د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ وزيرانو په کابل کي د دواړو هيوادونو ترمنځ د سوداګرۍ تړون لاسليک کړ.
د ټرانيزټ دغه تړون نن د افغانستان د سوداګرۍ وزير ډاکټر انورالحق احدي او د پاکستان د سوداګرۍ د وزير مخدوم فهيم امين له خوا په داسي حال کي په کابل کي لاسليک سو، چي افغانستان او پاکستان ته د امريکا ځانګړى استازى ريچارډ هولبروک، د امريکا سفير آيکن بيري او د هند او اېټاليا سفيران هم حاضر ول.
د افغانستان د سوداګرۍ وزير ډاکټر احدي خبريالانو ته وويل چي نوى تړون به په پاکستان کي د افغاني سوداګرو هغه ستونزي هواري کړي چي له تيرو څو کلونو راهيسي موجودي دي.
د نوي تړون له مخي به افغاني لارۍ پاکستان ته ننوزي د هندوستان او چين تر سرحدونو پوري به افغاني صادرات رسوي او همدا راز به پاکستانۍ لارۍ د افغانستان له خوا د جنوبي آسيا هيوادونو تر سرحدونو پوري پاکستاني صادرات رسوي.
د دې تړون له مخي هندوستان نسي کولاى چي افغانستان د پاکستان له خوا خپل مالونه انتقال کړي.
د پاکستان د سوداګرۍ وزير مخدوم فهيم امين د خبري کنفرانس پر مهال دغه تړون مهم وباله او ژمنه يې وکړه، چي پاکستان به يې ژر تر ژره عملي کړي.
د افغانستان حکومت وايي دا په تيرو شپېتو کلونو کي لومړى ځل دئ، چي له پاکستان سره د ټرانزيټ په برخه کي دغسي تړون لاسليکېږي.