کور / سپورټي / کابل: تر ۱۹ کالو کم عمره کرکټ لوبډلې ته ازموینه پېل شوه

کابل: تر ۱۹ کالو کم عمره کرکټ لوبډلې ته ازموینه پېل شوه

د کرکټ بورډ اجرایوي مشر د ازموینې ورکوونکو ته د غوراوۍ قوانین شرحه کوي
د افغانستان کرکټ بورډ نن د کابل کرکټ په ملي سټډیم کې د ۱۹ کلنو کرکټ لوبډلې ازمینه پېل کړه، د دې لوبډلې غوراوۍ ته ۵۰۰ افغان تنکیو ځوانانو د هیواد د ګوډ ګوډ او د پاکستان څخه راغلي دي.
د چا حق به نه خوړل کیږي او نه به بل چاته ورکول کیږي ( ډاکټر حامد)
نن د دې غوراوۍ په پرانست غونډه کې د کرکټ بورډ اجرایوي مشر ډاکټ حامد شینواري خپل وینا داسې پېل کړه (( کرکټ بورډ د هیڅ چا واسطه نه مني، هر چاته به خپل حق ورسیږي، هیڅ چا حق به نه خوړل کیږي او نه به د چا حق بل چاته ورکول کیږي. هر څوک چې استعداد ولري، د کرکټ د ۱۹ کلنو څخه کم عمره لوبډلې د لوبغاړو په معیارونو برابر وي هغه لوبغاړی به افغان ۱۹ کلنو څخه کم عمره کرکټ ملي لوبډلې ته لاره پیدا کوي))
مشر سر ټاکونکی حاجي احمدشاه توپ اچونکي او توپ وهنوکي ته د کرکټ د سوداګر په څېر ولاړ دی
افغان کرکټ بورډ د تذکرې له مخې د ۱۹ کلنو لوبډلې نوم لیکنه وکړه د هر چا عمر چې د تذکري له مخې د ۱۹ کلنو څخه کم هغه لوبغاړي یې یې د دې ازموینې لپاره راجسټر کړي دي.
ټول ۵۰۰ لوبغاړي په خپل ګروپونو د کرکټ بورډ د غوراوۍ کمیټې ویشلي، توپ اچونکي، توپوهنوکي او هغه لوبغاړي چې هم توپ اچوي او توپوهنه کوي
د افغانستان د ګوډ ګوډ څخه څه چې د پاکستان څخه هم ډیری افغان لوبغاړي راغلي و
د کرکټ بورډ د غوراوۍ کمیټې نن د درې ورځې نوم لیکنې څخه وروسته په ازموینه پېل وکړ، د ۵۰۰ لوبغاړو څخه افغان کرکټ بورډ ۱۰۰ لوبغاړي غوره کوي، بیا به په دویم پړاو کې د دې ۱۰۰ لوبغاو څخه پنځه ۱۴ کسیزه لوبډلې جوړوي، لومړۍ لوبډله به د کرکټ د ۱۹ کلنو څخه کم عمره ملي لوبډله وي، دویمه لوبډله به د د افغان کرکټ ملي اکاډمۍ لوبډه وي.
همدارنګه کوم لوبغاړي چې د پنځو لوبډلو څخه پاتې شي هغوي به د ۱۹ کلنو څخه کم عمره زونونو لوبډلوته ورکول کیږي.
د دې پنځو لوبډلو لپاره افغان کرکټ بورډ سمدستي په رارونه اونۍ کې سیالۍ جوړوي اوهرهغه لوبغاړي چې په لوبه کې ښه لاسته راوړنه ولرله او ښه وځلیده هغه به افغان ۱۹ کلنې ملي کرکټ لوبډلې ته لاره پیدا کوي.
د کابل د کرکټ د ملي سټډیم مدیر سید رحمن نوم لیکنه کوي
د افغانستان کرکټ بورډ په هیواد کې کرکټ په ۵ زونونو ویشلی چې په لاندې ډول دی:

۱: بست زون ( کندهار، هرات، غور، هلمند، فراه، نیمروز، زابل، روزګان).
۲: بند امیر زون ( کابل، کاپیسا، پروان، وردګ، پنجشیر، بامیان).
۳: امو زون ( کندوز، تخار، جوزجان، بدخشان، بلخ، بغلان).
۴: مس عینک ( خوست، لوګر، پکتیا، پکتیکا، غزني).
۵: سپین غر ( ننګرهار، لغمان، کنړ، نورستان).