ژباړن ابراهیم نعیمی
Jyllands-posten onsdag d.16.10.2010
دپورته ډنمارکی ورځپاڼی څخه وژباړل شو
دبنسټیزوحجراتوورکول
ـ بنسټیزحجرات دناروغیودمعالجی لپاره کیدلای شی دعقل دغاښونوڅخه واخیستل شی کږم چی مخکی دهډوکودمغزوڅخه اخیستل کیده
– یوډنمارکی څیړونکی په ډیرشوق دغه پرمختګ تعقیبوی.ځکه داچاره ډیره اسانه ده، ډیراسانه عملیات ته اړتیالری.
کیدلای شی په راتلونکی کی دخطرناکه ناروغتیاودعلاج لپاره دهډوکودمغزو په ځای دعقل دغاښونه کارواخیستل شی چی ددغوناروغتیاولپاره دبنسټیزوحجراتوپه ډول ګټه ورنه اوچته شی. څیړونکی دنووڅیړنوپربنسټ دهډوکوڅخه دمغزواخیستل چی عملیات ته اړتیالری په بدل کی دعقل دغاښوڅخه کاراخیستل دیادی شوی چاری لپاره یولوی پرمختګ بولی.
دبنسټیزوحجراتوپواسطه دناروغیومعالجه کول ډیره ښه راتلونکی لری، ځکه همدا اوس دعادی اوخطرناکوناروغیودعلاج لپاره ترازموینولاندی دی.
بنسټیزی حجری کولای شی چی زیان من اویاکمبوده برخه دانسان په وجودکی جبران کړی. دوروستنیوڅیړنوپایلی چی دجاپانی څیړونکولخوا دبیالوجیکی کیمیاپه جریده کی خپری شوی دی، په څرګندډول ښیی چی دعقل دغاښونوڅخه ګټه اخیستل دهډوکودمغزوپه بدل کی ډیری ګټی لری.
۲۳۰ ډوله حجری
دهډوکوماغزه کیدلای شی ددی موخی لپاره وکارول شی ولی دیادشوی جاپانی څیړنیز ګروپ مشرپه دی انددی چی دعقل دغاښونودبنسټیزو حجراتوڅخه ګټه اخیستل څو ځله زیاته ګټوره اغیزه لری. ددی خبری معنی داده چی څوک ډیرو لږوحجراتوته دمعالجی لپاره اړتیالری. دمعالجی لپاره دغاښونه یوډول بنسټیزه حجره اخیستل کیږی ولی په پرنسیپ کی په لایتناهی کچه ډیرځله ویشل کیدلای شی. اوبرسیره پردی دغه حجرات کولای شی چی دوجود(۲۳۰) ډوله حجراتوته بدلون ومومی.
ویجاړی شوی حجری جبران کوی
دعقل دیوه غاښ حجراتوڅخه کیدای شی داسی حجرات جوړ شی چی دفلج شوی ناروغانودملادبرخی حجرات جبران کړی، دمغزی ناروغانوحجرات چی دمینځه تللی وی اوهم دهغوناروغانوحجرات جبرانولای شی چی دسترګودوروستی برخی حجرات یی دکاره لویدلی وی. تقریباً په نړی کی(۳۰) میلیونه انسانان ړانده دی ځکه دوی دغه حجرات نلری.
دهډوکودمغزوحجرات په ځانګړی ډول هغه حجرات جوړولای شی چی وجودته یی ورکولای شی یاپه بل عبارت دغه ځانګړی شوی حجرات دی.
کله چی حجری دیوغاښ نه واخیستل شی، یوه لویه ګټه یی داده چی دغاښو جوړولو په کلینیک کی دبکټریاونه پاک اخیستل کیدای شی، نوپه دغه خاطر دااسانه ده چی د عقل غاښ په یخ سوی ډول وساتل شی. ناروغ کولای شی چی داړتیاپه صورت کی په وروسته کی که دحجروپواسطه معالجی ته اړتیاپیداکړی، ګټه تری نه واخلی.
دګټی اخیستولپاره به څوراتلونکوکلونوکی چمتوشی
دکوپنهاګن دمرکزی روغتون مشرډاګټردحجراتوپواسطه دناروغانودعلاج په موخی په دغه دنده بوخت دی. ستونزه داده چی دهډوکوماغزه ددغی موخی لپاره په ډنمارک کی دهډوکونه لاسته راوړل کیږی چی دامقدارډیرلږدی، نوموږهغه ساتو ځکه یو مقداردهډوکوماغزه بایددمعالجی لپاره وکارول شی.
ولی یادی شوی نوی بنسټیزی حجرات په دی ګټوردی چی یوی لوری زیات موادوته اړتیانشته اودبل لوری دعقل غاښونه ددغوحجراتواخیسلولپاره کافی شتون لری. برسیره پردی پیشبینی کیږی چی دغه حجرات څوکاله وروسته هم ګټه تری نه اخیستل کیدای شی.
کله چی دغه حجرات ترمعالجی لاندی ونیول شی، ډیره په زړه پوری پایله لاسته راځی: حجرات په اوموحجراتواوړی چی دبیلګی په توګه کوچنی دوینورګونه ورنه جوړیږی. ولی کله چی دوجودحالت بدلون وومومی، کیدای شی داحجرات بیااومی شی، خبره داده چی تراوسه څوک بشپړکنترول نشی ورباندی درلودلای.
غاښونه دساتنی په موخی یخی کیدای شی
ممکن داارزش ولری چی دعقل غاښونه داطمینان په خاطرتریوی مودی وساتل شی. اوداسی نه چی په معمول ډول هغه لیری شی.
په اوسنی وخت کی څیړنی دهډوکوپرماغزوباندی کیږی اودمعالجی لپاره هم ددغه ماغزوڅخه ګټه اخیستل کیږی.
دغه ماغزه دملاپه برخه کی دهډوکوڅخه دیوی پيچکاری پواسطه په یوه ټاکلی اندازه اخیستل کیږی.
په نوی میتودکی کیدای شی حجرات دیوه یخی شوی غاښ څخه واخیستل شی، کوم چی ډیرکلونه پخواکښل شوی دی. همدااوس دغه غاښونه په ډاډمنه توګه دغاښوپه کتنځی کی کښل کیږی، یوازی دااړتیاشته چی هغه لیری شوی غاښونه کنګل شی.