ټول حقایق له درو پړاونو څخه تېرېږي
لومړی : ملنډې ورباندې وهل کېږي
دوهم : په کلکه ورسره مخالفت کېږي
دریم : د یوه څرگند حقیقت په توگه منل کېږي
ارتهور شوپنهاور
آیا د هغه څه د پېښېدا شونیوالی به د چا په انگیرنه کې راتاو شي چې هېڅ څوک به ېې د پېښېدلو گومان هم و نه کړي؟ آیا کېدای شي د سپتامبر د یولسمې پېښه د false flag د عملیاتو په ډول رامنځته شوې وي؟ ډیري وختونه د څارگرو چارو د تیارې نړۍ ژوره شننه هم گټوره خېږي .
ویکیپيډیا د false flag عملیات داسې تعریف کړي دي : دا هغه پټ عملیات دي چې د ولس د دوکې لپاره په داسې بڼه ښودل کېـږي چې گڼې د یوې پردۍ هستۍ له پلوه دې تر سره شوي وي. دغه اصطلاح د flying false colors له پوځي مفکورې څخه اخیستل شوې ، په دې مانا چې : د خپل هیواد د بیرغ د رپولو پر ځای دې د بل هیواد بیرغ و رپول شي.
په دې وروستېو کې ساینسي ژورنالونو ، مستـندو ټلویزیوني فـلمونو او نورو خپرونو د سپتامبر د یولسمې د پـېـښې په اړه یو لړ پلټونکې خپرونې خپرې کړي دي ؛ دغه پلټنې د پـېـښې په اړه د ټاکل شوي دولتي کمیسیون د گزارش پرنارښتونلۍ باندې رڼا اچوي ، خو پلـټـنو د ځواب پر ځای نورې بې شمیره ستونزمنې پوښتنې را پورته کړې دي ؛ د دغه کمیسیون گزارش د امریکا د دولت هغه ارزونه وړاندې کوي چې د ۲۰۰۱ ز کال د سپتامبر پر یولسمې باندې پر نړیوال سوداگریز مرکز باندې د ویروونکو بریدنو د لاملونو په اړه شننه کوي. وگورﺉ : ( Tru TV, October 22, 2010, and 9/11 Unveiled, Enver Masud, The Wisdom Fund, 2008, Arlington, VA).
د عدلي – جنايي طب د ساینسپوهانو غونډه : په دې غونډه کې د ودانیزو بنسټونو او معماریو د انجنیرانو د ټولنې غړي ، د سپتامبر د یولسمې د رښتونونلۍ د معمارانو او انجنیرانو د ټولنې غړي ، د پوهنتونونو بې شمېره پوهاندان ، د عدلي طب ساینسپوهان چې د کیمیاوي او معمارۍ د چارو د شننې په برخه کې کارپوهنه لري او د سوداگریزو الوتکو یو شمیر پیلوټان را ټول شوي ول ؛ د دغو کارپوهانو د هر اړخیزو شننو او پلټنو ، د پیښې په سیمه کې د را ټولو شویو فزیکي شهودو او د سپتامبر د یولسمې د کمیسیون د گزارش تر منځ ، ژور اړوپيچ یا تناقض او د کمیسیون له قلمه غورځول شوې خبرې و پلټل شوې : همدا شان په پلټنه کې د عیني شاهدانو مرکې او ویناوې او د پـېـښې له سیمې څخه د را ټولو شویو توکو کیمیاوي لابراتواري تجزېې او تحلیل ځای درلود.
د عیني شاهدانو مرکې مني چې پر ودانیو باندې د الوتکو د برید له پـېـښېـدا مخکې په ودانۍ کې دننه یو شمېر چاودنې تر سره شوي چې د الوتکو له پـېـښې مخکې ېې د چاودنو غږونه اوریدلي دي.
کیمیاوي شننو د پلټنو په لړ کې د [ ترمایټ thermite] په نامه مرکبه کیمیاوي توکي وموندل ، دا هغه په لوړه کچه اور زیږوونکي توکي دي چې د خپل چاودېدونکي ماهیت له مخې ورته په پوځي چارو کې ډیر اهمیت ورکول کېـږي او آثار ېې د ودانیو له نړولو وروسته پاتې کېږي.
د پـېـښې د پلـټـنو په لړ کې څرگنده شوې چې په ودانیو کې دننه کارول شوې پرېړې پولادي ستنې ویلې شوې دي ، مگر ټولو ته څرگنده ده چې د جټ الوتکو تیل ، د سون دومره پیاوړی سوځېدونکی ځواک نه لري ، چې په ودانې کې سترې درول شوې پریړې پودلاي ستنې دې ویلي کړای شي.
د هوايي کرښو د مسافرانو د نوملړ د نومونو له مخې د الوتکو د تښتونې په تور ډېري تورن کسان بیرته خپله اړوندو هیوادونو ته ژوندي رسیدلي دي خو د خپلو هېوادونو له سیاسي رژیمونو څخه مرور کسان دي.
WTC7 (د نړیوال سوداگریز مرکز اوومه ودانۍ) ځای پر ځای کښیناستله ، د ودانیو د خوندي نړونې کارپوهان دغه ډول نړېدنه د آزادې لویدنې [د ځمکې د جاذبې د اغیزې له امله د آزده سقوط] په نامه یادوي چې د (۷ ثانیو) په چټکتوپ تر سره شوې ده ؛ پوښتنه دا ده چې پر دغې ودانې باندې هېڅ الوتکه نه ده مُښتـلې؛ د سپتامبر د یولسمې د پـېـښې د څیړلو د کمیسیون په گزارش کې د دغې ودانې نړیدنه نه ده یاده شوې. نړیوال سوداگریز مرکز، ټول ټال ۷ ودانۍ در لودلې. دوه ېې غبرگ آسمان څکې ودانۍ وې، نورې ېې دریمه، څلورمه ، پینځمه او شپږمه شمیره ودانۍ وې. د غبرگو آسمان څکو ودانیو په شمال کې اوومه شمېره ودانۍ ولاړه وه.
د کمیسیون گزارش ، د کنترول شوې نړېدنې کلاسیکو ځانگړتیاوو ته ځواب نه وايي ځکه د ودانیو کلاسیکه کنترول شوې انجنیري نړونه د چاودیدونکو توکو په مرسته په داسې ډول تر سره کیږي چې ودانۍ د سترگو په رپ کې ځای پرځای د یوې سنجول شوې چاودنې په لړ کې کښیني او د یوالونه موازیأ په یوه همغږي ډول یو وار کښیني ؛ گزارش دا هم نه وايي چې د ودانۍ له نړیدلو څخه د یوې بشپړې ثانیې له اوږدوالي مخکې د همدې ودانۍ تر ځمکې لاندې پوړ کې ولې چاودنه وشوه ؛ د کمیسیون گزارش دا هم نه وايي چې ولې د ودانۍ د پولادي ستنو سکلیټ په دومره کوشنیو ټوټو مات شو چې ټوټې ېې په بار ورونکو بیړیو کې د وړلو وړ وې ، ماتې شوې ټوټې څنگه د آزاده سقوط په چټکوالي پر هغه لار په متقارنه ډول [په متعادله یا متناسب سقوط] پر ځمکه را پریوزي چې په آزاده سقوط کې د ځمکې د جاذبې او د مقاومت د ځواک لاره ده ، دغه ماتې ټوټې باید په هوا کې الوتې وای او هرې خوا ته لېرې خورې ورې شوې وای مگر دا ټوټې په آزاده سقوط ځمکې ته له یو بل سره په تناسب کې راکښته کېږي ؛ همدا شان گزارش له دې هم سترگې پټوي چې د اورشیندي [ اتشفشان] مخ په ډېرېدو دوړې او وریځې څنگه او ولې رامنځته شوې ، Controlled Demolition, Incپه ټنونو ټنونو ویلي شوي پولادي ټوټې وموندلې ، ولې د ترمایټ ( په لوړه کچه اور زیږوونکي کیمیاوي توکي) ځگ یا تفالې ، د پاتې شونو په ډول وموندل شوې ؛ ولې د ویلي شویو اوسپنو بېرته کلکې شوې ټوټې وموندل شوې ، ولې د هغو دوړو له سمپل څخه چې پوهاند جونز راټولې کړې وې سترگې پټې شوې ، ولې د ودانۍ د پولادي ستنو په اړه د FEMA له هغو راټولو شویو سمپلونو څخه سترگې پټې شوې چې د چاودنې له امله پولاد اوکسیدایز شوي ول ، FEMA د مرکبه فولاد هغه اوسپنېزې مایکروسکوپي ټوټې هم ټولې کړې وې چې فولاد ورڅخه جوړ او ټوټې ېې د لوړې کچې د چاودنې د احتراق په پایله کې له یو بله جلا شوې وې. په دې ورستیو کې یوه ویډیو موندل شوې ده ، دغه ویډیو ښيي چې له نړېدنې مخکې د WTC7 د ودانۍ هره کړکۍ له کښته مخ پورته د ودانۍ د لوړوالي پر لور الوزي.
د امریکا د متحده ایالاتو دولت ، د پیښې له رامنځته کېدا وروسته ، سملاسي تور پر اسامه بن لادن ولگاوه. خو اسامه بن لادن د لومړي غبرگون په ښودلو په پـېـښـه کې د هر ډول لاس لرلو غندنه وکړه او وېې ویل « موږ د ښځو او ماشومانو پر وړاندې هر ډول برېدونه په کلکه غندو ؛ دا ډول برېدونه ان د جگړو پر مهال غندل شوي دي.»
د سپتامبر د یولسمې په پـېـښې کې د اسامه بن لادن د لاس لرلو د لومړنيو لاسوندونو یوه برخه د شمالي ټلوالې له لارې تر لاسه شوه.
دغه لاسوند یوه ویډیو وه ، په ویډیو کې اسامه بن لادن د دې لپاره را څرگندیږي چې گڼې د نوموړو برېدونو پازوالي په غاړه واخلي ، خو دغه ویډیو د روسېې د FSB له خوا د شمالي ټلوالې غړیو ته ورکړل شوې وه ، FSB د پخوانۍ KGB ځایناستې اداره ده ، شمالي ټلوالې له روسیې څخه تر لاسه شوې ویډیو CIA ته وسپارله. جناﺌـي پلټنو وروسته په زباد ورسوله چې دغه ویډیو په درغلندۍ یا ټگمارۍ جوړله شوې ویډیو وه ؛ پخوا هم د شوروي او روسیې د څارگرو څانگو کار پوهانو په څو څو ځله داسې له درغلیو ډک لاسوندونه جوړ کړي ول او په دې چاره کې پخه کارپوهنه لري. شمالي ټلواله هم په خپل وار د پخواني شوروي سوسیالیستي جمهوریتونو له اتحاد او د روسیې له اوسني فدراسیون سره د همکارۍ اوږد مهاله تجربه لري.
نومیالی لیکوال او د ژورنالیستانو په نړیوالو ټولنو کی پیژندل شوې ژورنالیست ایریک س. مرگولیس Eric S. Margolis داسې وايي:
« د شورویانو پر وړاندې د لس کلن جهاد په لړ کې په لوېدېزې نړۍ کې د شمالي ټلوالې له مشر احمد شاه مسعود څخه زمری جوړ شو ، هغه ېې د کمونیستانو پر وړاندې یو غرنی اتل جنگیالی و نوماوه چې د [ پنجشیر زمری] ېې باله ؛ خو د مسعود رښتونې څېره بل ډول وه ، مسعود په حقیقت کې د شوروي له KGB سره له ډیرو پخوا وختونو د پټې همکارۍ او هملاسۍ اړیکې درلودلې ، دا هغه واقعیت دی چې په دې وروستیو وختونو کې د KGB کورناستو څارگرو مأمورینو او د GRU د پوځي څارگرې څانگې افسرانو را بر بنډ کړی دی * مسعود که له یوې خوا په ټگمارۍ د شورویانو پر وړاندې د جگړې ډغرې وهلې مگر له بلې خوا د خپلو موخو حقیقي ډډې ېې د پښتنو مجاهدینو پر وړاندې جگړو ته را اړولې وې، دغو مجاهدینو چې د پاکستاني څارگرو ملاتړ ېې له ځان سره درلود په کلکه هلې ځلې کولې چې د شوروي لښکر د لوژیستیکي کاروانونو د لارې پر سر پروت ، د سالنگ ستراتیژیک تونل والوزوي ، خو د شوروي له ملاتړه برخمن مسعود د دغو مجاهدېنو د ټولو هلو ځلو خنډ گرځېده. مسعود مسکو ته د قناعت د ورکړې په دسیسې کې هم لاس درلود تر څو [ اوسنی] کمونیست لاسپوڅی گوډاگی واکمن نجیب الله ، له واکه لېرې او پر ځای ېې دی د واک پر گدۍ کښېنوي. [ و گورﺉ : American Raj, Liberation or Domination? Resolving the Conflict Between the West and the Muslim World, Eric S. Margolis, Key Porter Books, Toronto, 2008, pp. 178-196; Afghanistan, Political Frailty, and external interference, Nabi Misdaq, Routledge, 2006, Abington, Oxon;*Afghan Heroism and Tragedy, Alexander Liakhovskii, 2000, Pashto translation by M. Rahman, Afghan Cultural Association, Germany; The Red Army in Afghanistan, Boris Gromov, 2000, Pashto translation by Pardes Musafer, Afghanistan, a Search for Truth, Bruce G. Richardson, 2008, 2009, DAWAT Publications, The Afghan Post, Free-Forum Publications, Liestal, Norway, Toronto, Canada, and Freeport Maine]
د سپتامبر د یولسمې په بریدونو کې یوه گټه دا وه چې د امریکا ټگمارو ویناوالو پلمو او د نړۍ د انرژۍ په ډیریو سیمو کې د پوځ د پلي کولو لپاره د مؤجه انځور موندلو ته لاره هواره شو. د « ترهگرۍ پر وړاندې د جگړې » تر ماسک لاندې پټې امریکا د ناتو د یوې څنگیزې ډډې په توگه لومړنی نړیوال تأریخي لښکر جوړ کړ. د نړۍ په هرگوټ کې د سلگونو پوځي اډو په لرلو امریکا اوس د کسپین تر کاسې راتاو د منځنۍ آسیا پر [ ستانونو] باندې ، چې یو وخت د روسیې د قیمومیت ولایات ول ، خپلې پوځي څارگرې سترگې نیغې کړې دي ، د کسپين کاسه له ستراتيژیکو مقامرو ډکه سیمه ده چې له لارې ېې غواړي تر چین گرد چاپيره یوه تنگه کړۍ را تاو او د امریکا سولندو شخصي کپمنیو ته د گټو دروازې پرانیزي ، هغه کمپنۍ چې د نړۍ د کم پیدا منرالونو څټلو او زبیښلو او د تیلو د مخ په وچېدو زیرمو او فوسیلونو را ایستلو ته وږې دي. و گورﺉ [History’s First Global Army, Stop NATO, Rick Rozoff, Global Research, Toronto, 8/9/2009]. سره له دې چې ANSEAN NATO [ Association of Southeast Asian Nations/ د سویل ختېزې آسیا د هېوادونو ټولنې – ناتو] په ډیر احتیاط امریکايي انځور ته ورین تندی ښودلی خو د افغانستان له چارو خبره روسیه پوهیږي چې امریکا په افغانستان کې د روانې ستونزې د هوارۍ لپاره پوځي لاره نه لري نو ځکه روسیه په چوپه خوله خوشاله ناسته ده ترڅو د امریکا له اقتصادي رگونو څخه د ناڅاپي وینو د بهیدا بهېر په سترگو وویني او وگوري چې امریکا د پوځي نا ریکارډ شوې بودیجې د لا پړسېدلو او لگښت له امله څنگه د اقتصادي رکود په ډنډ کې ډوبېږي . امریکا ته د افغانستان جگړه هغه لومړۍ جگړه ده چې د سود په پور پر مخ ځي ، د دغو له سوده ډکو پورونو ډېرۍ برخه له چین څخه اخیستل شوې ده.
د لږکي تاجیک توکم له منځه را پاڅېدلې شمالي ټلواله په ډېرې ځېرکې پوهېدله چې امریکا د سپتامبر د یولسمې د غچ او سزا په لټه کې ده له دې امله د خپل ستر میرڅمن ، طالبانو ، پر وړاندې چې ډیري ېې پښتانه ول CIA ته داسې جعلي لاسوندونه برابر کړل چې د نړۍ تر ټولو ځواکمن سمندري پوځي ځواک ېې را و پاراوه. شمالي ټلوالې د خپل دودیز دښمن په له منځه وړلو و کولای شول په افغانستان کې د سیاسي مشرتابه د کړۍ سر په خپلو منگولو کې واخلي.
دغه او نورې پوښتنې ځکه را پورته شوې چې د امریکا د دولت له پلوه د را ټولو شویو او غورچاڼ شویو لاسوندونو په تړاو د امریکا د دولت د « رسمي » سپرنې /تفسیر او د جناﺋـي – عدلي طب او ساینسي شننې ترمنځ ژور اختلاف او له قلمه پاتې شوې خبرې شته. خپلواکه پلټونکي چې په ډله کې ېې د امریکا نوموتي پوهنتونونه هم را گډیږي دې پایلې ته رسیدلي چې د امریکا دولت د رامنځته شوې پیښې په اړه د کیسې ټولې ډډې نه وايي. د ټولیز لید لوري او بارو برخلاف چې د رسنیو د غلطو مالوماتو د سیلابي بریدونو او پروپاگندونو تر اغیزو لاندې راغلی دی ، FBI داسې پاک او له څون او څار پرته لاسوندونه نه لري چې د سپتامبر د یولسمې په خونړۍ او تراژیکي پیښې کې د اسامه بن لادن لاس ښکیل و گڼي. په افغانستان کې له ډیرو ستومانو پلټنو او کړاوونو وروسته ، پلټونکو په ډانگ پيیلي ډول ویلي چې « د کاغذ د یوې ټوټې په اندازه» داسې یو لاسوند نه شته ترڅو په زباد ورسوي چې اسامه بن لادن، طالبان او یا کوم افغان ، یا د پیښې طراح وو، یا ېې د هغوملاتړ کاوه او یا ېې د پیښې د رامنځته کولو لپاره لارې چارې برابرې کړې وي. و گورﺉ : [9/11 Unveiled, Enver Masud, The Wisdom Fund, 2008, Arlington, VA] . د دې ترڅنگ د و دانیو د انجنیرۍ د چارو د خپلواکو شننو او سپړنو اود بې شمېرو انجنیري ډلو او کارپوهانو د پلټنو او له بلې خوا د ودانیو د جوړښت او نړیدنې په تړاو د دولت د وړاندي شوي گزارش ترمنځ لویه تشه او له قلم پاتې شوي توکي لیدل کیږي ؛ دغه کارپوهان په ډېره سپينه او رڼه ژبه وايي چې د WTC یا د نړیوالې سوداگرۍ د مرکز ودانۍ د کنترول شوې نړیدنې controlled demolition له امله را نړېدلې دي. شننونکو دا هم ویلي چې د پیښې په سیمه کې د پنتاگون د ودانۍ د نړیدلې برخې لاسوندونه د عدلي طب پلټونکو ته په لاس نه دي ورکړل شوي. و گورﺉ : quoted in 9/11 Unveiled, by Enver Masud, 2008, The Wisdom Fund, Arlington, VA, p. 26
د سپتامبر د یولسمې د بد مرغه برخلیک پر لور د روانو الوتنو په کتار کې په الوتکو کې دننه د مسافرینو د څوکیو شمیره او نوملړ ، د تورنو ترهگرو د څوکیو د شمیرې تیروتنې ته نغوته کوي او یا دا چې د بل چا د پیژندنې لاسوندونه غلا شوي دي. خو په زباد رسیدلی حقیقت دا دی : هغه کسان چې د « الوتکه تښتونکو» په نامه نومول شوي ، ژوندي او روغ رمټ دي خو په دې په قهر دي چې څنگه دوی ترهگر بلل شوې دي. و گورﺉ : [A speech given by FBI Director Robert Mueller, 4/19/02, to the Commonwealth Club of San Francisco. As quoted in 9/11 Unveiled, by Enver Masud, 2008, The Wisdom Fund, Arlington, VA, p. 26]
له دې امله بې د شمیرو بنسټونو شننو او لاسوندونو ته په کتنې اوس د امریکایانو او د نړۍ د وگړو په منځ کې د وگړو د باور کچه په دې لور مخ په ودې ده چې دا په حقیقت کې د ‘false flag’ د عملیاتو پلي کول ول نه هغه څه چې د امریکا د ولسمشرانو بوش او اوباما ادارو د امریکا د ولس په غوږونو کې کټ مټ هغسې ور څڅولي لکه چې په کلیسا کې یو مذهبي ښوونکي ماشومانو ته دیني لارښوونې د لنډو ساده پوښتنو او ځوابونو په بڼه ورښيي.