چاته يې لیکو او پر چا يې اورو؟
د پیاوړي شاعر او لیکوال محترم ښاغلي عبدالباري جهاني صاحب یوه لیکنه مې ولوستله چې عنوان یې دی (موږ به څه کوو)، د مضمون ټول مطلب په یوه وړاندیز کي خلاصه کیږي . دا واقعاً هم یو داسي وړاندیز دي چې ټول وطنپال با احساسه او با درده لیکوالان مخه ور شاعران ادیبان او سیاستوال د خپلو هېوادوالو مشرعه او مسلمو غوښتنو او د ملی یووالي د ټینګښت او د هيوادد نیکمرغۍ او د یوه سوکاله با امنه ژوند، د لیکلو او ویلوته،په یوه متحده کړۍ کي سره راټولوي .
دا ریښتیا ده چې مونږ دومره اوږدې اوږدې پیچپړې په چا لوَلو او په چا يې اورو. په ریښتیا دا دقلم غږ د مسئولینو تر غوږو رسیږي او که یوازې د برېښناپاڼو پلوونکی او خوښوونکی تر غوږو؟ (هغه هم که د انترنیت آسانتیاوې ولري) .او نورې خپرونې لکه جریدې اوونیزې او ورځپاڼې همدا ډول که داسي مطالب او مضامین چې هغه د دغې مفسدې ادارې پر وړاندې د مخ سپېړه وي، خپاره کړي ، هغه زیاتره په بهرنیو هېوادو کي خپریږي چې د ولس لوست ته نه ورسیږي او که چیرته د ننه په هېواد کې هم چا تر سترګو تېرې شوې نو د یو څو محدودو کسانو سترګې به پرې روښانه شي او تعداد یې هم ډير لږ دی چې دا د قناعت وړ نه ښکاري .
ښاغلی جهاني صاحب په خپله لیکنه کی په ټولو وطنپالو لیکوالو شننکو ادیبانو تاریخپوهانو شاعرانو او سیاستوالو د یوه یووالي او ګډې جرګې غږ کوي چې په یوه غږ او په یوه برید او په یوه اقتصادي شتون سره دننه په هېواد کې د خپلو غمځپلو او مظلوم ولس د حق غوښتونکي شو . بې له شکه چې اغېزه به یې، لکه څرنګه چې جهاني صاحب ورته ګوته نیولې ده،په څو ځله زیاته وي ،په خلکو کي به حرکت راولي سترګې به يې پرې روښانه شي او حکومتي مسئولین او چارواکي به ځانونه ګرم وبولي او نیوکې به د تېر په پرتله خورا زیات اغېزمن وي هله به هره لیکنه هر شعر او هره څیړنه د جهاني صاحب په وینا د ناقضینو او مسئولینو پر مخ د توپ ګذار وي .
زه هم ددې سوچ کوم او دا وایم چې په لیکنو که به هله تأثیر وی او یا ډیر به اغیزمن وي کله چې د ټول هېواد حتی ډیرو لرو پرتو سیمو کي د خپل قلم غږ ورسولائ شو . زه په لیکوالانو کي په فضل د سبحان څومره پوهنمل پوهنوال پوهاند او ډاکتر او …. ګورم خو له بده مرغه لیکنې یې د یو څو محدودو وطنوالو دسترګو لاندې لوستل کیږي او فکر نه کوم چې د مقاماتو تر غوږه دا نیوکې چې د ولس د دردنو او پرهارونو غږ دی، ورورسیږي . او یا پدې وسیله به وکړائ شو چې د مغرضینو د شومو پلانونو او کرغېړنو کړو څخه د ولس ذهن روښانه کړو او له جریانو او د دوئ د پټو دسیسو څخه يې با خبره کړو.
خو که د ښاغلي جهاني صاحب په وینا یا وړاندیز دا یوه متحده جبهه وي او دا ټول دقلم زیار دننه په هېواد کي د مختلفو مطبوعاتي امکاناتو په صورت کي سرته ورسیږی او لوستونکي یې تر لک هاؤ هم زیات وي او تقریباً ټول هېواد دربر ونیسي ، دا به خامخا که څوک یې وغواړي او که څوک يې و نه غواوړي، څه يې څوک ومني او څه یې هم څوک ونه مني ، خو په کامل یقین سره به یې اغېزه په ټولنه کي په تېره بیا په روښانفکرانو ځوانانو کي تر ټولو ډیر زیات وی . د ولس د یووالی وسیله به وګرځي روڼ انده با احساسه وطنپال ځلمیان به په یوه کړۍ کي سره راټول او متحد کړي دلته نو بې له شکه چې د افغان دښمنه خلکو او د حکومتي ناقضینو پر مخ به بیا که خداي ج کول هغه درنې سپېړې وي چې د لیکوالو هره کلمه به ورته یو بَم وي چې ددوئ په منځ کي به چاودیږي او ددوئ شوم او کرغیړن پلانونه به افشا او له ناکامی سره مخامخ کيږي .
په هېواد کي د ننه نه یوازې چې مطلقه یوه مفسده او رشوتخوره اداره حاکمیت لری بلکه د وطن د حیثیت ،د هېواد ملي هویت ،ملی ژبه او د هېوادپولي هم ورته کوم ارزښت نلري . د جهاني صاحب په قول نن د هېواد د تجزیې خبرې روانې دي . تاسو ټولو ته به څرګنده وي چې په ښکاره نارې وهل چې افغان نه منم او افغانستان نه غواړم د دیورند لیکه په رسمیاتو پیژنم، او دا به هم درته ښکاره وي چې څوک يې د خپل د وزر تر سیورې لاندې پټ نیسي چې د لمر شغلې ورته کوم جاني او حیاتي ضرر ونه رسوي او څوک يې په کلکه ملاتړ کوي نو د ښاغلي جهاني صاحب تشویش په اصل کي له بده مرغه ننۍ یو عیني واقعیت دی چې ددغه واقعیت په وړاندې مونږه او تاسو ټول مسئولیت لرو او نباید لاس تر ځنې کښینو البته هلې ځلې او لیکنې او نیوکې کوو، خو لکه څرنګه چې جهاني صاحب یې د ښه اغېز لپاره وړاندیز کوي د انترنیت په پاڼو کې مو لیکنې دومره اغیزمنې ندي لکه دننه په هېواد کي ، خو په هر حال!
نو غواړم له دومره دانشمندانو پوهانو او پیاوړو لیکوالو دا وپوښتم چې تر کومه به یوازې په همدې بسنه کوؤ او تر کومه به پدغه ډول سره جلا جلا او یَو يَو وؤ .
نن په تخار کي او په نورو شمالي ولایتو کي له پښتنو سره چې کوم چلند کيږي د افغانستان په تاریخ کي ساری نلري . دا چې د کورنۍ جګړې پر مهال څه په پښتنو تېر شول هغه خو به د جګړو لاسته راوړنه وبولو اما اوس خو د دیموکراسۍ او بشري حقوقو چغې دوئ تر آسمانه وهي . اوس خو پولیس شته او څارنوالی موجوده ده محکمې فعاله دي مطبوعات لرو او تلویزوني شخصي چینلونه شته نو څنګه ددې ټولو سره سره بیا هم د داسو کرغېړنو او ناراوؤ او د اساسي قانون په خلاف حکومتي لوړپوړي چارواکي پرته د هيڅ ډول هېرې او شرم او پرته د هیڅ ډول احساس د مسئولیته خپلې شومې کړنې په بریا او په ډاګه سرته رسوي او یا يې پر مخ بیايي .
نو لدې امله دا لیکنې چې د مظلموم ولس غږ به وي د ننه په هېواد کي يې خپرول ډیر حتمي او د واجباتو له جملې څخه دي او نباید انتظار ته نورسفر اوږد کړو.
دا هم راته ديره عجبه ښکاره شوه چې ولې لا تر اوسه محترمو وطنپالو لیکوالانو پدې هکله هیڅ هم ندي ویلي، چا دا لیکنه لوستې نده او که خداي ج مکړه ښاغلی جهاني صاحب تېروتنه کړېده؟
اما غواړم دمحترم ښاغلي محمد آصف خواتي صاحب لیکنه (دښاغلي جهاني وړاندیزدوخت غوښتنه) دیادونې وړ وبولم چې په ریښتیا د ستاینې وړ ده او ډیره په زړه پورې ده او ډیر معقول وړاندیزونه یې کړي دي . او یو بل خورا باارزښته ټکي ته يې ګوته نیولې ده چې د یووالي ټول خنډونه به د هغه په پلي کولو که خداي ج کول لیري شي چې مونږ په پخوانیو ،هغه دغو،پسې ګرځو چې د همدې لاامل په اساس مو خپله ځانونه خپلو پښو ته وهلي دي .
اما نور که چا څه ویلي او لیکلي وي ممکن یو څو محدود کسان وي، یا هم امکان لري زما تر سترګو نه وي تیر شوي .
واقعاً اوبه به له ورخه اووښتي وي بیا به ډیر ناوخته وي، که څه هم زما په اند اوس هم ناوخته دی . نو د همدې منطق پر بنسټ ستاسو د ټولو با احساسو او با دردو لیکوالو او پوهانو د غبرګون او یو موټي کولو په هیله!
په درناوې