د افغانستان کرکټ بورډ د آسيايي لوبو لپاره د افغانستان د کرکټ لوبډله اعلان کړې ده او نومونه یې د دې لوبو چلونکي ارګان ته سپارلي دي. آسيايي لوبې چې آسياد ورته وايي د ۲۰۱۰ ز کال د نومبر له ۱۲مې نيټې څخه د نومبر تر ۲۷مې پورې د چين د ګوانژو په ښار کې ترسره کېږي.
په دې ليست کې ۱۴ اساسي او ۴ احتياطي لوبغاړي شامل دي. افغان کرکټ بورډ د لوبغاړو د غوره کولو کمیټه وايي چې ټول لوبغاړي يې د مندو د کتاب، په لوبو کې د هغوی د ځلیدنې او د کرکټ د معبارونو او اصولو مطابق کړي دي.
په اسیاد کې د کرکټ د لوبې لپاره افغان لوبډله په لاندې ډول ده:
محمد نبي ( کپتان
کريم صادق ( مرستيال کپتان )
نوروز منگل
ميرويس اشرف خروټى
اصغر ستانکزى
محمد شهزاد
سميع الله شينوارى
محمد سميع
حميد حسن
شاپور ځدراڼ
افتاب عالم
گلبدين نايب
شبير نوري
شفيق الله شفق
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه