کله چی د ټاکنو لومړنی پایلی اعلان شوی د نورو قومونو په پرتله په هغه سیمو کی چی ګډ قومونه اوسیږی د پښتنو رایی کمی او همدا سبب شو چی نور قومونه په تیره بیا هزارو وروڼو ډیر رایی تر لاسه کړی او د راتلونکی ولسی جرګی ډیر چوکی یی ځانته کړی .
نن ورځ دا هغه موضوع ده چی ټول خلک یی حیران کړی دی خو د هغه چا دي د مور شیدې سي چی قومی یو والی لری او په خپلو کی یو لاس دی .
ولسمشر هم نن د ټاکنو په خپلواک کمیسیون غږ وکړ چی قومی انډول دی په پام کی ونیسی ترڅو د هغو قومونو استازی ولسی جرګی ته لاره پیدا کړی چی په سیمه کیی امنیت نشته او په ټاکنو کی یی برخه نه ده اخیستی .
ایا دا هم د حل لاره ده ؟
ولسمشر صیب ! تا به د دفاع ، کورنیو چارو ، ملی امنیت او ناټو ځواکونو نه په کلکه غوښتی ول چی د هغی سیمی امنیت په کلکه ونیسی چی په راتلونکی کی به د قومی انډول سوتزه ولری .
تا کولای شو چی د نورو سیمو نه دی امنیتی ځواکونه د دری څلورو ورځو به موخه هغه ولایاتو ته استولی ول چی دا ستونزه په کی وه .
اوس اوبه له ورخه تیری دی او په تیرو اوبو پسی د یم ټنګول هسی بی ګټی دی خو تاته دی الله توفیق درکړی چی په نور ادارو کی قومی انډول ته پام وکړی خیر که راتلونکی ولسی جرګه به ستا او ستا ملګرو ته غټ خنډ وی .
رابه شو اصلی موضوع ته چی ولی د قومونو د انډول خبره را اوچته شوه او له کوی ځای یی سرچینه اخیستی ده .
غزنی ولایت یو له هغو ولایاتو له جملی څخه شمیرل کیزی چی د هیواد ګډو قومونه په کی میشت دی خو ډیره سلنه برخه یی چی ۱۱ ولسوالی تشکیلوی او پښتانه وروڼه پکی اوسیږی په راتلونکی ولسی جرګه که به استازی ونه لری .
فکر نه کیزی چی یواځی به خلکو د بی امنی له امله خپلی رایی نه ی کارولی بلکه په تیری ولسی جرګی او دولت باندی د خلکو اعتماد کم شوی چی همدا لامل شو تر څو هزاره ورڼه په خپلو سیموکی پراخه ټاکنی وکړی او ډیر چوکی تر لاسه کړی چی په دی هیڅوک ګرم نه بلل کیږی .