د افغانستان د سولي د ٦٨ کيسيزي شورا وياند مولانا قيام الدين کشاف په کابل کي خبريالانو ته وويل چي په افغانستان کي د ملګرو ملتونو عمومي نمايندګۍ ډاډ ورکړى چي نه يوازي د سولي د عالي شورا ملاتړ کوي، بلکي مرسته به هم ورسره کوي.
مولانا کشاف وويل د سولي د عالي شورا له اجرائيه کمېټې سره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي سټيفن ډيمسټورا ليدنه کړې او هغوى ته يې ډاډ ورکړى چي د سولي په هلو ځلو کي به مرسته ورسره کوي.
مولانا کشاف د هغو طالب مشرانو له ليدني څخه ناخبري وښوده چي وايي دوې اونۍ دمخه يې په کابل کي له ولسمشر حامد کرزي سره ليدلي دي.