د يمن چارواکي وايي د امريکا متحده ايالاتو ته د الوتکي له لاري د چاودونکو توکو د لېږد په تور يې يوه ښځه نيولې ده.
چارواکي وايي دغه مېرمن د هغو موادو د لېږد په تور نيول سوې ده، چي ټاکل سوې وه په دوو پېټيو کي امريکا ته ولېږدول سي او هلته په چاودنو کي کار ځني واخيستل سي.
د دغو چاودونکو توکو خبر دوې ورځي دمخه د امريکا ولسمشر باراک اوباما رسنيو ته ورکړ او ويې ويل چي امنيتي ادارو يې د ملګرو هيوادونو په مرسته د يوې غټي تروريستي پېښي مخنيوى کړى دئ.
دغه پېټۍ په بيروت او دوبۍ کي د پوليسو له خوا کشف سوي وې.
تر دې پېښي وروسته په اروپا او امريکا کي په هوايي ډګرونو کي تلاښۍ او امنيتي تدابير ډېر سول.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه