کور / تازه خبرونه / د بن لادن نوى پيغام په ږغ کي خپور سو

د بن لادن نوى پيغام په ږغ کي خپور سو

د القاعده شبکې د مشر اسامه بن لادن يو ګواښنده پيغام د الجزيرې له تلوېزون څخه خپور سوئ دئ.
په دې پيغام کي ږغېدونکي کس پر فرانسې باندي ږغ کړى چي له افغانستان څخه خپل پوځيان وباسي، کنې القاعده به په دې هيواد کي بريدونه ترسره کړي، په پيغام کي راغلي چي په نايجريا کي د څو فرانسويانو تښتونه د فرانسې حکومت ته يو اخطار دئ، چي بايد د دوى غوښتنه ومني.
په پيغام کي له فرانسې څخه د مسلمانو ښځو پر حجاب باندي د بنديز د ليري کېدو غوښتنه هم سوې ده.
د دې ږغ په هکله تر اوسه څه نه دي ويل سوي چي آيا رښتيا هم اسامه بن لادن دئ او که د کوم بل چا له خوا جوړ سوئ دئ.
د بن لادن د مرګ او ژوند په هکله وخت ناوخت په مطبوعاتو کي راز راز خبرونه خپرېږي، چي ځيني خبرونه وايي نوموړى په ٢٠٠١ کال د امريکا د بمباريو پر مهال په افغانستان کي وژل سوئ دئ.