له ځينو محلي مخالفينو سره د وسلو او پيسو مرستې کوي اوحتی داسې اوازې هم شته، چې انګریزان غواړي په افغانستان کې يوه کنټرول شوې جګړه ماري (Controlled Insurgency) دوام وکړي .که دا رښتیا وي، نو دا نه ده معلومه، چې د امريکا په مشوره دا کار کوي که بې مشورې؛ خو دوه مخې لوبه کوي او په نتيجه کې جګړه اوږدېږي .
4. ايران د امريکايي پوځونو تر راتلو وروسته ډېره ګټه وکړه او افغاني ملګروته یې د افغانستان په حکومت کې ښه غوړه برخه ورسېده او د خپلو حريفانو طالبانو په ماته ډېر خوښ شو؛ خو د امريکا د زياتې پرمختيا له وېرې غواړي چې امریکا دلته مصروفه وي، چې له یوې خوا یې کمزورې کړي او له بلې خوا یې د ایران پر لور پرمختګ ودروي . له بلې خوا پخپل څنګ کې د يوه کمزوري ګاونډي د لرلو په خاطر هڅې کوي افغانستان په جګړو او بې امنۍ کې ګېر وي او بې ثباته او کمزورى پاتې شي . دا پاليسي ايران له افغانستان څخه د روسانو له وتلو راپدېخوا په منظم ډول پر مخ بيايي .
زما يوه دوست راته کيسه کوله، چې د جهاد پر مهال د سولې په مذاکراتو کې د يوه جهادي تنظيم په هيئت کې و. د غونډې په تفرېح کې يې د ايران د هغه وخت د بهرنيو چارو له وزير علي اکبر ولايتي نه پوښتلي وو، چې آيا ګاونډيان په اخلاص له موږ سره مرسته کوي، چې دا لانجه حل شي؟ د ولايتي ځواب دا و: افغانان تر ايران او پاکستان دواړو ډېره وسله لري او که دواړه درګېرې غاړې يې سره جوړې ته ورسېږي؛ نو پخپل ګاونډ کې ددغسې وسله وال او روزل شوي ګاونډي شتون زموږ (ايران او پاکستان) ملي امنيت ته ګواښ دى . که زموږ د ملي ګټو مسئله وي، موږ نه غواړو، چې ستاسو مسئله په جوړه حل شي او که پخپله ابتکار کولاى شئ، چې د ځان چاره وکړئ، درته ښه ده .
هغه پوهېده، چې د افغانانو لانجه دومره ژوره ده، چې له نړيوالو او سيمه ييزو پياوړيو تضميناتو پرته په جوړه او روغه نشوه حلېداى او ځکه روس، ايران او پاکستان داسې لوبه رامنځته کړه، چې هر څه وپاشل شول . ايران تر ننه پورې د بې ثباته افغانستان غوښتونکى دى او دا د خپل ملي امنیت او اقتصادي پرمختګ په ګټه ویني .
5. پاکستان د زیاترو شنونکو په اند تر ټولو پياوړى لوبغاړى دى . د روس پر ضد افغان جهاد کې د امريکا- غرب او عربو د ميلياردونو ډالرو مرستې ددې هېواد له خوا چينل کېدې او ځکه يې خپل پوځ او استخبارات ښه پياوړي کړل . کله، چې نړى افغانستان ته شا کړه، پاکستان تر نورو پياوړى راوخوت . د ژبې، مذهب او اوږدې ګډې پولې د مشترکاتو پر اساس يې لاسونه ډېر ژور راوغځول . پاکستان د افغانستان پر وړاندې ژورې ستراتېژيانې پر مخ وړي او که څه هم له افغانانوسره د شريک تجارت او ګډو مرستو پر بنسټ د ډېرو شتو خاوند کېداى شي؛ خو د ستراتېژيک عمق او د مطلقې برلاسۍ هڅې کوي او تحليل يې دادى، چې امريکا او غرب به اخر ستړي شي او افغانستان به بې سرنوشته پرېږدي او تر هغه وروسته به د کورنيو جګړو اور لا زيات شي، چې د ښوونځي، پوهنځي، سړک، کلينيک، برېښنا، اوبو او د تمدن له ټولو نښو څخه خلاص يو کنډواله هېواد په ګاونډ کې ورپاتې شي، چې تر”سلو کلونو” به د علاقۀ غير په شان بې نظمه او وروسته پاتې وي
6. هند له پاکستان سره د کشمیر ستونزه لري ، غواړي چې د افغان په وينه ورسره د حساب تصفيه وکړي . هند غواړي دلته یو پاکستان ضد حکومت وي . که افغانستان له پاکستان سره په مخالفت کې يو بې ثباته يا با ثباته هېواد وي، هند به یې کومه پروا ونه لري؛ خو که افغان حکومتونه د پاکستان سره دوستان وي، تر دغه ډول با ثباته افغانستانه يې؛ بيا يو کمزورى او بې ثباته افغانستان خوښ دى .
7. سعودي عربستان داسې افغانستان غواړي، چې د پاکستان په خوښه او يا لږ تر لږه د پاکستان دوست وي؛ خو د ايران مخالف اوورسره په لانجو کې ګېر وي . عربان هم ممکن وغواړي چې د ايراني شيعه لوړتيا غوښتنې مخنيوى د افغانانو په وينو وکړي . سعودي د مشر مسلمان هېواد په توګه د شوروي پر خلاف د افغان جهاد د لګښتونو نيمایي اقتصادي برخه اوچتوله؛ خو اوس فعال او جدي نه دى او د خپل ګران دوست پاکستان ملي ګټې زموږ تر هغو ډېرې لوړې ګڼي . په هر صورت سعودي کولای شي، افغانستان ته د سولې په راوړو کې یو مهم رول تر سره کړي، او افغانان تل په سعودي دغسې باور کوي .
8. ترکيه : چې کلونه کلونه یې د اسلامي نړۍ مشري کړې ده، د اسلامي هیوادونو په منځ کې امتیازي ځای لري . د شرق او غرب د پولې په توګه یې دواړه ډوله شرقي او غربي ارزښتونه ساتلي او په افغانستان کې هم یو مهم رول لري؛ چې. هم د ایساف نړیوالو ځواکونو په چوکاټ او هم د افغانستان له سیاسي ډلو سره ښې اړیکي لري . له بلې خوا له پاکستان او منځنۍ اسیا له هیوادونو سره ښې اړیکي لري . که څه هم د پان ترکیزم او اسلامي مشرۍ د لویو او اوږدو پلانونو له مخې خپلې ځانګړې ګټې او اجنداوې لري، خو په دې وخت کې د سولې د هلو ځلو په بریالي کیدو کې یو مثبت رول تر سره کولای شي او افغانان ترې دغسې تمه کوي .
9. چين : چې د افغانستان په ګاونډ کې یو ستر اقتصادي قوت دی، له افغانستان سره د لویو اقتصادي پروژو په برخه کې مرسته او ملګرتوب کولای شي او دې ته لیوالتیا هم لري . که څه هم ظاهرا د نظامي مسلو سره دلچسپي نه ښایي خو په سیمه کې د امریکا له حضور او قوت نه تشویش لري . کله چې چین په افغانستان کې په سترو پروژو کې شریکیږي، نو طبیعي ده چې کم تر کمه د دغو پروژو او د هغو د خواوشا سیمو د امنیت سره به هم مرسته کوي .
10. دمخدره توکو مافيا هم یوه ستره او د لوی تشویش خبره ده . د ملګرو ملتونو د مخدره موادو او جرمونو دفتر (UNODC) د تحقیق په اساس په تېرو اتو کلونو کې ۱،۸ مليونو افغاني بزګرانو تر ۲۰۰۷ ام کال پورې د اپينو له کروندې څخه ۶،۳ مليارده ډالر ترلاسه کړي، تخميناً ۱۰۰۰۰-۱۵۰۰۰ سوداګرو او قاچاقچيانو ۱۸ مليارده ډالر لاسته راوړي دي . خو نړيوالو قاچاقچيانو ۴۶۰-۶۰۰ مليارده ډالر تر لاسه کړي دي . نو آیا یو بیوزلی هیواد چې ۳۰ کاله جګړو ځپلی دی، د ۶۰۰ میلیارده ګټونکې مافیا سره مقابله کولای شي، او آیا دغسې زوروره مافیا په دې هیواد کې سوله غواړي؟
په مجموع کې زیاتره نړیوال لوبغاړي په دې هېواد کې له کومې دوامدارې سولې او با ثباته نظام سره په جدي ډول مينه وال نه ښکاري او که کوم يو له افغانانو سره د دوستۍ پلانونه لري هم، ددې لپاره، چې د افغانستان له ستراتېژيکې جغرافيې او جنګيالي ملت نه د خپلو سترو موخو د لاسته راوړلو او د خپلو سيمه ييزو او نړيوالو حريفانو د ځپلو لپاره کار واخلي او ځېنې نور يې لا غواړي په دې هېواد کې يوه کنټرول شوې جګړه ماري دوام وکړي .
خو افغانانو ته څه کول پکار دي؟ افغانستان د بشري کورنۍ یو مهم غړی دی او دخپل سیاسي-جغرافیوي موقعیت د اهمیت له مخی دنړیوالو د توجه یو مهم مرکز دی چې دیو ځمکني پول په شان دمنځنۍ، جنوبي او غربي آسیا او چین ترمنځ لاره جوړوي . د سړې جگړې تر ختم وروسته نور افغانستان له هغې عنعنوي انزوا نه راوتی او یو حایل زون نه دی، چې په تېره پیړۍ کې و.، بلکې د اقتصادي اتصال یوه مهمه کړۍ او د ورېښمو لار ده چې د دې پرا خو سیمو پخپلو منځو او بیا له اروپا او نورې نړۍ سره په وصلو لو کې مهم ځای لري :
د افغانستان له لارې د نل لیکې جوړول به د افغانستان او منځنۍ آسیا گاز جنوبي آسیا ته ولېږ دوي، چې د ټولې سیمې د اقتصادي غوړېدو سره به مرسته وکړي او نړیوالو ته به هم د لویو تجارتونو زمینې جوړې کړي .
له ایران سره د اوبو او نفتو تبادله هغه څه دي، چې د دواړو هیوادونو په گټه ده او دلچسپي هم ورسره لري چې د منځنۍ آسیا هیوادونو ته هم غزېدلی شي .
د افغانستان له لارې د ټرانزیټ پوټنشیل هم ډېر مهم دی : د ازبکستان ۸۰۰ زره ټنه پنبه د اوږدو لارو تر وهلو وروسته بندرونو ته رسېږي او ډېر ټرانسپورټي فیس پرې لگېږي، د دې په مقابل کې پاکستان ډېرې پنبې ته اړتیا لري چې خپلو صنایعو ته وده ورکړي، او ددې دواړو هیوادونو تر منځ دا سوداګري د افغانستان له لارې ممکنه ده .
د افغانستان له لارې د اکمالاتو د ځنځیر جوړول به د افغانستان، پاکستان او ازبکستان درې واړو عایدات ډېر کړي اود نورو ګاونډیانو لگښتونه به هم راکم کړي .
افغانستان د ګاونډیو هیوادونو د سرحدونو د امنیت لپاره هم ډېر مهم دی. سوله يیز افغانستان به گاونډیان له اضافي امنیتي لگښتونو بچ کړي او د هیوادونو تر منځ پولې به د همکارۍ په زونونو بدلې شي .
د افغانستان امنیت خواوشا ټولو هیوادونو او هم پخپله افغانستان ته د اقتصادي ښیرازۍ لارې پرانیزي .
د ایران او ازبکستان سره د افغانستان د ریل گاډي د جوړېدونکې پټلۍ غزول به د سیمې د هیوادونو د انتقالاتو لگښتوته ډېر راکم کړي . افغانستان به له نړۍ سره ونښلوي او په خپلو پښو د ودرېدو جوګه به یې کړي .
د افغانستان ثبات او ښېرازي د روسیې لپاره هم ډېرې ګټې لري، لکه:
– د جنوبي اسیا بازارونو ته له اسانو لارو د رسېدلوپه نتیجه کې د روسیې د اقتصاد لا پرمختګ ،
– د روسیې د پولو او ګاونډ د امنیت د ښه کېدو په نتیجه کې د دوی د امنیت ښه والی
– د مخدره توکو څخه د خلاصون پر لور پرمختګ، او نور.
افغانستان د چین د پانګونې لپاره یو تر ټولو ښه ځای دی او چین کولای شي د کانونو په راایستلو، لویو برښنا کوټونو او د اوبو د بندونو په جوړولو او د اورګاډي د پټلۍ او لویو سرکونو په آبادولو کې د پانګونې له لارې ډیره ګټه تر لاسه کړي .
او په پای کې افغانستان د لویدیځ او امریکا لپاره یو ښه او ډاډمن ملګری جوړېدای شي، ځکه زموږ هیواد ذروي وسلې او خطرناکه نړیواله اجنډا نه لري او د لویو قدرتونو لپاره کوم خطر نه جوړوي .
ددې هیواد سیاسي ارزښت هم د هغه د اقتصادي ارزښت په شان ستر دی او د علامه اقبال په وینا د افغانستان ثبات د آسیا ثبات دی او فساد یې د آسیا فساد دی . با ثباته، سوله يیز او پیاوړی افغانستان چې د خود ارادیت خاوند او د داسې پیاوړي قانوني نظام لرونکی وي چې خپلو خلکو ته سوکالي او نېکمرغي راوړي، سیمې او نړۍ ته سوله. او د متقابل درناوي او یو د بل په کورنیو چارو کې د نه لاس وهنې پر بنسټ د هیڅ ملت او هیڅ هیواد لپاره تهدید نه، بلکې یو مساوي او با حیثیته شریک وي، هم زموږ د گاونډیانو، هم د سیمې او هم د نړۍ په گټه دی . نو ځکه افغانان باید له ټولې بشري کورنۍ او نړیوالې ټولنې څخه وغواړي چې د دغسې افغانستان په جوړولو کې د دوی د عزم درنښت او د پر مختګ، انکشاف او سولې په راوړلو او ټینگښت کې یې مرسته وکړي . په افغانستان کې د پیاوړي مرکزي دولت شتون د مخدره موادو په کنټرول کې هم اساسي رول لري، چې افغانستان، ګاونډیانو، سیمې او نړۍ ته یوه ستره ستونزه ده . په نتیجه کې ویلای شو چې د ټولو اړونده هیوادونو روا ګټې په یوه باثباته، ازاد، خپلواک او واحد افغانستان کې نغښتي دي.، افغانان باید حاضر وي چې د هیواد خپلواکۍ، ملي حاکمیت، خود ارادیت، ځمکنۍ بشپړتیا او روا ګټو ته یې د درناوي په صورت کې د ټولو هیوادونو او ملتونو روا ګټو ته درناوی وکړي .
افغانان باید له دغو ټکیو نه په استفادې سره نړۍ ته قناعت ورکړي، چې د سولې ثبات په راوړو کې ورسره مرسته وکړي. سره له دې چې زیاتره نړیوال د افغانستان په دغه اقتصادي او سیاسي ارزښت پوهېدلي دي، خو له بده مرغه ټول ګورو چې لا هم د افغانانو په کور اور بلېږي او هره ورځ یې ماشومان، ښځې، ځوانان او بوډاګان په بېرحمۍ وژل کېږي او دا وران هیواد لا نور هم ورانېږي . دا بد مرغه جګړه ساده جنګ نه دی او کورني، سیمه يیز او نړیوال بعدونه لري، چې پای ته رسول یې یو عاجل ضرورت، خو ډېر دروند کار دی . افغانان چې ددغه غم دروندوالی او سختوالی تر هر چا شدید احساسوي، په خپل هیواد او ګاونډ کې ډېر ژر د جګړو د دایمي بندېدو پلويان دي او له ټولې بشردوستې نړۍ نه باید وغواړي چې ددې اور په مړه کولو کې یې مرسته وکړي . افغانان باید د نورو ملتونو او هیوادونو لپاره هغه څه وغواړي چې دځانونو لپاره یې غواړي، یعنې: د هیوادونو سوله او ثبات، دولسونو نیکمرغي اوسوکالي او د ملتونو ترمنځ متقابل درناوی اوهمکاري . د همدې ډاډ له لارې دې نړۍ د ځان ملګرې کړي .
که څه هم بشریت لا تر اوسه د معنوي تکامل دې مرحلې ته نه دی رسیدلی، چې جگړې ته په هیڅ حالت کې هم لاس وانه چوي، خو معقول ولسونه او هیوادونه جگړه نوره د مسایلو د حل یواځېنۍ او غوره لاره نه گڼي . سولې، تفاهم، ډایلاگ او پو ها وي ته د غوره، ارجحو، انساني او موثرو لارو په سترګه ګوري . افغانان باید د نړیوالو دغه معقولې او شریفې انګیزې راوپاروي .