په کابل کي د امريکا سفارت ويلي چي د ننګرهار ولايت په شينوارو ولسوالي کي د نشيي توکو خلاف عمليات د افغان ځواکونو په مشري ترسره سوي وو.
د امريکا سفارت ويلي د دې عملياتو توضيحات په ناټو او امريکا پوري اړه نه لري، بلکي افغان حکومت يې بايد خپله جواب ووايي.
دغه عمليات چي ويل کېږي د امريکايي ناټو او افغان ځواکونو ترڅنګ روسي عسکرو هم برخه پکښي اخيستې وه، د افغان ولسمشر په وينا د افغان حکومت په پټه ترسره سوي وو.
ولسمشر کرزي پرون وويل د افغان حکومت له خبرولو پرته د يوه بهرني هيواد عسکر دا حق نه لري چي په افغانستان کي عمليات ترسره کړي او د روسي عسکرو دغه کار د افغانستان پر ملي حاکميت تېرى دئ.
خو د افغانستان د کورنيو چارو وزارت مرستيال لومړى وويل چي دوى له دې عملياتو خبر وو، خو وروسته يې بيرته دغه خبره رد کړه او ويې ويل چي دوى پر روسانو هم د ناټو د عسکرو خيال کړى وو.
د نشيي توکو پر ضد دغه عميات چي درې ورځي دمخه ترسره سول، د راپورونو له مخي په ترڅ کي يې د ٢٥٠ ميليونه ډالرو په ارزښت نشيي توکي نيول سوي او د نشيي موادو څو فابريکې له منځه وړل سوي دي.